ليکوال: محمد عاصم اسماعيلزهي
د قصاص حکمت، فلسفه او اغېزې (پنځمه برخه)
د ژوند او حیات حق
الله تعالی د ځان وژنې په اړه فرمايي: «وَ لا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ» ژباړه: «او په خپلو لاسونو خپل ځانونه په هلاكت كې مه غورځوئ»[۱]
بل ځای فرمايي: «وَ لا تَقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا» ژباړه: «خپل ځانونه مه وژنئ، بېشکه الله جلجلاله پر تاسو ډېر مهربان دی»[۲]
امام بخاري او مسلم رحمهماالله له ابوهريره رضی الله عنه څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: «مَنْ تَرَدَّى مِنْ جَبَلٍ فَقَتَلَ نَفْسَهُ فَهُوَ فِي نَارِ جَهَنَّمَ يَتَرَدَّى فِيهَا خَالِداً مُخَلَّداً فِيهَا أَبَداً، وَمَنْ تَحَسَّى سُمّاً فَقَتَلَ نَفْسَهُ فَسُمُّهُ فِي يَدِهِ يَتَحَسَّاهُ فِي نَارِ جَهَنَّمَ خَالِداً مُخَلَّداً فِيهَا أَبَداً، وَمَنْ قَتَلَ نَفْسَهُ بِحَدِيدَةٍ فَحَدِيدَتُهُ فِي يَدِهِ يَتَوَجَّأُ بِهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ خَالِداً مُخَلَّداً فِيهَا أَبَداً» ژباړه: «څوک چې له غره څخه ځان وغورځوي او خپل ځان ووژني، نو دوزخ به یې دایمي ځای شي. او څوک چې د زهرو په وسیله ځان ووژني، نو همدا زهر به یې په لاس کې وي او د تل لپاره به یې په دوزخ کې څښي. او څوک چې د اوسپنې په وسیله ځان ووژني، نو هماغه وسیله به یې په لاس کې وي او د تل لپاره به دوزخ کې ځان پري وهي».[۳]
او همدارنګه له ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت شوى چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: «الذي يخنق نفسه يخنق نفسه في النار، والذي يطعن نفسه يطعن نفسه في النار، وَالَّذِي يَقتَحِمُ يَقْتَحِمُ فِي النَّارِ» ژباړه: «هر څوک چې ځان زندۍ کړي نو په اصل کې د دوزخ په اور ځان زندۍ کوي. او هر څوک چې د چاړې يا وسلې په وسیله ځان ووژني، نو په اصل کې د دوزخ په اور ځان وهي. او هر څوک چې له لوړ ځای څخه ځان را وغورځوي، نو په اصل کې د دوزخ اور ته ځان غورځوي».[۴]
جُندب بن عبدالله رضی الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې ویې وفرمايل: «كانَ فِيمَنْ قَبْلَكُمْ رَجُلٌ بِهِ جُرْحٌ فَجَزَعَ، فَأَخَذَ سِكِّيناً فَخَزَّ بِهَا يَدَهُ، فَمَا رَقَا الدَّمُ حَتَّى مَاتَ، قال الله تعالى: بادَرَنِي عَبْدِي بِنَفْسِهِ، حَرَّمْتُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ» ژباړه: «له تاسې مخکې یو کس ټپي شوی و، نو صبر او زغم یې له لاسه ورکړ. چاړه یې راواخیسته او خپل لاس یې پرې وواهه، خو وینه یې بنده نه شوه، او ژوند یې له لاسه ورکړ . الله تعالی وفرمايل: زما بنده د خپل ځان په وژلو کې تادي وکړه (ژوند یې په خپله پای ته ورسوه)، نو ما ددې بد عمل له امله جنت پرې حرام کړ».[۵]
او په يوه بل صحیح حديث کې راغلي دي: «مَنْ قَتَلَ نَفْسَهُ بِشَيْءٍ عُذِّبَ بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ» ژباړه: «هر څوک چې د کومې وسیلې په اساس خپل ځان ووژني، نو د قیامت په ورځ به د همدې وسیلې په اساس عذاب ورکول کېږي».[۶]
اسلام تر دې حده وژنه (قتل) شنیع او ناوړه ګڼي چې د یوه انسان قتل د ټول بشر قتل ګڼي. او دا خبره په خپله د قتل د نهايي قباحت او بدوالي څرګندونه کوي او اسلام قتل تر ټولو لوی او ناوړه جرم بولي.
الله تعالی فرمايي: «أَنَّهُ مَنْ قَتَلَ نَفْساً بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعاً، وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعاً»ژباړه: «هر چې چا يو كس د بل كس له بدلې او يا په ځمكه كې له فساد پرته ووژلو نو (وګڼئ) لكه چې ټول انسانان يې وژلي وي او چا چې ژوندى كړ (له مرګه یې وژغوره) نو لكه چې ټول انسانان يې ژوندي (بچ) كړي وي». [۷]
ددې لپاره چې د اسلام له نظره د وینې تویول او د انسان د ژوند ساتنه ډېر لوی اهميت لري، په همدې اساس امام مسلم رحمهالله روایت کړې دي چې د قیامت په ورځ به تر ټولو لومړی شی چې پوښتنه او حساب کتاب به یې کیږي، د انسانانو د وینې او د ژوند مسئله ده.[۸]
یعنې د بندګانو ترمنځ د حقونو په برخه کې لومړی حق همدا د وینې او د ژوند حق دی. خو د بنده او الله تعالی ترمنځ د حقونو په لړ کې لومړی شی چې حساب او کتاب به یې ترسره کیږي د لمانځه حق دی. الله تعالی د همدې لپاره د قتل قصاص مشروع ګرځولی دی، ترڅو له قاتل څخه انتقام واخيستل شي، نور خلک عبرت ترې واخلي، او ټولنه له هغو ناپاکو جرمونو څخه وژغورل شي چې د عامه نظم او ټولنیز امنیت د ګډوډۍ او بېثباتۍ لامل ګرځي.
له همدې امله الله تعالی فرمايي: «وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ» ژباړه: «او تاسې لپاره په قصاص کې (لوی) ژوند دی اې د عقل څښتنانو! په کار ده چې تاسي ځان وساتئ (له ناحقو وینو څخه)».[۹]
لکه څنګه چې مخکې يادونه ترې وشوه د قصاص جزا او سزا يوازې په اسلامي شريعت کې نه ده راغلې، بلکې د پخوانيو آسماني اديانو په شريعتونو کې یې هم حکم ثابت و. د حضرت موسی علیهالسلام د شريعت له مخې، د سفر خروج په يوويشتم فصل کې داسې راغلي دي: «هر څوک چې يو انسان ووهي او مړ شي، نو په بدل کې دې یې هغه وژل شي.» «خو که یو څوک د قصد او چل ول له مخې خپل ګاونډي ته ور وړاندې شي او په مکر سره یې ووژني، نو زما له قربانځای څخه دې وایستل شي او قتل دې شي.» او «هر څوک چې خپل پلار يا مور ووهي، بېشکه هغه دې وژل کېږي.» «او که چېرې کوم بل ډول اذيت او تاوان پېښ کړل شي، نو وجود د وجود په بدل کې، سترګه د سترګې په بدل کې، غاښ د غاښ په بدل کې، لاس د لاس په بدل کې، پښه د پښې په بدل کې، سوځېدنه د سوځېدنې په بدل کې، زخم د زخم په بدل کې او څپیړه د څپېړې په بدل کې ورکول کېږي.»
د حضرت مسيح علیهالسلام د شريعت په اړه ځينې وايي چې د عيسوي دين د اصولو او اساساتو له مخې قاتل بايد و نه وژل شي. هغوی د «انجیل متی» د پنځم باب په هغه برخه استدلال کوي چې د حضرت عیسی علیهالسلام له قوله پکې راغلي دي: «خو زه تاسې ته وايم، له بدکار سره مقابله مه کوئ، بلکې که څوک دې ښي مخ ته پر څپېړه ووهي، نو بل اړخ هم ور وګرځوه. او که څوک دعوا درسره وکړي او کورتۍ درنه وغواړي، نو خپله لوپټه (عبا) هم ورکړه. او که څوک دې په زور سره د يو ميل مزل په موخه بوځي، نو دوه ميله ورسره لاړ شه.»
يوه بله ډله بیا وايي چې د حضرت مسيح علیهالسلام په شريعت کې هم د قاتل لپاره د اعدام سزا ټاکل شوې ده. دوی د حضرت مسيح علیهالسلام لاندې وینا د دليل په توګه راوړي: «زه د دې لپاره نه يم راغلی چې د خدای شريعت او الهي قانون (د تورات احکام) نسکور او باطل ورګرځوم، بلکې د دې لپاره راغلی يم چې بشپړ یې کړم او تر پايه یې ورسوم.»
قرآن کريم هم د همدې خبرې پخلی کوي او د حضرت عیسی علیهالسلام له قوله وایي: «مُصَدِّقاً لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ» ژباړه: «زه د هغو احکامو تصديق کوونکی يم چې زما نه مخکې په تورات کې نازل شوي دي.» [۱۰]
همدارنګه د تورات د حکم له مخې د قصاص په اړه يادونه کوي او فرمايي: «وَكَتَبْنَا عَلَيْهِمْ فِيهَا أَنَّ النَّفْسَ بِالنَّفْسِ، وَالْعَيْنَ بِالْعَيْنِ، وَالأَنفَ بِالأَنفِ، وَالأُذُنَ بِالأُذُنِ، وَالسِّنَّ بِالسِّنِّ، وَالْجُرُوحَ قِصَاصٌ» ژباړه: «او (په تورات كې مو) پردوى ليكلي وو چې كس په كس (وژل كيږي) سترګه په سترګې، پوزه په پوزې، غوږ په غوږ، غاښ په غاښ او د ټپونو هم سره برابره بدله ده.»[۱۱]
شريعت د انسانانو د ژوند ترمنځ هېڅ ډول توپير نه دی کړی، او د ځان په بدل کې یې ځان شرط ګرځولی؛ نو قصاص حق دی، توپير نه کوي که مقتول لوی وي او که کوچنی، سړی وي او که ښځه. ټول انسانان د ژوند کولو حق لري او دا حق د هېڅ عنوان او دليل له مخې نشي تر پښو لاندې کېدلی. انسان ته جایز نه ده چې د بل د ژوند حرمت مات کړي او له منځه یې يوسي. آن د خطا او غير عمدي وژنې په صورت کې هم الله تعالی قاتل له مسؤليت څخه معاف نه ګڼي، بلکې د کفارې او تاوان لپاره يې ځانګړی حکم ورته ټاکلی دی. الله تعالی د غیرعمدي قتل لپاره د يو مؤمن غلام آزادول او همدارنګه د بښلو په صورت کې د مقتول کورنۍ ته د خونبها ورکول لازم ګرځولي دي.
الله تعالی فرمايي: «وَما كانَ لِمُؤْمِنٍ أَنْ يَقْتُلَ مُؤْمِناً إِلّا خَطَأً، وَمَنْ قَتَلَ مُؤْمِناً خَطَأً فَتَحْريرُ رَقَبَةٍ مُؤْمِنَةٍ وَدِيَةٌ مُسَلَّمَةٌ إِلى أَهْلِهِ إِلّا أَنْ يَصَّدَّقُوا» ژباړه: «او يو مومن ته نه ښايي چې بل مومن ووژني مګر په خطايي، او چا چى په خطا سره كوم مومن وواژه نو (پر هغه) د يو مومن مريې ازادول او كورنۍ ته يې د وينى بيه ورسپارل دي، مګر دا چې ويې بخښي.»[۱۳]
له همدې امله اسلام د خطا او غيرعمدي وژنې لپاره مالي جزا او تاوان ټاکلی او واجب ګرځولی دی، څو د انسانانو د ژوند حرمت وساتل شي او هېڅ څوک په خپل ذهن کې دا فکر نه وکړي چې د نورو ژوند بې ارزښته دی. دا حکم د دې لپاره دی چې خلک د بل چا د ژوند او وینې په اړه له بې پروايۍ ځان وساتي، د فساد او تباهي مخه ونیول شي، او هېڅ څوک د تېروتنې یا اشتباه په بهانه بل څوک ونه وژني.
اسلام د خلکو د ژوند د ساتنې په برخه کې دومره جدي دی چې آن د جنین سقط (ابورت) یې هم تر هغې چې د سقط کولو لپاره کوم جدي او حقیقي علت شتون و نه لري، لکه د مور ژوند ته خطر یا دې ته ورته نور جوازونه، حرام ګرځولی دی.
او هر څوک چې په ناحقه جنین ساقط کړي، نو د يوه بنده یا کنيزې آزادول پرې واجبیږي.
دوام لري…
مخکنئ برخه/ راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱] سورة بقره، آیت ۱۹۵.
[۲] سورة نساء، آیت ۲۹.
[۳] صحیح بخاري، ج۵، ص۲۱۷۹، کتاب الطب، باب شرب السم والدواء به وبما يخاف منه والخبيث، حديث ۵۴۴۲، درېيم چاپ، ۱۴۰۷هـ – ۱۹۸۷م، دار ابن کثير، اليمامة – بيروت.
[۴] المتقي الهندي، علي بن حسام الدين، کنز العمال، ج۱۵، ص۶۰، کتاب القصاص من قسم الأقوال، باب: الإکمال من قاتل نفسه، حديث ۳۹۹۶۷، الناشر: مؤسسة الرسالة – بيروت، ۱۹۸۹م.
[۵] البخاري، محمد بن اسماعيل، صحيح البخاري، ج۳، ص۱۲۷۵، كتاب الأنبياء، باب ما ذكر عن بني إسرائيل، حديث ۳۲۷۶، درېيم چاپ، ۱۴۰۷هـ – ۱۹۸۷م، دار ابن كثير، اليمامة – بيروت.
[۶] النيسابوري، مسلم بن الحجاج، صحيح مسلم، ج۱، ص۱۰۳، كتاب الإيمان، باب: غلظ تحريم قتل الإنسان نفسه، حديث ۴۷، دار الجيل – بيروت، دار الآفاق الجديدة – بيروت.
[۷] سورة المائده، آیه ۳۲.
[۸] مسلم بن الحجاج النيسابوري، صحيح مسلم، ج۳، ص۱۳۰۴، كتاب الديات، حديث ۴۵۳، دار الجيل – بيروت، دار الآفاق الجديدة – بيروت.
[۹] سورة البقره، آیت ۱۷۹.
[۱۰] آل عمران: ۵۰.
[۱۱] سورة المائده، آیه ۴۵.
[۱۲] سورة النساء، آیه ۹۲.
[۱۳] النساء: ۹۲


