Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»Blog»اسلام په اروپا کې (لسمه برخه)
Blog شنبه _1 _مارچ _2025AH 1-3-2025AD

اسلام په اروپا کې (لسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال:

اسلام په اروپا کې (لسمه برخه)

اسلام په بوسنیا او هرزګوینا کې
بوسنیا او هرزګوینا، چې ۵۱,۱۲۹ کیلومتره مربع مساحت لري، د بالکان ټاپووزمې په مرکز او د صربستان لویدیځ ته موقعیت لري. دا هېواد له شمال او لویدیځ څخه له کروېشیا سره، او له سویل ختیځ څخه له مونته‌نګرو سره ګډه پوله لري. د اډریاټیک سمندر یوه کوچنۍ ساحلي برخه د دې هېواد په سویل کې پرته ده، چې له نړیوالو اوبو سره د ارتباط امکان ورته برابروي.
د بوسنیا او هرزګوینا طبیعي جغرافیه د دیناري الپ غرونو په څېر له لوړو سیمو او د سویلي ساحلونو او سیندونو په شاوخوا کې له پراخو دښتو څخه جوړه ده. د دانوب، تیسا او ساوا سیندونه په دې خاوره کې بهېږي، او د دې سیندونو بندونه د سربیا او مونته‌نګرو لپاره اوبیزه انرژي تولیدوي. د دې هېواد یوه برخه ځنګلونو پوښلې ده. د سویلي ساحلي سیمو اقلیم مدیترانه‌يي دی، خو غرنۍ سیمې یې معتدل اوړي او نسبتاً یخ ژمي لري. د “بوسنیا” نوم د دې هېواد د یوه سیند له نوم څخه اخیستل شوی، او “هرزګوینا” د “د دوک‌مېشتي” په معنا ده.
د اسلام راتګ
په څوارلسمه او پنځلسمه میلادي پېړۍ کې د بوسنیا او هرزګوینا په شمول د یوګوسلاویا ډېره برخه د عثماني ځواکونو تر ولکې لاندې راغله. د دې سیمې خلکو، چې د “بوګومیلي” (له خدای سره د مینې) کلتور درلود، د اسلام د راتګ، د توحیدي تعلیماتو او د معنوي او الهي ماهیت له امله اسلام ته مخه کړه. ۳۶,۰۰۰ بوسنیایي کورنیو اسلام ومانه او له عثمانیانو یې ملاتړ اعلان کړ.
مسلمان فاتحانو طبقاتي امتیازات لغوه کړل، محلي اشراف یې له دندو ګوښه کړل او د هغوی ځمکې یې د بې‌وزلو خلکو ترمنځ ووېشلې. خلک د دین په انتخاب کې آزاد وو، چې له امله یې یو شمېر کسانو د کاتولیک مذهب او د کلیسا د اربابانو له سختو چلندونو څخه د نارضایتۍ له امله ارتدوکس مذهب غوره کړ. همدارنګه، د هرزګوینا د حاکم زوی، چې د استانبول لوی وزیر شو، په ګډون یو شمېر مسلمانان د عثماني امپراتورۍ په سیاسي او پوځي برخو کې لوړو مقامونو ته ورسېدل.
سلطان محمد فاتح د بوسنیا د نوو مسلمانانو د شخصیتونو د درناوي لپاره هغوی ته د “عالي‌بیک“ لقب ورکړ او په عثماني پوځ کې یې لوړو مقامونو ته وګومارل. د عثمانیانو په دوره کې بوسنیا او هرزګوینا له کلتوري پلوه د پام وړ پرمختګ وکړ. په دې خاوره کې زرګونه جوماتونه، ۱,۵۰۰ مکتبونه او ۱۰۰ اسلامي مدرسې جوړې شوې. سلطان محمد فاتح، چې له علم او پوهې سره یې بې‌ساري مینه درلوده، یوه ډله علماء له ترکیې څخه دې سیمې ته ولېږله، ترڅو د بوسنیا خلکو ته اسلامي زده‌کړې ورکړي.
علمي او کلتوري پرمختګ
درې ژبې (ترکي، عربي او فارسي)، چې د عثماني دورې پر مهال رایجې وې، د بوسنیا پر کلتور او ادبیاتو اغېز وکړ. له ۳۰۰ څخه زیاتو لیکوالانو په مذهبي، عرفاني او ادبي برخو کې د پام وړ آثار ولیکل. د دې دورې یو له مهمو معماري اثارو څخه هغه په زړه پورې جومات دی، چې غازي خسروبیګ د هرزګوینا په مرکز، سارایوو، کې جوړ کړ. یاد جومات، چې ۱۳ متره لوړ ګنبد او ۴۵ متره لوړه مناره لري، د بالکان له مشهورو جوماتونو څخه ګڼل کېږي.
د عثماني واک له پای ته رسېدو وروسته
په ۱۸۷۸ میلادي کال کې عثمانیانو له اتریش سره په جګړه کې ماتې وخوړه، او د اتریش ځواکونه په بوسنیا او هرزګوینا کې ځای پر ځای شول. اتریشیانو په پراخه کچه د کروات او صرب مسیحي قومونه دې اسلامي سیمې ته راوستل، چې له امله یې مسلمانان تر سختو فشارونو لاندې راغلل. په دې دوره کې مسلمانان له خپلو لومړنیو حقونو بې‌برخې شول او ډېری یې یوازې د خپلې مسلمانۍ له امله ووژل شول.
اتریشیانو د خلکو کلتور ته هم بدلون ورکړ؛ اسلامي لباس یې له منځه یووړ، پر ځای یې غربي لباس رواج کړ، او عربي خط یې په لاتیني خط بدل کړ.
د بوسنیا مسلمانان او تاریخي پېښې
د یادو فشارونو په پایله کې ډېریو مسلمانانو ترکیې ته مهاجرت وکړ. دا مهاجرت ډېر پراخ و، دومره پراخ چې په ترکیه کې د بوسنیایي مسلمانو مهاجرینو شمېر د بوسنیایانو د ټولې وګړې ۵۰ سلنې ته ورسېد. نن ورځ شاوخوا ۴ میلیونه بوسنیایي مسلمانان په ترکیه کې ژوند کوي، چې د همدغو کډوالو پاتې شوني دي.
د صربستان د یرغلونو پیل
په ۱۸۰۴ میلادي کال کې، یوه صربي یاغي کاراژرژ د “لوی صربستان باید له مسلمانانو خالي شي“ شعار سره د مسلمانانو پراخه وژنه پیل کړه. دا تګلاره په وروسته کلونو کې هم دوام وموند. په ۱۸۲۹ میلادي کال کې، تزاري روسیې د آدریانویل تړون له مخې عثماني سلطان اړ کړ، چې د صربستان خپلواکي په رسمیت وپېژني، خو د ځینو نورو سیمو په ګډون، بوسنیا او هرزګوینا کې د عثمانیانو واک دوام وموند.
په ۱۸۵۴ میلادي کال کې، صربيانو یو ځل بیا اعلان وکړ، چې غواړي صربیا له مسلمانانو څخه خالي کړي او لوی صربستان رامنځته کړي. دې تګلارې پراخې وژنې، د اسلامي بنسټونو ویجاړي، او د زرګونو مسلمانانو جلاوطني رامنځته کړه، چې د بوسنیا او هرزګوینا پر مسلمانانو یې ویجاړونکي اغېزې پرېښودې.
د صربي یرغلونو درې پړاوونه
صربيانو د خپلې موخې (د وګړو جوړښت بدلول او د مسلمانانو هویت له‌منځه وړل) لپاره درې ځله د بوسنیا او هرزګوینا پر خاوره یرغل وکړ:
  1. لومړی ځل: د عثمانیانو تر وتلو وروسته.
  2. دویم ځل: د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته.
  3. درېیم ځل: د ۱۹۹۱م کال د فبروري د ۲۹مې نېټې له ټاکنو وروسته، چې په هغې کې د بوسنیا اکثریت خلکو د دې خاورې خپلواکۍ ته مثبته رایه ورکړه.
عثماني واکمني او د بوسنیا وضعیت
په ۱۸۶۲م کال کې، عثماني دولت یو ځل بیا وتوانېد، چې پر مونته‌نیګرو او هرزګوینا خپل حاکمیت ټینګ کړي، خو په ۱۸۷۸م کال کې، د برلین د کنفرانس له جوړېدو وروسته، صربستان او مونته‌نیګرو د عثماني دولت له قلمرو څخه جلا شول، او بوسنیا او هرزګوینا د اتریش-مجارستان تر ادارې لاندې راغلل.
د دې بدلون په پایله کې، ګڼ شمېر مسلمانان ووژل شول او ځینې یې په زور اړ شول، چې مسیحیت ومني.
د یوګوسلاویا جوړېدل او د بوسنیایي مسلمانانو وضعیت
له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته، په ۱۹۱۷م کال کې، د صربستان، کرواسیا، اسلوونیا، او مونته‌نیګرو استازو د یوې هوکړې په لاسلیکولو سره، د یوګوسلاویا اتحادیه جوړه کړه.
پخوانۍ یوګوسلاویا په لومړي ځل په ۱۹۱۸م کال کې د خپلو شپږو جمهوریتونو او دوو خودمختاره ولایتونو سره د نړۍ په سیاسي ډګر کې راڅرګنده شوه. بوسنیا او هرزګوینا، سره له دې چې جلا ملي هویت او خپلواکي یې درلوده، د صربيانو او کرواتانو تر واک لاندې راغله.
دغو قومونو له پیل څخه هڅه کوله، چې د بوسنیا هویت او سرحدونه له‌منځه یوسي.
د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال ظلمونه
په همدې دوره کې، د بوسنیایي مسلمانانو یوې ډلې د سیاسي او ټولنیزو فشارونو له امله ترکیې ته کډه وکړه. په ورته وخت کې، د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال، صربيانو پر مسلمانانو ظلمونه زیات کړل او هڅه یې وکړه، چې هغوی یا له‌منځه یوسي، یا له سیمې وشړي.
د سوسیالیستي رژیم اقدامات
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، سوسیالیستي رژیم د مذهبي ټولنو پر چارو نفوذ وکړ.
کله چې په ۱۹۴۶م کال کې، مارشال تیتو واک ته ورسېد، نو له پیل څخه یې پر مسلمانانو د تاوتریخوالي تګلاره غوره کړه.
  • د جوماتونو د ویجاړولو امر یې وکړ.
  • د مسلمانانو پراخې وژنې یې ترسره کړې.
خو څه موده وروسته، له دې کړنو پښېمانه شو او د مسلمانانو هویت یې په رسمیت وپېژنده.
د تیتو د واکمنۍ وروستی پړاو
د تیتو په دوره کې، مسلمانان وکولی شول، چې په سیاسي مقامونو لکه سفیر، وزیر، او د پارلمان استازی شي.
همدارنګه، د بوسنیا د مسلمانانو اړیکې له اسلامي نړۍ سره زیاتې شوې، او دولت د دیني عالمانو لپاره او د مذهبي تشکیلاتو په برخه کې ځانګړې اسانتیاوې برابرې کړې.
بوسنیا، د نژادپالنې ښکار
کله چې اسلوبودان میلوشویچ په صربستان کې واک ته ورسېد، نو یو ځل بیا د مسلمانانو پر وړاندې افراطي او نژادپالونکي سیاستونه زور واخیست. میلوشویچ، چې د تیتو په دوره کې یې ځان کمونیزم ته مایل ښود، فاشیزم او نژادپالونکي ناسیونالیزم ته مخه کړه او د “نژادي پاکوالي“ تر شعار لاندې یې په بوسنیا او هرزګوینا کې خونړۍ فاجعه رامنځته کړه.
د بوسنیا نفوس او قومي جوړښت
بوسنیا او هرزګوینا شاوخوا ۴.۵ میلیونه نفوس لري:
  • ۴۴ سلنه یې مسلمانان،
  • ۳۲ سلنه یې صربیان،
  • ۱۸ سلنه یې کرواتیان،
  • ۶ سلنه نور قومونه دي.
صربیان د پراخو جنایتونو، جبري مهاجرتونو، وېرې، او وحشت له لارې هڅه کوي، چې دا نفوسي جوړښت د خپلې ګټې په موخه بدل کړي.
د بوسنیایانو نژادي ریښې
بوسنیایان د اروپا د اصلي نژاد څخه دي، چې د عثمانیانو له راتګ وروسته یې اسلام قبول کړی. کرواتیان، چې د بوسنیا د خلکو یوه برخه دي، د آکسفورډ پوهنتون د پروفیسر سټیون په وینا، د آریایي نژاد څخه دي، او د “کروات“ کلمه د “کرد“ څخه اخیستل شوې ده.
د بوسنیا اقتصادي او ستراتیژیک اهمیت
بوسنیا او هرزګوینا د لاندې لاملونو له کبله تل د صربانو د لېوالتیا ښکار ګرځېدلې ده:
  • آزادو اوبو ته لاسرسی لري.
  • د ډبرو سکاره، تېل، ګاز، مس، کروم، منګنیز، او بوکسیت بډایه معدني سرچینې لري.
  • د فولادو، کیمیاوي موادو، سمنټو، ټوکر، او وسلو جوړولو صنعتونه لري.
  • د بالکان په سیمه کې د ځانګړي جغرافیایي موقعیت درلودونکی دی.
همدا ستراتېژیک اهمیت د صربانو د جنایتونو او په دې خاوره د تېریو یو له اصلي لاملونو څخه شمېرل کېږي.
اقتصاد او کرنه
  • ۳۰ سلنه د بوسنیا خلک بزګران دي، چې غنم، کچالو، د شکر چغندر، او انګور تولیدوي.
  • د کاري ځواک لویه برخه په صنعتي کارونو بوخته ده.
  • بوسنیا، سره له ډېرو سختو حالاتو، لا هم د بالکان په سیمه کې د یوې بډایه او ارزښتناکې خاورې په توګه پېژندل کېږي.
ادامه لري…
Previous Articleاسلام په اروپا کې (نهمه برخه)
Next Article د مسلمان د تکفیر خطر او اسباب یې (دوهمه برخه)

اړوند منځپانګې

Blog

قرآن؛ تلپاتې معجزه (نهمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD
نور یی ولوله
Blog

قران؛ تلپاتي معجزه (اتمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD
نور یی ولوله
Blog

نشنلیزم (دېرشمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

لیبرالیزم

په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (لومړۍ برخه)

یکشنبه _20 _جولای _2025AH 20-7-2025AD0 Views

لیکوال: مفتي عبیدالله نورزهي په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه لومړۍ برخه سریزه  الله…

نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (نهه‌ دېرشمه برخه)

یکشنبه _20 _جولای _2025AH 20-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعایشه نشنلیزم نهه‌ دېرشمه برخه د انترناسیونالیزم پدیده او موخې د پیل خبرې: د…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (نهه‌دیرشمه برخه)

یکشنبه _20 _جولای _2025AH 20-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول نهه‌دیرشمه برخه کانونه…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان (اووه‌دېرشمه برخه)

یکشنبه _20 _جولای _2025AH 20-7-2025AD1 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزی د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان اووه‌دېرشمه برخه د ختیځ سړی د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (لومړۍ برخه)

یکشنبه _20 _جولای _2025AH 20-7-2025AD

نشنلیزم (نهه‌ دېرشمه برخه)

یکشنبه _20 _جولای _2025AH 20-7-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.