Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»فتنې»د قدریه فتنې»د قدریه فرقه «دویمه برخه»
د قدریه فتنې شنبه _3 _مې _2025AH 3-5-2025AD

د قدریه فرقه «دویمه برخه»

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابوعائشه

د قدریه فرقه

دویمه برخه

د قدریه فرقې په اړه د سلفو او علماوو اقوال
د پیل خبرې:
د قدریې فرقې د حالاتو او پېښو له ارزولو څخه معلومېږي، چې دا فرقه هم د سلف صالحو، علمای کرامو او د دې امت د لویو امامانو په نزد یوه منفوره او رټل شوې فرقه وه. له کومي فرقې او خلکو څخه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحاب او یاران د بېزارۍ او کرکې اعلان وکړي، له شکه وتلې خبره ده، چې عاقبت به یې ښه نه وي. موږ د خپلې څېړنې په دې برخه کې هڅه کوو چې دا فرقه د دې امت د سترو علماوو د اقوالو په ترڅ کې معرفي کړو او د هغې د بنسټګرو او موسسینو حال شرحه کړو.
قدریه فرقه د علماوو او سلف صالحو د اقوالو په ترڅ کې
له محمد بن کعب قرظي رحمه‌الله څخه روایت دی چې د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما په وړاندې د قدریه فرقې نوم یاد شو، ویې فرمایل: «د قیامت په ورځ په یوه میدان کې راټولېږي او یو غږ کوونکی به داسي غږ کوي چې لومړني او وروستني خلک به یې اوري او داسې به وايي: له الله تعالی سره خصومت کوونکي چېرته دي؟ نو قدریه به راپورته شي»[۱] یعنې د ابن عمر رضی‌الله‌عنهما له دې خبرو معلومېږي چې دا هغه فرقه ده چې په دې دنیا کې له الله تعالی سره دعوې کوي او د قیامت په ورځ به هم د خصومت کوونکو په ډله کې حشر شي.
ابن عباس رضی‌الله‌عنهما فرمايي: «د الله تعالی په نزد تر قدریه­وو بله رټل شوې فرقه نه­شته. دوی د الله تعالی په قدرت نه پوهېږي» الله تعالی فرمايي: «لَا یُسْـَٔلُ عَمَّا یَفْعَلُ وَهُمْ یُسْـَٔلُوْنَ»[۲] «دى چې څه كوي له هغه نه پوښتل كيږي خو دوى ټول به پوښتل كيږي».[۳]
حسن بصری رحمه‌الله فرمايي: «له معبد جهني سره ناسته پاسته مه کوئ؛ ځکه هغه ګمراه شوی او ګمراه کوونکی دی».[۴] اسلام د انسان ملګري او د ناستې پاستې کس ته په ډېر اهمیت قایل دی؛ ځکه له هر چا سره ناسته ولاړه سبب کېږي، چې انسان د خپل ملګري له افکارو، باورونو او عقایدو څخه اغېزمن شي او د وخت په تېرېدو له هغه سره لېوالتیا پیدا کړي، نو اسلامي شریعت موږ ته امر کوي، چې د ښه ملګري او دوست تر موندلو او له هغه سره تر ناستې ولاړې مخکې د هغه په اړه ښه څېړنه او پلټنه وکړو.
له سعید بن جبیر رحمه الله څخه روایت دی چې هغه وفرمایل: «قدریه یهودان دي».[۵] ځینو علماوو هم هغوی له نصاراوو سره تشبیه کړي دي او ویلي یې دي چې دا نظریه یې له نصاراوو اخیستې ده، چې یوه په کې دا خبره ده:
امام احمد بن حنبل رحمه‌الله وايي: «قدریه هغه کسان دي چې فکر کوي: زور، قدرت او اراده د هغوی دي او هغوی د خپل خیر او شر، ګټې او تاوان، پیروۍ او ګناه، هدایت او ګمراهۍ مالکان دي. دا چارې له دوی څخه پیلېږي. پرته له دې چې د الله تعالی علم ورباندې ورمخته شي او یا د الله تعالی په علم کې وي. خبرې یې د مجوسیانو او نصراوو د خبرو په څېر دي».[۶]
ابن الأثیر په «جامع الأصول» کتاب کې لیکي: «قدریه د اهل سنت او جماعت په اجماع هغه کسان دي چې په دې قایل دي: «خیر د الله تعالی له لوري او شر د انسان له لوري دی، الله تعالی د ګناهګارو د کړنو اراده نه کوي او هغوی په دې خاطر په دې نوم نومول شوي دي، چې د بنده لپاره یې داسې قدرت ثابت کړی دی، چې په یوازې ډول، په استقلالیت سره او له الله تعالی پرته فعل رامنځته کوي او دا نفي ګڼي چې شیان دې د الله تعالی په قضا او قدر وي.»[۷]
امام شافعي رحمه‌الله د قدریه په اړه وايي: «له قدریه‌وو سره د علم [یا د دې په اړه چې آیا د الله تعالی علم مني که نه] په اړه مناظره وکړئ. که اعتراف یې ورباندې وکړ، مغلوبېږي او که انکار یې وکړ، کافر شوي دي».[۸]
شیخ أبو منصور ماتریدي رحمه‌الله وايي: «اهل کلام د قدریه نوم غندي او هر یو یې له دې فرقې څخه بېزاره دي.»[۹]
محمد بن عبید المکي رحمه‌الله له ابن عباس رضی‌الله‌عنهما څخه روایت کړی دی، چې یو کس موږ ته راغی او قدر یې دروغ وباله. ابن عباس رضی‌الله‌عنهما وویل: هغه ما ته راولئ.. ابن عباس رضی‌الله‌عنهما په دې ورځ نابینا و. مسلمانانو هغه ته وویل: له دې سړي سره څه کوې؟ ویې ویل: قسم په هغه چا چې ساه مې د هغه په واک کې ده، که هغه ته لاسرسی وموم، په پزه به یې ورته غاښ ولګوم، چې ترې پرې یې کړم او که د هغه غاړه مې لاس ته راشي، غاړه یې وهم.[۱۰]
محمد بن حسین وايي: زید بن اسلم رحمه‌الله وفرمایل: «په الله قسم، قدریه فرقې داسې خبرې کړې دي، چې نه الله تعالی کړې دي، نه ملایکو، نه پېغمبرانو، نه جنتیانو، نه دوزخیانو او نه یې ورور شیطان کړې دي. الله تعالی فرمايي: «وَمَا تَشَآءُوْنَ اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ اللّٰهُ رَبُّ الْعٰلَمِیْنَ».[۱۱] « او تاسو د (د سمې لارې) اراده نه­شئ كولى مګر دا چې الله رب العلمین يې اراده وكړي». ملایکې وايي: «سُبْحٰنَكَ لَا عِلْمَ لَنَاۤ اِلَّا مَا عَلَّمْتَنَا».[۱۲] «نسبت د پاکۍ کوو تاته (له ټولو عیبونو او اعتراضونو) موږ لره هیڅ علم نه­شته مګر د هغه څه چې تا موږ ته ښودلي». د پېغمبرانو له ډلې حضرت شعیب علیه‌الصلاة‌والسلام فرمايي: «وَمَا یَكُوْنُ لَنَاۤ اَنْ نَّعُوْدَ فِیْهَاۤ اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ اللّٰهُ رَبُّنَا».[۱۳] «او موږ ته خو دا (هيڅكله) نه ښايي چې هغه (دين) ته ورستانه شو مګر دا چې زموږ رب الله اراده وكړي». جنتیان وايي: «الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ هَدٰىنَا لِهٰذَا وَمَا كُنَّا لِنَهْتَدِیَ لَوْلَاۤ اَنْ هَدٰىنَا اللّٰهُ»[۱۴] «هغه الله لره ستاينه ده چې دې (ځاى) ته يې زموږ لارښوونه وکړه، او كه الله نه واى راښودلې موږ به دا لار نه وه موندلې» جهنمیان وايي: «رَبَّنَا غَلَبَتْ عَلَیْنَا شِقْوَتُنَا»[۱۵] «اې زموږ پالونکيه! (رښتيا چې) خپله بد مرغي راباندې غالبه شوې وه». ورور یې ابلیس وايي: «رَبِّ بِمَاۤ اَغْوَیْتَنِیْ».[۱۶] «اې زما ربه! څنګه چې تا زه بې لارې كړم».[۱۷]
په پایله کې ویلی شو چې علماوو او سلف صالحو دا فرقه د اهل سنت او جماعت له باورونو او عقایدو سره مخالفه فرقه بللې ده.
دوام لري…
مخکینې برخه | وروستۍ برخه
  1. اللالکائی، هبة الله بن الحسن بن منصور، شرح أصول اعتقاد أهل السنة والجماعة من الکتاب والسنة وإجماع الصحابة، تحقیق: د. أحمد سعد حمدان، 1402 هـ. ق، 4ټوک، 633مخ.
  2. الأنبیاء: 23.
  3. الشیبانی، عبدالله بن أحمد بن حنبل، السنة لعبدالله بن أحمد، تحقیق: د. محمد سعید سالم القحطانی، 1406 هـ. ق، 2ټوک، 417مخ.
  4. حنبلی، عبدالله عبیدالله بن محمد، الإبانة عن شریعة الفرقة الناجیة ومجانبة الفرق المذمومة، تحقیق: د. عثمان عبدالله آدم الأثیوبی، 1418 هـ. ق، ما أمر الناس به من ترک البحث والتنقیر، 2ټوک، 319مخ.
  5. همغه، باب یا أمیر المؤمنین یزعم أنه لا یضل أحدا، 4ټوک، 687مخ.
  6. تویجري: حمود بن عبدالله، اتحاف الجماعة بما جاء في الفتن والملاحم وأشراط الساعة، باب ما جاء في النواصب والروافض، ۱۴۱۴هـ ق، ۱ ټوک، ۳۱۳مخ.
  7. همغه، 313مخ.
  8. الطحاوی، أبو جعفر أحمد بن محمد، شرح العقیدة الطحاویة (المسمی بإتحاف المسائل بما جاء في الطحاویة من مسائل) شرحها: الشیخ صالح بن عبد العزیز، بی‌تا، 19مخ.
  9. الماتریدی، محمد بن محمد بن محمود، التوحید، تحقیق: د. فتح الله خلیف، باب فی ذم القدریة، بی‌تا، 314مخ.
  10. دمشقی، علی بن علاءالدین: شرح عقیدۀ طحاویه، تحقیق: عبدالله بن عبدالمحسن وشعیب ارناؤوط، مترجم: اسحاق دبیری، 1439 هـ. ق، ج 2، 482مخ.
  11. د تکویر سورت، 29 آیت.
  12. بقره: 32.
  13. اعراف: 89.
  14. اعراف،:
  15. مومنون،:
  16. حجر: 39.
  17. الآجری، الإمام أبوبکر محمد بن الحسین، الشریعة، بی‌تا، 1ټوک، 371مخ.
Previous Articleد «خُلق عظیم» مظهر (څلورمه برخه)
Next Article د قدريه فرقه «درېيمه برخه»

اړوند منځپانګې

د قدریه فرقه

د قدریه فرقه (نهمه او وروستۍ برخه)

سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD
نور یی ولوله
د قدریه فتنې

قدریه فرقه (اتمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD
نور یی ولوله
د قدریه فتنې

د قدریه فرقه «اوومه برخه»

یکشنبه _25 _مې _2025AH 25-5-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (دوهمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه دوهمه برخه د…

نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (شلمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD3 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک شلمه برخه په عمومي ژوند…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (نولسمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD6 Views

ليکوال: عبيدالله نيمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک نولسمه برخه امام غزالي رحمه‌الله…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (لومړۍ برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه لومړۍ برخه سریزه:…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (دوهمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (شلمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.