Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»د روژې پیغامونه»شیبې له روژې سره (شلمه برخه)
د روژې پیغامونه پنجشنبه _20 _مارچ _2025AH 20-3-2025AD

شیبې له روژې سره (شلمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: مهاجر عزیزي

شیبې له روژې سره (شلمه برخه)

 

د روژې میاشت، برکتونه او فرصتونه
له رمضان څخه څنګه پوره پوره ګټه واخلو؟
۴. د قرآن تلاوت
د رمضان میاشتې یو بل مهم او له فضیلتونو ډک عمل د قرآن کریم تلاوت دی؛ ځکه د دې میاشتې له ځانګړنو څخه دا ده چې قرآن په کې نازل شوی دی. الله تعالی فرمايي: Pشَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَىٰ وَالْفُرْقَانِ[1]O (د رمضان میاشت هغه ده چې قرآن په کې نازل کړی شوی دی؛ [هغه کتاب] چې د خلکو لپاره هدایت او فرقان (د حق او د باطل بېلوونكي) ښكاره دلیلونه دي).
په دې میاشت کې د قرآن د تلاوت د اهمیت په اړه د عبدالله بن عباس رضي الله عنهما تر خبرې روښانه دلیل نه شته چې وايي: جبرائیل [علیه السلام] به د رمضان په هره شپه کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راته او له هغه سره به یې قرآن ګرداناوه».[2]
دا روایت ښيي چې په دې مبارکو شپو او ورځو کې د قرآن­کریم زیات تلاوت مستحب‌ دی، ترڅو تلاوت کوونکی هغه نېکه بدله ترلاسه کړي چې الله تعالی د هغه د کلام د تلاوت کوونکو او له کتاب سره یې د زړه د تړاو لرونکو لپاره ټاکلې ده. پېغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «څوک چې د الله تعالی د کتاب یو توری تلاوت کړي، د هغه لپاره یوه نېکي ده او هره نېکي لس برابره بدله لري، زه دا نه وایم چې «الم» یو توری دی، بلکې «الف» یو توری دی، «لام» بل توری او «میم» بل توری دی».[3]
د قرآن تلاوت د انسان په ژوند کې د نور او برکت او د پرېمانه اجر د ترلاسه کولو سبب دی. پېغمبر صلی الله علیه وسلم اباذر رضي الله عنه ته سپارښتنه وکړه چې مدام دې تلاوت کوي او فرمایلي یې دي: «د قرآن تلاوت کوه؛ ځکه چې هغه به ستا لپاره په ځمکه کې نور او په آسمان کې (ارزښتناکه) زېرمه وي».[4]
 قرآن د قیامت په ورځ د تلاوت کوونکي شفاعت کوي او د الله تعالی له غضب او د جهنم له اوره به یې د خلاصون سبب شي. پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «قرآن تلاوت کوئ؛ ځکه چې د قیامت په ورځ به د خپلو یارانو شفیع شي».[5]
د قرآن په تلاوت د سلف صالحو اهتمام
مشرانو او اسلافو به تل د قرآن­کریم تلاوت ته خاصه توجه کوله او په تېره بیا، کله چې رمضان رارسېده، له ټولو کارونو به یې ځان وزګاراوه او د قرآن تلاوت ته به یې مخه کوله.
څوک چې د سلف صالحو په احوالو کې غور وکړي، نو وبه مومي چې هغوی به د دې کتاب څنګه اهتمام کاوه او زړونو به یې ورپورې تړلي وو. هغوی به شپه او ورځ د قرآن تلاوت کاوه؛ ځینو سلفو به قرآن په درې شپو کې ختماوه. أسود نخعی رحمه‌الله به د رمضان په هرو دوو شپو کې یو ځل د قرآن ختم کاوه. قتاده رحمه الله به په هرو اووه شپو کې د قرآن یو ختم درلود. له امام شافعي رحمه الله څخه نقل شوي دي، چې د رمضان په میاشت کې به یې هره ورځ دوه ځله قران ختماوه. همداراز، راغلي دي چې کله به رمضان رارسېده، امام مالک بن أنس رحمه الله به د حدیثو تدریس او له علماوو سره ناسته پاسته پرېښوده او یوازې به یې د مصحف شریف له مخې د قرآن­کریم په تلاوت ځان بوختاوه.[6]
د امام بخاري احوال هم داسې وو چې د رمضان په لومړۍ شپه کې به یې یاران ورټولېدل، له هغوی سره به یې لمونځ کاوه او په هر رکعت کې به یې شل آیاتونه ویل، تر دې چې قرآن به یې ختماوه.[7]
له شک پرته د مؤمن په عمر کې تر ټولو ارزښتناکه شېبه هغه ده چې د الله تعالی له کتاب سره یې تېروي، هغه په لاس کې اخلي، په خپلو سترګو ورته ګوري، آیاتونه یې تلاوت کوي، په جوړښت او کلمو کې یې غور کوي، په رښتینو نښو او دلایلو کې یې فکر کوي، د الفاظو او ترکیباتو حیرانتیاوې یې درک کوي، د پخوانیو او راتلونکو له کیسو څخه عبرت اخلي او له هغه څه خبرېږي چې الله تعالی د پرهېزګارو مؤمنانو لپاره چمتو کړي او د هغه عذاب په اړه پوهېږي چې د مخالفینو او مجرمانو لپاره یې په پام کې نیول شوی دی.[8]
دوام لري…

 

[1]. ‌ بقره: ۱۸۵.

[2]. مسند احمد، ۴ټوک، ۳۷۵مخ.

[3]. سنن ترمذی، ۲۹۱۰.

[4]. صحیح الترغیب و الترهیب، ۲ټوک، ۱۶۴مخ.

[5]. صحیح مسلم، ۱ټوک، ۵۵۳مخ.

[6]. لطایف المعارف، ۳۱۸مخ، صفحات رمضانیه، ۵۰مخ.

[7]. ابن جوزی، صفة الصفوة، ۴ ټوک، ۱۷۰مخ.

[8]. صفحات رمضانیه، ۵۰مخ.

Previous Articleشیبې له روژې سره (نولسمه برخه)
Next Article نوروز د اسلام په تله کې؛ تاریخي او فقهي ارزونه (لومړۍ برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

قرآن تلپاتې معجزه (۳۴ برخه)

پنجشنبه _11 _سپتمبر _2025AH 11-9-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د «دُرُوزي» فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (اوومه برخه)

چهارشنبه _10 _سپتمبر _2025AH 10-9-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

قرآن تلپاتې معجزه (درې دېرشمه برخه)

چهارشنبه _10 _سپتمبر _2025AH 10-9-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنېزم، تحلیل او نقد (پنځمه برخه)

پنجشنبه _11 _سپتمبر _2025AH 11-9-2025AD6 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنېزم، تحلیل او نقد (پنځمه برخه)…

نور یی ولوله
متفرقه

قرآن تلپاتې معجزه (۳۴ برخه)

پنجشنبه _11 _سپتمبر _2025AH 11-9-2025AD3 Views

لیکوال: ډاکټر نور محمد محبي قرآن تلپاتې معجزه (۳۴ برخه) په توده او سړه هوا…

نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنېزم تحلیل او نقد (څلورمه برخه)

پنجشنبه _11 _سپتمبر _2025AH 11-9-2025AD7 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنېزم تحلیل او نقد (څلورمه برخه)…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته پنځوسمه برخه)

چهارشنبه _10 _سپتمبر _2025AH 10-9-2025AD7 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته پنځوسمه برخه)…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د اسلام په رڼا کې د مډرنېزم، تحلیل او نقد (پنځمه برخه)

پنجشنبه _11 _سپتمبر _2025AH 11-9-2025AD

قرآن تلپاتې معجزه (۳۴ برخه)

پنجشنبه _11 _سپتمبر _2025AH 11-9-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.