Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»په اسلام کې د ښځې مقام (نهه دېرشمه برخه)
اسلام پنجشنبه _19 _دسمبر _2024AH 19-12-2024AD

په اسلام کې د ښځې مقام (نهه دېرشمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکواله: ام عایشه

په اسلام کې د ښځې مقام (نهه دېرشمه برخه)

هلکانو ته پر نجونو ترجیح ورنکړو
له حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«څوک چې د لور څښتن شو، هغه یې ژوندۍ ښخه نکړه، سپکاوی یې ونکړ او پر هغې یې خپل زوی غوره ونه ګڼلو، خدای جل جلاله به هغه جنت ته داخل کړي.»
په دې حدیث کې درې شرطونه ذکر شوي دي چې که څوک یې پوره کړي، د جنت لیاقت او واک به ترلاسه کړي:
  • خپله لور د جاهلیت د زمانې د خلکو په څېر ژوندۍ ښخه نکړي؛
  • د هغې سپکاوی ونکړي، هغه بې ارزښته ونه ګڼي؛ بلکې د هغې په قدر پوه شي او د هغې د ښوونې، روزنې او تأدیب هڅه وکړي؛
  • خپل زوی ته پر لور ترجیح ورنکړي.
دا موضوع به لاندې په تفصیل سره تشریح کړو.
د جاهلیت په دوره کې به خلکو هلکان د نجونو په نسبت غوره ګڼل او هغوی ته به یې لومړیتوب ورکاوه، تر دې حده چې ځینو به د نجلۍ د زېږېدو له امله پر خپلو مېرمنو غوسه کېدل او یا به یې له همدې وجې پرېښودلې. د جاهلیت په زمانه کې خلک د زامنو لرلو ته ډېر لېوال وو؛ ځکه چې هلکانو به د جګړو او نښتو په وخت کې د هغوی مرستې ته وردانګل او له هغوی سره به اوږه په اوږه د دښمن پر وړاندې جنګېدل.
کله چې د اسلام ځلانده لمر خپلې وړانګې خپرې کړې او ټوله نړۍ یې روښانه کړه، ټولو ته یې د نجونو د روزنې فضیلت څرګند کړ او د هغه اجر او ثواب زیری یې ورکړ چې خدای جل جلاله یې پالونکو او روزونکو ته ورکوي. اسلام له نجونو سره ښېګڼه او مهربانۍ، خدای تعالی ته د نږدې کېدو او تقرب یوه لاره ګرځولې ده؛ هغه لاره چې مسلمان نارینه او ښځې له دوزخ څخه ژغوري او جنت ته یې رسوي.
له همدې امله، دا مناسبه نه ده چې د هلک او نجلۍ ترمنځ توپیر وشي؛ ځکه چې دواړه د الله تعالی له لوري ډالۍ دي. پر نجونو د هلکانو د غوره والي سرچینه د جاهلیت زمانې له تیارو څخه ده، او له بده مرغه د هغې اغېزې او پایلې لا هم په ځینو خلکو کې شتون لري، که څه هم دا آثار او اغېزې په ځینو کې کمې او په ځینو نورو کې ډېرې دي، او دا د دوی د ایمان په کمزورتیا او قوت پورې اړه لري.
بله مسئله چې د نجونو مور او پلار باید ورته پام وکړي، دا ده چې د هلکانو او نجونو ترمنځ باید تبعیض ونه شي؛ ځکه چې که نجونې تبعیض ته پام وکړي، دا به د مور او پلار په وړاندې د دوی د کرکې او حسادت سبب شي. ځینې پلرونه او میندې د خپلو زامنو او لوڼو ترمنځ تبعیض کوي، په داسې توګه چې د ورور په زړه کې د خور نافرماني او کرکه راپاروي. البته، داسې پلرونه او میندې هېر کړي چې باید د خپلو اولادونو ترمنځ عدالت وکړي.
هلکانو ته پر نجونو د ترجیح ورکولو اغېزې او پایلې
باید په دې پوه شو چې د همدې بې ځایه ترجیح ورکولو له امله، هر کال زرګونه نجونې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي او له ژونده بې برخې کېږي. دا د جاهلیت د زمانې له نښو څخه یوه ده. د هند د ښځو او ماشومانو وزیرې، مانیکا ګاندي، د دوشنبې په ورځ د «NDTV» خبري چینل ته وویل:
«هره ورځ دوه زره نجونې د مور په رحم کې وژل کېږي؛ ځینې یې د زېږون سره سم، یو بالښت د دوی په مخ کېښودل کېږي او وژل کېږي.»
البته باید ووایو چې دا جاهلانه دود یوازې په غربي هېوادونو او نورو غیر اسلامي هېوادونو کې نه شته، بلکې کله کله په اسلامي هېوادونو کې هم داسې خلک شته چې د نجونو د زېږېدو له امله خپه کېږي. د کابل په روغتونونو کې یو شمېر ډاکټران وايي:
«ښځې د لور د زېږولو له امله د مېړه او د هغه د کورنۍ د غړو له خوا ځورول کېږي او سپکاوی یې کېږي.»
تر دې حده چې ځینې ښځې د نجلۍ د زېږون پر مهال له هغې سره هېڅ ډول لېوالتیا نه ښيي او د هغې په تړاو په بشپړه توګه بې رغبتي او بې غوري کوي؛ ځکه چې هغوی د خپلې کورنۍ لخوا د ملامتۍ لاندې راځي. په داسې حال کې چې ښځه د لور په زېږون کې هېڅ رول نه لري، او دا الله سبحانه وتعالی دی چې چا ته وغواړي زوی یا لور، یا دواړه ورکوي، او یا هم ځینو ته هېڅ یو نه ورکوي.
ادامه لري…
Previous Articleپه اسلام کې د ښځې مقام (اته دېرشمه برخه)
Next Article د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (اوولسمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (اوولسمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (پنځه ویشتمه برخه)

شنبه _14 _جون _2025AH 14-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (شپاړلسمه برخه)

شنبه _14 _جون _2025AH 14-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یوویشتمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD2 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یوویشتمه برخه) د سید…

نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (اوولسمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD4 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌زهي د حج حکمت، فلسفه او اسرار اوولسمه برخه دویمه شبهه: حج…

نور یی ولوله
د قدریه فتنې

قدریه فرقه (اتمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD2 Views

لیکوال: ابوعایشه قدریه فرقه (اتمه برخه) د پیل خبرې د اسلام دین له ښېګڼو یوه…

نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (شپږویشتمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD4 Views

لیکوال: ابوعایشه نشنلیزم شپږویشتمه برخه وطن کله چې دلته د وطن خبره کېږي نو موخه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یوویشتمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (اوولسمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.