Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»کمونیزم»د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (پنځلسمه برخه)
کمونیزم دوشنبه _21 _جولای _2025AH 21-7-2025AD

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (پنځلسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مهاجر عزیزي

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه

پنځلسمه برخه

په تېر یاداښت کې مو د کمونیزم تر سیوري لاندې او حتٰی د نړیوال اقتصاد په اړه لنډ معلومات وړاندې کړي وه، د موضوع د پیل او مقایسې  په توګه مو د اسلام د اقتصادي نظام په اړه هم یو څه عمومي او لنډ توضیحات ورکړي وه، اوس په دې لړ کې غواړو چې د اسلامي اقتصاد مختلف اړخونه او بنسټیز جوړښت په تفصیل او پراخه توګه وڅېړو، ترڅو د دې نظام هویت لوستونکو ته پوره څرګند شي او د نورو اقتصادي نظامونو په پرتله یې غوره او ځانګړی اثر یې ومني.
په اسلام کې د اقتصادي نظام مخینه
د اسلام له راتګ مخکې د عربستان په نیمه وچه کې د ځانګړو جغرافیايي شرایطو له امله واحد مرکزي دولت شتون نه درلود او یوازې شمالي او جنوبي برخې یې د تجارتي لارو له امله پراختیا موندلې وه. خو د اسلام تر راتګ وروسته چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم دولت رامنځته کړ او د ژوند هرې برخې ته یې اصول وټاکل نو له هماغه وخته د اسلام اقتصادي نظام پر پښو ودرېد او د یوه واحد طرزالعمل بڼه یې خپله کړه.
دېته په پام سره چې دا نظام ګڼ شمېر برخې او بنسټونه لري، د دې لړۍ لیکنې هڅه کوي؛ دغه نظام ـ چې د اسلامي حکومت د مهمو بنسټونو او اصلي برخو څخه ګڼل شوی، له تحلیلي او تاریخي نظره وڅېړي او روښانه یې کړي.
دا چې د “اقتصادي نظام” تعریف وړاندې کړو، باید لومړی د “نظام” او بیا د “اقتصاد” مانا روښانه شي.
نظام یوه منسجمه مجموعه ده چې له یو شمېر عناصرو جوړه شوې وي، د دغو عناصرو ترمنځ یو ډول اړیکه وي یا لږ تر لږه د اړیکې جوړېدو وړتیا ولري او دا مجموعه یو ځانګړی هدف او موخه ولري.
د اقتصاد تعریف
د اقتصاد په اړه ګڼ شمېر تعریفونه شوې، چې راتلونکي تعریفونه یې نسبتا مشهوره او مروج دي.
لومړۍ تعریف؛ اقتصاد د هغو تدابیري مواردو مجموعه ده، چې د نامحدوده انساني اړتیاوو او لازمو خو محدودو وسایلو ترمنځ همغږي ایجادوي.
اقتصاد په یوه بله معنا داسې تعریف شوی؛ د ځانګړو یا مشخصو وسایلو له لارې یوې ځانګړې موخې ته رسېدل او یاهم تر ټولو ډېرې ګټې ته په حداقل وسایلو رسېدل دي. بل تعبیر بیا دا دی چې اقتصاد د انسان ځانګړی عمل دی چې پکې غوښتنه، ارزښت‌موندنه او د تولید انتخاب، وېش او مصرف سره تړلي وي، څو انسان  نهايي زیاتې لاسته راوړنې ولري.
اوس که د “نظام” او “اقتصاد” له وړاندې شویو تعریفونو سره یو ځای فکر وکړو، نو اقتصادي نظام داسې تعریفېدلی شي:
«اقتصادي نظام یوه منظمه، سنجول شوې مجموعه ده چې بېلابېل عناصر پکې سره تړلي وي او موخه یې دا وي چې د تولید، وېش او مصرف په برخه کې د ارزښت‌يابي او انتخاب له لارې تر ټولو لوړه پایله او بریا تر لاسه کړي.»
یو بل تعریف بیا اقتصادي نظام داسې راپېژني: دا د یوه هېواد د صنایعو او سوداګریزو چارو د سمبالښت طریقه ده، چې پکې د تولیدي وسایلو د مالکیت بڼه او څرنګوالی خورا بنسټیز اهمیت لري.
د اسلامي اقتصاد تعریف
اسلامي اقتصاد هم علماؤ او متفکرانو په بېلابیلو بڼو تعریف کړی دی، چې ځینې یې په لاندې ډول دي؛
دکتور محمد عبدالله العربي اسلامي اقتصاد داسې تعریف کړی دی؛
«الإقتصاد الإسلامى هو مجموعة الأصول العامة التى نستخرجها من القرآن والسنة النبوية، والبناء الإقتصادى الذى نقيمه على أساس تلك الأصول بحسب كل بيئة وكل عصر»
اسلامي اقتصاد د هغو عمومي اصولو ټولکه ده، چې موږ یې له قران او احادیثو څخه را استخراجوو او داسې اقتصادي نظام دی، چې د هرې ټونلې او عصر مطآبق یې د اصولو په رڼا کې تأسس کوو. [1]
پورته تعریف ته په کتو، لاندې اساسي نکتې موندلای شو؛
الف: د اسلامي اقتصاد یوه برخه د یو لړ کلي یا عمومي اصولو لړۍ ده، چې د (الاصول) پر لفظ ورته اشاره شوې. د دې اصولو ځانګړنه عاموالی دی، یعنې دا ټولیز اصول دي او جزیاتو ته پکې اشاره نشته.
که نوره هم خبره دقیقه کړو، نو دې برخې د اسلامي اقتصاد مکتب او مذهب ویل کیږي او په اصل کې د اسلامي اقتصاد چوکاټ جوړوي، چې په راتلونکو مباحثو کې به یې نوره شرحه هم وکړو.
ب: د اسلامي اقتصاد دوهمه برخه اقتصادي نظام دی، چې د اقتصادي بنسټ په حیث ترې تعبیر شوی او د ( والبناء الاقتصادي) جمله همدې ته اشاره کوي.
که چېرته د اسلامي اقتصاد دې برخې ته پام وکړو، نو پوهیږو چې د اسلام اقتصادي برخه د یوې ټولنې د ورځینو اقتصادي فعالیتونو سره تړلې ده او ویلای شو، چې دا برخه ثابته نه، بلکې بدلون منونکې ده او د هرې ټولنې له وضعیت او غوښتنې سره بدلون کولای شي او دا زمینه یې برابره کړې، چې اسلامي پوهان او متفکرین پکې اجتهاد وکړي.
د دې بدلون مننې اصلي ځانګړنه دا ده، چې د هر وخت او ټولنې له غوښتنو سره سم بدلون کوي، تر څو د ټولنې خاص ګټې په کامل ډول محققې کړي.
داکټر محمد شوقي الفنجري مصري بیا اسلامي اقتصاد داسې تعریف کړی دی؛
“هو ما يوجه النشاط الإقتصادى و ينظمه وفقاً لأصول الإسلام و سياسته الإقتصادية”  اسلامي اقتصاد د هغو مفاهیمو او اصولو ټولګه ده، چې اقتصادي فعالیتونه د اسلامي اصولولو او اقتصادي سیاستونو پر بنسټ توجیه، تنظیم او رهبري کوي.»[2]
په دې تعریف کې هم د اسلامي اقتصادي اصولو او سیاستونو ته پام شوی او له اصلي تعریف سره سمون لري، په دې برخه کې نور تعریفونه هم شته، خو دلته ترې صرف نظر کېږو.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

 

[1] محمود الخطیب: مبادئ الاقتصاد الإسلامی

[2] محمود الخطیب: مبادئ الاقتصاد الإسلامي

Previous Articleد شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (شپږدېرشمه برخه)
Next Article په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (دوهمه برخه)

اړوند منځپانګې

اومانیزم

هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD
نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۸)

پنجشنبه _18 _دسمبر _2025AH 18-12-2025AD
نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین ‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۷)

چهارشنبه _17 _دسمبر _2025AH 17-12-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD7 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶) د «یحرم من الرضاعة ما…

نور یی ولوله
دینونه

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD5 Views

لیکوال: ابوعائشه شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶) سریزه لکه څنګه مو چې په تېرو برخو…

نور یی ولوله
اسلام

د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۴)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD3 Views

لیکوال: خالد یاغي ‌زهي د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۴) د یلدا…

نور یی ولوله
اومانیزم

هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD6 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌ زهي هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶) له انسان سره د دین…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.