
لیکوال: مفتي نورمحمد محبي
قرآن؛ تلپاتې معجزه
پنځمه برخه
د قراني اعجاز ډولونه
قرآن کریم نه یوازې د انسانانو د هدایت لپاره یو الهي کتاب دی، بلکې د بشر د تاریخ له تر ټولو سترو معجزو څخه هم شمېرل کېږي. له نازلېدلو وروسته یې بیا تر ننه، متفکرانو، متکلمانو، ادیبانو او د بېلابېلو علومو پوهانو د قرآن پر بېلابېلو اعجازي اړخونو غور کړی دی. د قرآن له حیرانوونکو ځانګړتیاوو څخه یوه دا ده، چې د اعجاز ډولونه یې ډېر او مختلف دي؛ داسې چې په هر پېر کې یې د اعجاز یوه ځانګړې بڼه راڅرګندېږي او په وروستیو دورو کې لا ډېر اعجازونه کشف او پېژندل شوې دي.
دلته به یوازې د ډېرو مشهورو اعجازونو له ډلې د څلوېښتو هغو لیست راوړو، چې د هر یوه شرحه به یې په راتلونکو څپرکیو کې وشي. ان شاء الله
-
بیاني اعجاز بل(اغت، فصاحت او بې مثاله سبک)
-
لفظي اعجاز (د کلماتو ځانګړی ترتیب او موزون نظم)
-
نحوي اعجاز (د عربي ژبې ځانګړی ترکیب او خاصه ځانګړنه)
-
ادبي اعجاز ( استعارې، تشبیهې او سجعې)
-
علمي اعجاز ( د عصر له طبیعي او حیاتي علومو سره یې توافق)
-
عددي اعجاز ( په کلماتو، ایاتونو او مفاهیمو کې ریاضیکي نظم)
-
تاریخي اعجاز ( د تېرو نبیانو او قومونو د تاریخ په بیان کې دقت)
-
غیبي اعجاز ( د راتلونکي پېښو وړاندوېینه، چې محققې شوې)
-
تشریعي اعجاز (د فرد او ټولنې لپاره جامع او عادلانه قوانین)
-
رواني اعجاز (د انسان په زړه او روان ژور تاثیر)
-
تربیتي اعجاز ( د اخلاقو سمون او د نفس تزکیه)
-
فلسفي اعجاز (د هستۍ د مهمو پوښتنو ځوابونه)
-
کلامي اعجاز (د الهي صفاتو او افعالو دقیق بیان)
-
عرفاني اعجاز (د توحیدي او شهودي معرفت انعکاس)
-
معنوي اعجاز (د زړونو هدایت، آرامتیا او بصیرت)
-
جوړښتیز اعجاز (د سورتونو او آیتونو منسجم جوړښت)
-
تصویري اعجاز (په ژبه باندې د صحنو ژوندي انځورونه ورکول)
-
صوتي یا غږیز اعجاز (خوندور غږ، نغمه او د تلاوت تاثیر)
-
ژبنیز اعجاز (ژور معنايي ځواک او څو اړخیزه استعمال)
-
د ننګونې اعجاز (ادبي مقابلې ته بلنه او د بشر ناتواني)
-
اخلاقي اعجاز (د غوره اخلاقو اصولو وړاندې کول)
-
ټولنیز اعجاز (د ټولنیز نظم او عدالت بنسټونه)
-
اقتصادي اعجاز (عادلانه او متوازن مالي احکام)
-
سیاسي اعجاز (د عادلانه حکومتدارۍ اصول)
-
طبي اعجاز (د ژوند او صحت حقایقو ته اشارې)
-
چاپېریالي اعجاز (طبیعي تعادل ته دعوت او ساتنه)
-
روان پوهنیز اعجاز (د انسان د نفس ژوره پېژندنه)
-
ماوراء الطبیعت اعجاز (د غیبي نړۍ – روح او برزخ بیان او توضیح)
-
اسمي اعجاز (د الهي نومونو نظم او موخیزه کارونه)
-
زماني اعجاز (د هرې زمانې لپاره تازه او ژور پیغام)
-
فرهنګي اعجاز (د ناسمو دودونو اصلاح او بدلون)
-
تمدني اعجاز (پر توحید د نوي تمدن بنسټ اېښودنه)
-
په مقطعاتو کې اعجاز (رمزي حروف او پټ اسرار)
-
د ایاتونو د هدفمند تکرار اعجاز (تاکید، تربیه او ژورتیا)
-
د خطابونو اعجاز (مختلفو ډلو ته ځانګړی خطاب)
-
د نزول او تدوین اعجاز (دوه بېل نظمونه له ځانګړو هدفونو سره)
-
د پیغمبرانو د معجزو روایت (د تاثیر او عبرت لپاره ځانګړی بیان)
-
فلکي اعجاز (د آسماني حرکتونو او ستوریز نظم بیان)
-
ځمکپېژنیز اعجاز (د غرونو، طبقو او زلزلو یادونه)
-
ژوند پوهنیز اعجاز (د نباتاتو، حیواناتو، وده او د القاح بیان)
دوام لري…