Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»کمونیزم»د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (دیارلسمه برخه)
کمونیزم شنبه _12 _جولای _2025AH 12-7-2025AD

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (دیارلسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: مهاجر عزیزي

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه

دیارلسمه برخه

د کمونېزم پر باورونو او اعتقاداتو باندې رد

  1. حقیقي لید

په دې (اسلامي) نظام کې ټول مسایل د حقیقي لید او سم تحلیل پر اساس طراحي شوې دي، یعنې د افرادو مادي ګټې او د ټولنې معنوي مصالح یو له بل سره په ښکلي انداز کې تړل شوې او بې ځایه خیالي نړۍ پنځونه نه ده، چې ترلاسه کول یې ناممکنه وي.

ځکه کله چې اسلام د خپلو اصولو د پلي کېدو مناسب شرایط ترلاسه کړي، نو په عملي ډول یې ډېر مثبت او روڼ آثار پرېښي دي. د دې ښکاره بېلګه د اسلام لومړۍ دوره ده، چې د انسان د تاریخ یو تلپاتی او ځلانده پړاو ګڼل کېږي.

  1. عبادتي نظام

په اسلام کې نیکې کړنې یوازې د الله تعالی د امر په اطاعت کې  ترسره کیږي او موخه یې یوازې د الله تعالی رضا ده.

«إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لا نُرِيدُ مِنْكُمْ جَزَاءً وَلا شُكُورًا»[1]

(او هغو ته وايي چې) موږ تاسو ته یوازي د الله په خاطر خواړه دركوو. موږ ستاسو څخه نه څه بدله غواړو، نه مننه؛

په دې کې مادي انګېزه نشته، بلکه ټوله موخه یې د رب تعالی فضل دی، اسلام عبادت یوازې په دینو شعایرو کې نه دی خلاصه کړی، بلکې ټول ژوند باید د الهي شریعت تابع وي؛

” قُلۡ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحۡيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ –  لَا شَرِيكَ لَهُۥۖ وَبِذَٰلِكَ أُمِرۡتُ وَأَنَا۠ أَوَّلُ ٱلۡمُسۡلِمِينَ [2]” ووايه: زما لمونځ، زما د عبادت ټول مراسم، زما ژوند او زما مرګ، هر څه د کائیناتو د پالونکي الله (ج) له پاره دي؛ – چې د هغه هیڅوك شريك نشته، د هماغه امر ما ته شوی دى او تر ټولو لومړی د اطاعت سر ټيټوونكى زه يم.

د ژوند په هر نظام او هر ډول کاري چاپیریال کې د پام د رب تعالی لوري ته ځي، نو په همدې اساس هر ټولنیز خدمت او نیک عمل د خدای تعالی عبادت ګڼل کیږي.

په داسې یوې خوښي بښونکي ټولنیزې فضا کې هر انسان د ثواب خوند درک کوي او هر مخلص انسان یې لټه کوي او هر مومن پکې د خوښۍ احساس کوي.

په دې ډول چاپېریال کې د دنیا له محدودې څخه پراخې موخې وي، انسان د آخرت د ثواب په  لټه کې وي؛ ځکه آخرت غوره دی او پایښت لري. د الله خالصانه عبادت د انسان ټولنیزو چارو ته داسې روحانیت او مانا ورکوي، چې له اسلام پرته په بل هېڅ دین یا نظام کې  نشي موندل کېدای.

په سرمایه‌داره نظام کې د خیر ښیګڼې او نیکۍ لپاره ځای نشته؛  هلته پرته له دې چې د نورو خلکو  عکس العمل ته توجه وشي، فرد خپلو کړنو ته دوام ورکوي، خو د اسلام په ټولنیز نظام کې موخې لوړې دي او یوازې د دنیا د اجر او بدلې تر کچې نه محدودېږي؛ ځکه نیک عمله انسان تر هغو لوړې هیلې لري، چې انسانان یې پوره کولای شي؛ د الله رضا او د هغه جنت ته تمه لري. نو وګوره چې موخې څومره لوړي دي او نیتونه چې الله ته متوجې وي، څومره ارزښتناک او سپېڅلي دي!

دا هماغه ستر هدف دی چې الله تعالی د ژوند نهايي موخه ټاکلې؛ دا عبادت دی، چې د دنیايي سکون هر اړخیز مفهوم پوره کوي —د روح په دنیا کې سکون او همداشان د دین په ثبات، د مال په خوندیتوب، د عقل په روڼتیا، د عزت په ساتنه، او په هر هغه څه کې چې د ټولنې او ژوند پر بهیر اغېز لري سکون.

  1. منځ لاري او اعتدال

د اسلامي نظام یوه بله ځانګړنه ټولنیزه منځ لاري یا اعتدال دی. په اسلامي قانون جوړونه کې، چې له شک پرته د انسان د عقل او فطرت سره هم همغږي دي، د مادي او معنوي ژوند ترمنځ لازم اعتدال مراعات شوی دی. د دې ترڅنګ چې د دې نړۍ د نیکمرغۍ ډاډ ورکوي د اخرت خوښي هم تضمینوي.

  1. پراخ‌لیدلوری

اسلام د انسان د ټولنیز ژوند په ټولو برخو کې بشپړ توازن او تناسب رامنځته کړی دی. دا الهي نظام پراخ، ټولګډونه او د ټولو انسانانو د ګټې وړ دی، که څه هم په لومړي نظر کې ښايي داسې وبرېښي چې د اسلام د ټولنیز ژوند نظام یوازې د مسلمانانو لپاره ځانګړی دی؛ خو که موضوع ته له یوه عمومي لید لوري وکتل شي، نو ویلای شو چې اسلام د ټولنیزو اړیکو بنسټي معیار «د الله لپاره محبت او د الله لپاره دښمني» ګڼي.
په دې توګه، د ټولنیزو اړیکو په چاپېریال کې یو ډول طبقه‌بندي رامنځته کېږي؛ یعنې څومره چې یو انسان الله ته نږدې وي، همغومره ورسره ټولنیزه اړیکه ژوره او عاطفي پیوستون پیاوړی وي؛ ځکه دا د لوړې درجې اړیکې د ژورو عاطفي رېښو او روحاني پیوندونو پر بنسټ ولاړې وي.
قرآن کریم هم پر همدې ټکی ټینګار کوي، چې فرمایي: «المؤمنون و المؤمنات بعضهم اولیاء بعض»[3]  «مؤمنان نارینه او مؤمنانې ښځینه یو د بل دوستان (ملاتړي) دي.»

البته له دې بهر د ټولنیزو اړیکو نورې بڼې او مرحلې نه دي رد شوي، بلکې اسلامي نظام د ادب، درناوي او د انسان‌پالنې په څېر ډېرې دیني ښوونې هم رانغاړي، کومې چې له نورو انسانانو سره د ښې رویې، مهربانۍ او ټولنیز مسؤلیت احساس ته وده ورکوي.

  1. د داخلي او بهرني ضمانت درلودل

په اسلام کې د ټولنیز ژوند لپاره دیني لارښوونې شته، چې باید هر مسلمان یې مراعات کړي، دا ارکان او اصول د فقهي دستوراتو تر عنوان لاندې د اړینو (واجبو)، مستحبو، حرامو (مؤکده نهې) او مکروه حکومونو په بڼو بیان شوې دي، تر څو یې مسلمان د مراعاتو لپاره اړینه انګېزه ولري.

په دیني لارښوونو کې یې ټولنیزې ګټورې اغېزمنتیاوې او همداشان اخروي بدله بیان شوې تر څو یې افراد ترسره کولو ته تشویق شي او همداشان یې د نه ترسره کولو په صورت کې د اخروي مجازاتو خبر ورکړی، چې افراد ترې منعه کړي.

په دې نظام کې د ضمانت یوه بله اجرايي بڼه دا ده، چې له اخلاقي او فردي حالتونو څخه یې وضعیت لوړ شوی او حقوقي بڼه یې موندلې. لکه؛ د زنا تهمت، چې په وړاندې یې د درو سزا ټاکل شوې ده.

دا د ټولنیز نظام په اړه د اسلامي نظام عمومي ځانګړنې وي، چې په لنډ او جامع ډول بیان شوې، د دې ځانګړونو په بررسي سره یوه عاقل فرد دې پایلو ته رسیږي چې؛ د دې نظام ټول حقوق د انسان د مصالحو لپاره په نظر کې نیول شوي او هېڅ یو قانون یې هم د یوې ډلې ځواکمونو افرادو لپاره نه دي، چې له کمزور څخه یې حقونه سلب کړي، بلکې هر چا ته یې د هغه د ښې رویې چې له خپلو نورو انسانانو سره یې کوي، په تناسب لوړتیا ورکړې او لا لوړو درجو ته یې ورته د رسېدو لاره پرانیستې ده.

انسان دا اختیار ورکړل شوی، چې له دوو لارو؛ ښې او بدې څخه یوه و ټاکي او په مقابل کې یې نیک بدله ترلاسه او یا مجازاتو ته ځان برابر کړي. په حقیقت کې د ټولنې قوانین او واکمن نظام هېڅکله داسې څه پر انسان نه تپي، چې پخپله یې په کې هېڅ رول نه وي لوبولی.

دوام لري…

مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

[1]. إنسان: ۹.

[2] د الانعام سورت – ۱۶۲ – ۱۶۳ ایتونه

[3]. توبه: ۷۱.

Previous Articleد علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (یودېرشمه برخه)
Next Article د ابوحامد امام محمد غزالي رحمة‌الله عليه ژوندلیک (دېرشمه برخه)

اړوند منځپانګې

نشنلیزم

نشنلیزم (اته دېرشمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD
نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (اووه‌دېرشمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD
نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (شپږ دېرشمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته دېرشمه برخه)

شنبه _19 _جولای _2025AH 19-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول اته دېرشمه برخه…

نور یی ولوله
Blog

قرآن؛ تلپاتې معجزه (نهمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD0 Views

لیکوال: دکتور نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه نهمه برخه په بیاني اړخ کې د قرانکریم…

نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (پنځه دېرشمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD0 Views

لیکوال شکران احمدي د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه پنځه دېرشمه برخه د دین…

نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (اته دېرشمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD1 Views

لیکوال: ابوعایشه نشنلیزم اته دېرشمه برخه ۲. سیاسي نشنلیزم له سیاسي نشنلیزم موخه دا ده…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته دېرشمه برخه)

شنبه _19 _جولای _2025AH 19-7-2025AD

قرآن؛ تلپاتې معجزه (نهمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.