Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي تمدن»د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (درې‌څلوېښتمه برخه)
اسلامي تمدن یکشنبه _27 _جولای _2025AH 27-7-2025AD

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (درې‌څلوېښتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابورائف

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول

درې‌څلوېښتمه برخه

د تاریخ علم کې د مسلمانانو ونډه
شک نشته چې د تاریخ علم د انسان له ټولنیز ژوند سره یوځای را پیل شوی دی؛ له هغه وخته، چې انسان د خپل ژوند د اړخونو ثبتول پیل کړل، یوه نوې پوهه رامنځته شوه چې له لارې یې انسان وکولای شول خپل ځان وپېژني. شک نشته چې دا ډول معرفت د ټولنیزو اړتیاوو له امله چې په انساني ټولنو تحمیل شوې وې رامنځته شو. له همدې امله تاریخ یو ټولنیز علم دی، ځکه د انسان د ځان پېژندنې اړتیا پوره کوي.
امام ابن خلدون وايي: «تاریخ د هغو علومو له ډلې څخه دی چې بېلابېل ملتونه او نسلونه یې زده کوي، ددې علم د زده کولو لپاره سفرونه کوي، هم عالمان او هم عام خلک یې د زده کولو لپاره دلچسپي لري. پاچاهان او مشران ددې علم په زده کړې کې له یوه او بل سره سیالي کوي، او پوهان او ناپوهان دواړه یو ډول استفاده ترې کوي. تاریخ په ظاهره  د تېرو وختونو، دولتونو او ملتونو کیسې دي چې خبرې او ویناوې ورسره وده کوي، د متلونو په شکل ویل کېږي او مجالس پرې ښکلي کېږي. همداراز، تاریخ موږ ته د انسانانو د تېر وخت حالتونه، د بدلونونو څرنګوالی، د حکومتونو پراختیا، د ځمکې آبادۍ، او ورپسې د هغوی کوچېدنه او زوال راښيي.
خو په باطن کې د تاریخ علم د هغو خلکو لپاره چې ژور فکر لري، یو تحلیلي او تحقیقي علم دی؛ ددې علم په مرسته د پېښو بڼه او علتونه په دقیق ډول د درک وړ ګرځي. له همدې امله د تاریخ علم له حکمت سره ژور تړاو لري، او باید د معتبرو علومو له ډلې وشمېرل شي.» (ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: ۳۵۴، د ابن خلدون له العبر و دیوان المبدأ و الخبر، ج ۱، ص: ۳-۴).
د تاریخ علم تعریف
 د تاریخ علم داسې تعریف شوی دی:
تاریخ هغه علم دی چې پخواني قومونه، ددوی استوګنې، عاداتونه، صنعتونه، نسبونه، مړینې او دېته ورته مسایل راپېژاني. د دې علم موضوع د پېغمبرانو، اولیاو، علماو، حکماو، پاچاهانو، شاعرانو او دېته ورته د نورو تېرو شخصیتونو احوال دي.
د دې علم هدف دا دی چې انسان له تېر وخت څخه خبر شي، عبرت ترې واخلي، نصیحت ترې ترلاسه کړي، او د زمانې د بدلونونو له تجربې څخه استفاده وکړي. د تاریخ علم د هغه چا لپاره چې مطالعه کوي یې د یو بل ژوند په څېر دی؛ او هغسې ګټه ترې اخلي لکه مسافر یې چې له سفر کولو څخه اخلي (هماغه منبع، د امام القنوجي له ابجد العلوم، ج ۲، ص: ۱۳۷-۱۳۸).
د اسلامي تاریخ علم هم د خپل اصالت او خپلواکۍ په اساس رامنځته شو؛ ځکه د تاریخ علم د اسلامي ټولنې له بطن څخه ددغې ټولنې د اړتیاوو او موخو د ځواب په مقابل کې منځ ته راغی. اسلامي تاریخ نه د نورو تقلید و، او نه د نورو له افکارو او اثارو څخه اقتباس؛ بلکې یاد علم د مسلمانو مؤرخانو د ديني اړتیا او احساس له مخې، د دیني علومو د بشپړتیا په موخه رامنځته شو. همداراز د اسلامي تاریخ‌لیکنې بنسټ هجري تقویم و، چې پیښې او وختونه پکې د هجري تاریخ له مخې ثبتېدل (روزنتال، فراتز، علم التاریخ عندالمسلمین، ترجمهٔ صالح احمد العینی، موسسه الرسالة، بیروت).
د جاهلیت په دوره او د اسلام په پیل کې، عربانو تاریخونه په خپلو حافظو کې ساتل، او په لیکلي بڼه یې نه ثبتول. دلیل یې دا نه و چې هغوی له لیکلو سره نااشنا وو، دلیل یې دا و چې هغوی حفظ ته د لیکلو په پرتله ډېر ارزښت ورکاوه؛ ځکه چې په هغه وخت کې د لیکلو مهارت د ټولنې په کچه ځانګړی امتیاز نه ګڼل کېده، خو د حفظ وړتیا یو ستر شرف و. له همدې امله د عربو لومړنی تاریخ چې ( پېښې، ځانګړې ورځې او جګړې)  پکې شاملې وې په حافظه کې ساتل کیدې او د ژبې له لارې به یې یوه او بل ته رسولې.
خو کله چې مسلمان عربان له خپل اصلي چاپېریال څخه بهر لاړل او د فتوحاتو له لارې مختلفو هېوادونو ته ورسېدل او له داسې قومونو سره مخ شول چې د دوی په ژبه نه پوهېدل نو د دوی د حافظو ځواک کم شو او د لیک او ثبت اړتیا یې احساس کړه. په ځانګړي ډول د دویمې هجري پېړۍ په پای کې، مسلمانان اړ شول چې د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم احادیث، سیرت او حالات ثبت او منتقل کړي. د اسلامي تاریخ ثبت له همدې ځایه را پیل شو. خو سره له دې په پراخ ډول د اسلامي تاریخ لیکلو هغه وخت رواج وموند چې د فتح شویو سیمو خلک مسلمان شول او عربي ژبه‌یې زده کړه؛ ځکه چې د هغوی پخوانیو تمدنونو د تاریخ د درک او ذوق فضا ورته چمتو کړې وه. له همدې امله د ډیری لومړني اسلامي مؤرخان عجم وو خو عربي ژبه‌یې زده کړې وه (ماجد، عبدالمنعم، تاریخ الحضارة الإسلامیةفی العصور الوسطی، ص: 111-112، 1999م.، قاهره، مصر).
کولای شو ووایو چې د اسلام تاریخي مطالعات په پیل کې د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم پر سیرت، د هغوی پر جګړو، د اصحابو پر سوانحو، او حبشې او بیا مدینې ته د مسلمانانو د هجرتونو پر روایتونو ولاړ و. مکه مکرمه او مدینه منوره د دې تاریخي خوځښت دوه اساسي مرکزونه ګڼل کېدل.
د محدثینو په څېر تاریخ‌پوهانو پر شفاهي روایتونو تکیه لرله، له دې داسې څرګندیږي چې د اسلامي تاریخ‌لیکنې پیل د حدیثو د علم له میتود سره ورته و. تاریخي خبرونه له روایت کوونکو (سند یا اسنادو) پیلېدل او وروسته به د روایت متن (متن) ذکر کیده. له همدې امله د مغازي او سیرت کتابونه د تاریخ‌لیکنې تر ټولو پخواني آثار ګڼل کېږي. دا اثار د تاریخ او احادیثو ترکیب و. ددې کار اصلي انګیزه دا وه چې د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم خبرو او کړنو د مسلمانانو لپاره ډېر ارزښت درلود، ځکه چې دوی په خپل ژوند کې د هدایت او نمونې په توګه ورته اړتیا درلوده (ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: 356).
په دې ډول، د مسلمانانو تر منځ د تاریخ د ثبتولو دوه طریقې رامنځته شوې:
لومړۍ طریقه: د محدثینو طریقه وه، چې په نبوي سیرت کې ښه څرګنده ده او د روایتونو د سندونو په یادولو سره پېژندل کېده.
دویمه طریقه: د اخباریانو طریقه وه، ددوی تمرکز پر دې و چې د تاریخي پېښو بشپړ انځور وړاندې کړي، تفصیل یې بیان کړي، اشعار او خطبې را نقل کړي. د تاریخ‌لیکنې دا طریقه په کوفه کې رامنځته شوه.
وروسته د دواړو طریقو یو ترکیب منځ ته راغی، او نور مکاتب هم رامنځته شول، دا ترکیبي طریقه د جګړو، اسلامي فتوحاتو، او د نسبونو د څېړنې لپاره وقف شوې وه.
د مشهورو اخباریانو له ډلې یادولای شو له لاندې کسانو څخه یادونه وکړو:
  • حضرت ابان بن عثمان بن عفان؛
  • امام محمد بن شهاب زهري؛
  • امام ابن اسحاق؛
  • امام عوانه بن حکم کلبي؛
  • امام سیف بن عمر کوفي.
او همداراز امام مدائني چې له ټولو اخباریانو ډېر ممتاز ګڼل کېږي؛ ځکه چې نوموړي د نورو تاریخ‌لیکوونکو په پرتله په سندونو زیاته تکیه کوله او د روایتونو د ترتیب، ارزونې او نقد په برخه کې یې د محدثینو طریقه‌ کاروله (هماغه اثر).
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Previous Articleپه معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (څلورمه برخه)
Next Article د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (یو څلوېښتمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۶ او وروستۍ) 

سه شنبه _20 _جنوري _2026AH 20-1-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۵)

یکشنبه _18 _جنوري _2026AH 18-1-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)

چهارشنبه _14 _جنوري _2026AH 14-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

دینونه

شیطان‌ پرستي (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD3 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان‌ پرستي (برخه: ۲۹) د شيطان پرستۍ د خپرولو لارې چارې (دوام)…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD7 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶) د…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD5 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰) د الهي حکمت…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD4 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱) د هرې ناروغۍ لپاره درملنه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

شیطان‌ پرستي (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.