Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي تمدن»د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته دېرشمه برخه)
اسلامي تمدن شنبه _19 _جولای _2025AH 19-7-2025AD

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته دېرشمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابورائف

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول

اته دېرشمه برخه

د ځمک‌پوهنې علم په برخه کې د مسلمانانو رول
د قرآن کریم په ګڼو آیاتونو کې په روښانه توګه د ځمکې د طبقو علم (جیولوجي) ته اشاره شوې ده. د هغو له ډلې د الله تعالی خبره: [اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ اَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً ۚ فَاَخْرَجْنَا بِهٖ ثَمَرٰتٍ مُّخْتَلِفًا اَلْوَانُهَا ؕ وَمِنَ الْجِبَالِ جُدَدٌ بِیْضٌ وَّحُمْرٌ مُّخْتَلِفٌ اَلْوَانُهَا وَغَرَابِیْبُ سُوْدٌ][1]
«آيا نه وينې چې الله له آسمانه اوبه راتويې كړې دي چې بيا مو په هغو سره (ډېرې) مېوې را اېستې چې بېل بېل رنګونه يې دي، او له غرونو څخه هم ځينې لارې (يا ټوټې) دي، سپينې او سرې د بېلو بېلو رنګونو والا او څه تكې تورې».
همداراز په بل ځای کې د الله تعالی خبره: [وَلَقَدْ مَكَّنّٰكُمْ فِی الْاَرْضِ وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِیْهَا مَعَایِشَ ؕ قَلِیْلًا مَّا تَشْكُرُوْنَ][2]
« او یقینًا یقینًا مونږ تاسو ته په ځمكه كې قدرت دركړى دى او تاسو لپاره مو په هغې كې د ژوند اسباب پیدا كړي دي،(خو) تاسو بېخي ډېر لږ شكر وباسئ».
او نور آیاتونه چې د دا ډول علومو په اړه یې خبرې کړې دي،  او مسلمانان یې پراخې مطالعې او ارزونې ته هڅولي دي.
له شک پرته پخواني انسانان تر یوه بریده له کانونو سره بلد وو، که څه هم دا بلدتیا ابتدايي او لومړنۍ وه. په ورته حال کې د یونان پوهانو لکه ارسطو (۳۸۳ـــــــــ۳۲۲ زېږدیز) نړۍ په دوو اصلي برخو وېشلې وه: ځمکه چې له څلورو عناصرو (اوبه، اور، هوا او خاورې) څخه تشکیلېږي او اسمان چې له اثیر څخه جوړ شوی دی. د ارسطو نظریات د اسلام تر راتګ پورې دود و، چې تر هغه وروسته اسلام خرافاتو، جادو او افسانو ته د پای ټکی کېښود.[3]
مسلمانانو تر هغه وروسته په تفکر، د حقیقت په استنتاج او لټون پیل وکړ او په دې برخه کې زیاترو مسلمانو علماوو لکه «ابن سیده» د یونلیکونو کتابونه، په جواهراتو پورې اړوند کتابونه او همداراز نور آثار وارزول. د هغو له ډلې ځينې کتابونه لکه «صفة جزیرة العرب» د همداني اثر، بیا لویو پوهانو لکه کِنْدي، رازي، فارابي، مسعودي، اخوان‌الصفا، مقدسي، بیروني، ابن‌سینا، ادریسي، یاقوت حموي، قزویني او نورو په دې برخه کې پراخې څېړنې وکړې.
دې پوهانو د زلزلو او د هغو د پېښېدو د لاملونو په اړه ګڼ نظرونه وړاندې کړل. همداراز یې د کانونو او ډبرو په اړه څېړنې وکړې او د رسوبي ډبرو، د هغو د راتلونکو بدلونو او تحولاتو په اړه یې پرلپسې لیکنې وکړې. همداراز یې د ډبرو د شهاب په اړه مطالعه وکړه، د هغوی طبیعت او اصل یې وارزاوه او په دوو ډولونو (ډبرين او اهکي) یې ووېشه. د ډبرو د شهاب تر ټولو مهم ډول د جواهرسي (حبیبي) ډبرو شهاب و. همداراز دې پوهانو د ځمکې د داخلي تودوخې د زیاتوالي په اړه بحث کړی او د غرونو د رامنځته کېدو لکه د انکساري او تاوي (الیتوايي) غرونو په اړه یې خبرې کړي دي او په غرونو او کانالونو کې یې د سولېدنې د عواملو اغېز ارزولی دی.[4]
همداراز مسلمانو پوهانو د طبیعي او تاریخي جیولوجي په اړه ارزښتناک مطالعات ترسره کړل، چې دا مطالعات ښيي په طبیعت کې د اوبو بشپړ انځور هغه دی چې مسلمانو پوهانو یې په خپلو اثارو کې ځانګړنې بیان کړې دي. د کانالونو د تشکیل په اړه د هغوی نظرونه بشپړ علمي او دقیق دي او په روښانه توګه د ابن سینا د«النجاة» په «رسائل اخوان الصفا» او د قزویني په «عجائب المخلوقات» کې لیدلی شو. همدارنګه د «بلورپوهنې» علم له پیله د بیروني په وسیله د «الجماهر في معرفة الجواهر» کې معرفي شو او بیا د قزویني په وسیله په «العجائب» کتاب کې پراختیا ورکړل شوه. تر هغو وړاندې هیچا په دې برخو کې د دې دقتونو په اړه بحث نه و کړی.[5]
مسلمانو پوهانو همداراز د هغه څه په اړه بحث وکړ چې د «ځمکې د نفتو علم» یې نومولی شو، چې د تطبیقي بیولوژي څانګه ده. هغوی دوه ډوله نفت له یو بل څخه جلا کړل او ګټه یې ترې واخیسته. د نفتو د لټون او کشف په اړه یې بحث وکړ او د نامستقیمو کشفیاتو لپاره یې ماډلونه وړاندې کړل. ګڼ شمېر لومړنیو مسلمانانو د ځمکې د شکل، د وچې او سمندر د وېش او د ځمکې د سطحې د ځانګړنو په اړه بحث وکړ. همداراز هغوی هغه عوامل وارزول چې د دې ځانګړنو د رامنځته کېدو لامل کېږي لکه کانالونه، سیندونه،  سمندري بادونه او توپانونه.
په ورته حال کې یې هغه عوامل هم مطالعه کړل چې د ځمکې د کرې په دننه کې د هغه پر پوړ اغېز کوي، لکه اتشفشانونه، زلزلې او ځمک‌لړزې. همداراز یې د وچې او سمندر ترمنځ د ځایونو تبادله، هغه وخت چې په دې تبادله کې لګول کېږي، له ځوانۍ څخه زړښت ته د سیندونو د تکامل بهیر او بیا د هغو مړینه هم وارزوله.[6]
د یادونې وړ ده چې جیولوجي په اسلامي نړۍ کې له هغو نورو علومو سره نږدې اړیکه لرله چې د هغې له ودې سره یې مرسته کوله. دا د هغه وخت د پوهانو د کار طریقه وه؛ ځکه دقیق تخصص موجود نه و او پرځای یې جامع او پراخه پوهه په لاس کې وه. په همدې دلیل، د جیولوجي او ځمکپوهنې په برخه کې د مسلمانو پوهانو آثار په زیاترو مجلو کې په بېلابېلو او پاشلو عنوانونو خپاره شوي دي. د مثال په توګه ابن سینا د خپل «الشفاء» کتاب په «المعادن والآثار العلویة» رساله کې کانونه او مټیورولوژي مطالعه کړې ده او «امام نویري» په «نهایة الارب» کتاب کې جیولوژي له مټیورولوژي سره ارزولې ده. مسعودي هم په «مروج الذهب» کې له جغرافیايي موضوعاتو سره جیولوژیکي مسایل ارزولي دي.[7]
زلزلې
د زلزلو طبیعت د انسانانو ذهنونه له پخوا زمانو راهیسې بوخت ساتلي و. د لرغوني یونان ځینو فیلسوفانو د ځمکې لړزې پټو بادونه ته نسبت ورکړې دي، په داسې حال کې چې ځینو نورو تر ځمکې لاندې اورونو ته نسبت ورکړي دي. د زلزلو د پېښېدو د لاملونو لومړنی علمي توصیف د مسلمانو پوهانو په وسیله په څلورمه هجري (لسمه زېږدیزه) پېړۍ کې ترسره شو. مسلمانو پوهانو زلزلې، د هغو د پېښېدو د نېټې ثبت، د پېښېدو ځایونه، ډولونه، تخریبونه، شدت، د هغې له امله د ډبرو حرکتونه، زیانونه او ګټې مطالعه کړې. ځینو یې هڅه وکړه چې خطرونه یې راکم کړي. د دې موضوع په اړه د ابن سینا په آثارو د «الشفاء» د موسوعه «المعادن والآثار العلویة» اړوند برخه، «اخوان الصفا» په «رسایل» او قزویني په «عجائب المخلوقات» او «غرایب الموجودات» کې بحث شوی دی او دې ټولو پوهانو په دې برخه کې خپل نظرونه وړاندې کړي دي.
د بېلګې په توګه، ابن سینا د زلزلو په توصیف، د هغو د پېښېدو د لاملونو او ډولونو په اړه وايي: «زلزله هغه حرکت دی چې د ځمکې په یوه برخه کې واقع کېږي، د هغه شي له امله چې تر ځمکې لاندې واقع وي. له شک پرته دا عامل د دې سبب کېږي چې د ځمکې دا برخه حرکت وکړي او بیا پورتنۍ برخه په حرکت راولي. هغه جسم چې تر ځمکې لاندې حرکت کولی شي یا د باد په څېر له ډېر فشار سره بخار یا لوګی دی یا مایع روان جسم دی یا هوايي جسم یا اوریز جسم یا د ځمکې له جنسه جسم دی. ځمکنی جسم یوازې هغه وخت حرکت کوي چې د هغه لپاره ورته علت رامنځته کېږي. پر دې اساس لومړنی عامل همغه جسم دی چې د زلزلې لامل کېږي. که هوايي جسم ــــــــــ که له اور څخه جوړ شوی جسم وي یا له اور پرته، باید د حرکت د منبع په توګه تر ځمکې لاندې وي، چې په زیاترو مواردو کې د ځمکې د خوځېدو لامل کېږي.»[8]
إخوان الصفا زلزلې هغو ګازونو ته نسبت ورکوي چې د ځمکې د داخلي تودوخې د زیاتوالي له امله رامنځته کېږي. دا ګازونه له سوریو راوځي که ځمکه په هغې برخه کې سسته وي. که ځمکه درز شي، دا ګازونه راوځي او ځای یې ټېټېږي او د لړزې او زلزلې غږ اورېدل کېږي.[9]
دوام لري…
مخکنۍ برخه | ورستۍ برخه

 

[1] ـ فاطر: ۲۷.

[2] ـ اعراف: ۱۰.

[3] . روائع الحضارة العربیة الإسلامیة فی العلوم: 291مخ.

[4]. ماذا قدم المسلمون للعالم؟: 316مخ.

[5]. همغه منبع.

[6]. روائع الحضارة العربیة الإسلامیة: 291مخ.

[7] . ماذا قدم المسلمون للعالم؟: 317مخ.

[8] . تطور الفکر العلمی عند المسلمین: 264مخ.

[9] . ماذا قدم المسلمون للعالم؟: 317مخ.

Previous Articleقرآن؛ تلپاتې معجزه (نهمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اووه‌ دېرشمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (شپږدېرشمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پینځه دېرشمه برخه)

چهارشنبه _16 _جولای _2025AH 16-7-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته دېرشمه برخه)

شنبه _19 _جولای _2025AH 19-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول اته دېرشمه برخه…

نور یی ولوله
Blog

قرآن؛ تلپاتې معجزه (نهمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD0 Views

لیکوال: دکتور نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه نهمه برخه په بیاني اړخ کې د قرانکریم…

نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (پنځه دېرشمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD0 Views

لیکوال شکران احمدي د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه پنځه دېرشمه برخه د دین…

نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (اته دېرشمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD1 Views

لیکوال: ابوعایشه نشنلیزم اته دېرشمه برخه ۲. سیاسي نشنلیزم له سیاسي نشنلیزم موخه دا ده…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته دېرشمه برخه)

شنبه _19 _جولای _2025AH 19-7-2025AD

قرآن؛ تلپاتې معجزه (نهمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.