Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»Blog»په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (اتمه برخه)
Blog دوشنبه _4 _اگست _2025AH 4-8-2025AD

په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (اتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مفتي عبیدالله نورزهي
په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (اتمه برخه)
د حقایقو تحریف
د حقایقو د تحریف یو بل مثال دا دی چې کله له دوو مدعیانو څخه یو یې په خپلو خبرو کې قوي وي، نو پیروان یې هم زیات وي؛ ولوکه خبرې یې غلطې هم وي. او کله چې د هغه غږ کمزوری شي، نو پیروان یې هم تیت او پرک کېږي. خو بالآخره هغه څه پاتې کېږي چې ریښتیني وي، ځکه چې د حق قوت د هغه په باطن کې وي او حقیقت او جوهر یې ثابت وي. هغه څه چې کمزوري وي او بدلون یې موندلی وي یوازې د حقیقت ظاهري بڼه وي چې له بدصورتۍ او تخریب سره مخامخ شوې وي، او همدا بدصورتي هم د بدنمایانو له منځه تلو سره له منځه ځي. خو جوهر او حقیقت یې ثابت پاتې کېږي او یوه ورځ به راڅرګندیږي.
خو باطل بیا برعکس بڼه لري؛ بطلان یې په باطن او جوهر کې پټ او ثابت وي او تغییر یې یوازې په ظاهري بڼه کې راڅرګندیږي چې د تحریف او دوکې په مرسته ښایسته ښودل کېږي. او همدا ښایسته شوې څېره د سینګار کوونکي له زوال سره له منځه ځي او ورکېږي.
ځینې خلک په ظاهره پر حق ایمان راوړي؛ ځکه دا لومړني څه وي چې ورته عرضه شوې دي، یا په دې دلیل چې د حق غږ تر باطل لوړ وي. خو کله چې باطل قوي او راښکاره شي، نو په شا ګرځي او د باطل خوا نیسي او پرته له دې چې د حقیقت په اړه ژور فکر وکړي؛ ګمان کوي چې له پټ باطل څخه ښکاره حق ته راغلی دی؛ حال دا چې د سینګار شوي (باطل) او بدنام شوي (حق) د بڼې دوکه یې خوړلې او له یوه کمزوري ظاهر څخه یوه قوي ظاهر ته تللی دی.
کله چې منحرف فکرونه، ناسم مفاهیم او فاسد عقاید د یوه دولت د سیاست برخه وګرځي او خپره شي، نو خطر یې څو چنده زیاتېږي. د یوې نظریې د خاوندانو قدرت او ټولنیز مقام دومره اغېزناک وي چې د خلکو د عقل توازن ګډوډوي او د حق او باطل ترمنځ د سمې پېژندنې وړتیا یې تر پوښتنې لاندې راولي. پاچاهان، سلطانان او چارواکي د عامو خلکو په زړونو کې داسې هیبت او مقام لري چې زړونه کمزوري کوي او پایله یې دا وي چې یو فکر چې په اصل کې کمزوری وي خو که د زورور له لوري وړاندې شي، نو د خلکو زړونو ته ننوځي او هلته ځای نیسي.
د همدې لپاره حضرت عمر رضی الله عنه فرمایي: «الله تعالی د واکمن په واسطه له هغه څه منع کوي چې د قرآن کریم په واسطه یې نه منع کوي.»[۱]
د زورورو کسانو خبرې او افکار دومره هیبت لري چې د عقل کلکې کلاګانې او سترې دروازې نړوي او دننه ورننوځي. خو همدا ټولې خبرې او افکار د دوی په مرګ سره له منځه ځي، په دې شرط چې دده په څېر یو بل قدرتمند یې ځای و نه نیسي.
ځینې واکمنان داسې ځواک لري چې پر خلکو ژور اغېز کوي او د خپلې خوښې نظریاتو د عامولو لپاره تهدید او وعید ته اړتیا نه لري، بلکې یوازې د هم‌فکره کسانو پر ستاینه او درناوي بسنه کوي، تر څو نور خلک هم د دې ستاینې د تر لاسه کولو په تمه د دوی له نظریې څخه پیروي وکړي.
له حضرت علي رضی الله عنه څخه روایت دی چې فرمایي: «بدعمله کس ته د نېکعمله کس په اجر سره مجازات کړه.»
د خلکو په ذهنونو کې د نظریاتو نقشه هم همداسې ترسیمږي، خبرې او فکرونه له کوم قرارداد پرته اخیستل او پلورل کېږي. ډېر وخت یواځې همدا کافي وي چې د یوه حاکم له لوري د خلکو په مخ کې یو عمل ترسره شي او توجیه یې هم کړي، تر څو هماغه خبره یا کړنه رسمي بڼه خپله کړي؛ خلک هم د حاکم له عمل څخه تقليد کوي، ځکه چې د پاچاهانو او مشرانو کړنې د خطاوو او اشتباهاتو د خپرېدو تر ټولو ستر لاملونه دي. همدا وجه ده چې الله تعالی د دوزخیانو د عذر او حجت په اړه فرمایي: “وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَا”
ژباړه: «او وايي به: موږ خو د خپلو سردارانو او لويانو خبره ومنله چې (دا دى) لاره يې رانه وركه كړه.»[۲]
او همدا وجه ده چې د دوی له خطاګانو انکار کول تر ټولو لوی جهاد ګڼل شوی، لکه څنګه چې په حدیث شریف کې راغلي:
«تر ټولو غوره جهاد د ظالم سلطان پر وړاندې د حق خبره کول دي.»[۳]
پیغمبر صلی الله علیه وسلم هم پر خلکو د مشرانو د ښکاره کړنو له اغېز څخه خبر و او په څو مواردو کې یې له دې اغېزې څخه ګټه پورته کړې ده. د هغوی له جملې حضرت ابوسعید خدري رضی الله عنه روایت کوي چې: رسول الله ﷺ یوه ورځ په دوبي کې چې خلک روژه وو او پلې روان وو د باراني آولو یوه ډنډ ته ورسېد. پیغمبر ﷺ چې پر آس سور و وفرمایل:
«ای خلکو! وڅښئ!»
خو خلکو ونه څښل. بیا یې وفرمایل:
«زه ستاسو په څېر نه یم، زما حالت تر تاسو آسانه دی، زه سور یم.»
خو هغوی بیا هم ونه منله. نو بیا رسول الله ﷺ ټيټ شو له سورلي راکوز شو او اوبه یې وڅښلې. له دې وروسته خلکو هم اوبه وڅښلې، سره له دې چې پیغمبر ﷺ نه غوښتل چې ویې څښي.[۴]
په همدې ډول د مشرانو له لوري د هر عمل تشریع (قانوني کول) او تقریر (تایید) د هغوی له خبرو څخه ډېر اغېزناک وي. که یو عالم چې د عمل له لارې د اغېزې د  ښودلو توان ولري خو یوازې په وینا او لیکنه بسنه وکړي، نو دا کار یې په رسالت کې یو ډول کوتاهي ګڼل کېږي او د رسول الله ﷺ له طریقې څخه انحراف دی.
او برعکس یې هم صحیح ده؛ یعنې د مقام او منزلت د ضعف له امله د فکر ضعف، که څه هم دا مقیاس سم نه دی خو دومره قوي او اغېزناک دی چې د عقل توازن ګډوډوي او خلک د حق په پېژندلو کې ناتوانه کوي. په همدې اساس د انبیاء علیهم‌السلام او د دوی د پیروانو د ضعف له امله ډېری وخت زیاتره خلکو پیروي نه ترې کوله. هر څوک چې تاریخ ته وګوري نو وبه ويني چې تر ټولو عقلمن او د فکر له پلوه تر ټولو پاخه خلک هماغه کمزوري او ساده انسانان وو.
د انسان نفس د اکثریت تقلید خوښوي، ځکه د اکثریت غږ لوړ وي او ګمان کوي چې اکثریت له خطا څخه لرې وي. له همدې امله الله تعالی د ده له امر څخه د پیریانو د سرغړونې او له نورو څخه د تقلید کولو په اړه فرمایي: “وَأَنَّا ظَنَنَّا أَن لَّن تَقُولَ الْإِنسُ وَالْجِنُّ عَلَى الله كَذِبًا” ژباړه: «او بېشكه موږ ګومان كړى و چې هيڅكله به الله پورې انسان او پېرى درواغ ونه وايي.»[۵]
او د حضرت نوح علیه‌السلام قوم کله چې پوښتنه ترې وشوه چې ولې یې ایمان را نه ووړ، وویل: “أَنُؤْمِنُ لَكَ وَاتَّبَعَكَ الْأَرْذَلُونَ” ژباړه: «هغوى وويل: آيا موږ به تا منو حال دا چې (يوازې) رذيلانو (خوارانو) ستا پيروي کړې ده»[۶]
الله متعال د فرعون دا خبره چې د موسی علیه‌السلام او د هغه د پیروانو په اړه یې وکړه داسې نقل کړې ده: “إِنَّ هَؤُلَاءِ لَشِرْذِمَةٌ قَلِيلُونَ” ژباړه: «چې دغه (بني اسرائيل) يوه ډله لږ كسان دي.»[۷]
د هغو کسانو له نظره چې زړونه یې له دننه څخه فقیران وي د فقیرانو فکرونه او عقاید هم فقیر ګڼل کېږي!
دوام لري…

مخکنئ برخه/وروستۍ برخه

سرچینې:

[۱] تاریخ بغداد، جلد ۴، مخ ۱۰۷.

[۲] سوره احزاب، آیت ۶۷.

[۳] نسائي، حدیث ۴۲۰۹.

[۴] مسند احمد، جلد ۱۸، مخ ۱۸.

[۵] سوره جن، آیت ۵.

[۶] سوره شعراء، آیت ۱۱۱.

[۷] سوره شعراء، آیت ۵۴.

Previous Articleد علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اووه‌څلوېښتمه برخه)
Next Article د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته‌څلوېښتمه برخه)

اړوند منځپانګې

Blog

ساینټولوژي؛ رېښې او باورونه (دویمه برخه)

شنبه _25 _اکتوبر _2025AH 25-10-2025AD
نور یی ولوله
Blog

فرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (شپږمه برخه)

چهارشنبه _17 _سپتمبر _2025AH 17-9-2025AD
نور یی ولوله
Blog

امر بالمعروف او نهي عن المنكر؛ هغه فريضه چې ملحدان ترې وېره لري (پنځمه برخه) 

پنجشنبه _21 _اگست _2025AH 21-8-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دریمه برخه)

شنبه _1 _نوومبر _2025AH 1-11-2025AD4 Views

لیکوال: ابوعائشه د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو…

نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دویمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD9 Views

لیکوال: ابو عائشه د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د…

نور یی ولوله
متفرقه

د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (پنځمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD22 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌ زهي د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (پنځمه…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD6 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰) د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دریمه برخه)

شنبه _1 _نوومبر _2025AH 1-11-2025AD

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دویمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.