لیکوال: مهاجر عزیزي
سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه
لسمه برخه
-
دسم ګرنت
دسم ګرنت د سیک مذهب دوهم سپېڅلی کتاب دی، چې د مقام له اړخه له ګورو ادي ګرانت وروسته مقام لري، که څه هم دا کتاب د سیکانو له سپېڅلو متونو څخه شمېرل کیږي، خو کله نا کله ترې استفاده کیږي او مقام یې له ادي ګرانت کتاب څخه ډېر ټيټ دی. په دې کتاب کې د لسم ګورو (ګوبیند سینګ) نغمې او په ورته ډول د څو تنو نورو شاعرانو او نغمو ویونکو نغمې راغلې دي.
ویل کیږي دا کتاب د ګورو ګوبیند سینګ تر مړینې ۲۶ کاله وروسته په ۱۷۳۴ م. کال کې د – بای مني سینګ – له لوري راټول شو، چې ۱۴۲۸ مخونو کې تر ۲۰۰۰ قطعو ډېر بیتونه لري او په ۱۲ برخو وېشل شوی. دا کتاب په بېلابېلو ژبو لکه؛ پنجابي، سنسکریت او هندي باندې لیکل شوی او لیکبڼه یا رسم الخط یې – ګورموکي – دی[1].
د سیکانو عبادت
د نورو دینونو په شان سیکان هم خپل ځانګړي عبادتونه او نمانځنې لري، چې په د دې متن په دوام کې یې تر څېړنې لاندې نیسو.
د سیک مذهب پیروان خپل عبادتونه او نمانځنې په ځانګړې ترتیب سره ترسره کوي، چې مختلفې مرحلې او بڼې لري، د شته متونونو پر اساس د دوی د عبادت بڼه په لاندې ډول شرحه کوو.
-
په ورځني ډول د سپېڅلي کتاب لوستنه
دوی هره ورځ د خپل سپېڅلي کتاب ( ګورو ګرانت صاحب) یوه مشخصه برخه لولي او د دې کتاب یو ډېر مهم بخش د جاپجي (Japji) په نوم نغمه ده، چې دعاوې او ورځني ذکرونه پکې دي[2].
-
سهارني اذکار او دعاګانې
سیکان په سهار وختي کې تر وېښېدو وروسته اودس یا غسل کوي او وروسته ځانګړې دعاوې او ذکرونه کوي، تر څو ورځ د خدای په یاد سره پیل کړي.
-
نغمې ویل او ډله ییز عبادت ( کیرتن)
دوی په خپلو معبدونو (ګوردوارو) کې د خپلو مذهبي نغمو چې (کیرتن) یې بولي، په ویلو سره احساسوي چې خپل روح پاکوي او خدای ته نږدې کیږي.
-
د خدای د نامه ذکر (ناما)
دوی د خدای د نامه تکرار یو مهم عبادت ګڼي، ځکه له ګناهونو څخه د پاکېدو او له روح څخه د شر د لیرې کېدو لامل یې ګڼي[3].
لکه څنګه چې په ادي ګرانت کتاب کې راځي؛
( زموږ تر ټولو ستره دنده، د واحد خدای د نوم تکرار دی.)
( د هغه پاک نوم زموږ پشتوانه ده)
( هغه پاک نوم تکراروه، هغه د زړه په غوږونو واوره او ورسره بوخت اوسه)
( خپله پاملرنه د خدای لور ته واړوه، په هرې ساه اخېستو او باسلو کې د هغه نوم تکراروه، تر څو ستا روح د خدای په نور کې جذب شي[4].
-
مراقبه او د ذهن تمرکز ( روحاني تفکر)
د خدای په حضور کې د تمرکز او تفکر له لارې د خپلي روحاني استاد (ګورو) تر لارښوونې لاندې هڅه کوي، چې الهي حقیقت سره اړیکې ته ورسیږي.
-
په معبدونو کې عبادت
د سیکانو معبد ( ګوردواره) یا ورته نورې بنسټونه د سیک ټولنې په ژوند کې مهم رول لري، په معبد کې د دوی د عبادت تګلاره عموما د ادي ګرانت د کتاب د څو متونونو لوستل دي.
کله چې کوم سیک په لومړي ځل خپل معبد ته دننه کیږي، نو د خپل سپېڅلي کتاب (ادي ګرانت) لور ته ځي، خپله تندی ورته په ځمکه اېږدي او ډالۍ وړاندې کوي[5].
-
د (ارداس) لوستل
په ځانګړو وختونو کې ټولو حاضر سیکان د (ارداس) په ویلو کې ګډون کوي، چې سیک دعاګانې دي.
دا دعاګانې د زاریو ځانګړې بڼه ده، چې د الهي برکت غوښتنه پکې کیږي او پکې د سیک ټولنې تېرو شوو ستونزو او بریاو ته اشاره کیږي. دا دعا په اتلسمه پېړۍ کې ایجاد شوه او له هغه وخته تر اوسه پکې ځینې جزيي بدلونونه راغلي دي، دا دعا (ګورو ګرانت صاحب) ته د جسماني تجسم معلم په حیث په اشارې پای مومي او وروستۍ جمله یې دا مشهوره جمله ده چې وايي؛ راج کاریګا خالسا – پاک زړي به حکومت وکړي[6].
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
[1] فیاض قراپي ، هندي دینونه ، مخ ۴۷۱
[2] نادرالسحیل، السیخ عرض و نقد، ص ۲۷۴.
[3] مخکینی مآخذ – ۲۷۴ مخ
[4] رابرټ، هیوم، د نړۍ ژوندي دینونه، د عبدالرحیم ګواهي (دري) ژباړه مخ ۱۶۹
[5] محمد الطریحی، السیخ، عقائدهم و تاریخهم، ص ۱۵۱.
[6] مخکنی مأخذ (۱۵۱ – ۱۵۲ ) مخ