لیکوال: شکران احمدي
د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه
شپږدېرشمه برخه
د نفس ساتنه
د نفس ساتنه د شریعت د اړینو مقاصدو له جملې څخه ده، چې ګڼ شمېر الهي احکام د نفس د ساتنې د مقصد لپاره ځانګړې شوي دي.
په اسلام کې د نفس په ساتنه او د انسان د بدن له ګواښ څخه د ساتلو په اړه ټینګار شوی. په دې بحث کې هڅه کوو، چې د نفس ساتنې په ګټو، اهمیت او سلبي او ایجابي ابزارو باندې بحث وکړو او تر غور لاندې یې ونیسوو.
د نفس ساتنه د اسلامي شریعت د مقاصدو یو له تر ټولو مهمو مصالحو څخه دی، نو له همدې امله الله تعالی د تقویې لپاره ایجابي ابزار واجب ګرځولي او دې مقصد ته زیان اړونکي ابزار یې منعه کړې دي.د نفس ساتنې د مقصد او همداشان د دې اړوند ایجابي او سلبي ابزار پېژندل اړین مفاهیم دي او په دې څېړنه کې په دقت غور کوو.
الف: د نفس ساتنې اهمیت
الله تعالی انسان ته کرامت ورکړی او ملایکو ته یې د ده لپاره د سجدې امر وکړ او په ځمکې او اسمانونو کې یې شیان ورته مسخر کړې دي. انسان پر ځمکه د خدای تعالی د خلیفه په حیث دنده لري، چې د طبیعت اسرار وپېژني، خپل استعداد څخه کمال ته د رسېدو لپاره استفاده وکړي او همداشان د خپلې مادي او روحي ارتقاء لپاره کار وکړي. دې موخو ته رسېدل، له انساني کاملو حقوقو او شرايطو تضمینېدو پرته امکان نه لري.
هغه لومړني حقوق چې اسلام د انسان لپاره تضمین کړي دي، په لاندې ډول دي؛
-
د ژوند حق
-
د ملکیت حق
-
د ناموس ساتنې حق
-
د ازادۍ او حریت حق
-
د مساوات او برابرۍ حق
-
د زده کړې حق