د څېړنې په تېره برخه کې مو هڅه کړې وه چې د نجلۍ د پالنې او روزنې فضیلت، د هغې حقوق او اړوند مسایل بیان کړو؛ مګر دا چې د دې موضوع لمنه پراخه وه، له همدې امله مو دا برخه هم دې موضوع ته ځانګړې کړه.
په اسلام کې د نجلۍ یا لور مقام ډېر لوړ دی. د نجلۍ د مقام د لوړوالي لپاره همدا بسنه کوي چې الله سبحانه وتعالی په خپل سپېڅلي کلام کې هغې ته د ډالۍ خطاب کړی دی؛ څرنګه چې الله تعالی فرمایي: «یَهَبُ لِمَن یَشَاءُ إِنَاثًا وَیَهَبُ لِمَن یَشَاءُ الذُّكُورَ»
(هر چا ته چې وغواړي، لوڼې ورکوي او چا ته چې وغواړي، زامن ورکوي.)
بله نښه چې خدای جل جلاله له نجونو سره مینه لري او نجونې د خدای تعالی په نزد له لوړ مقام او ارزښت څخه برخمنې دي، دا ده چې خپلو غوره بندګانو ته، چې په حقیقت کې پیغمبران دي، لوڼې ورکړې. تر دې ځایه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم نسل او ځوځات له بي بي فاطمې رضی الله عنها څخه دوام وکړ.
د نسب د لړۍ له مخې، تر ټولو ارزښتناک نسب او نسل د ساداتو نسب او لړۍ ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته رسي. د دې خبرې یادونه اړینه ده چې دا ستر او مبارک نسل د جنت د ښځو سردارې بي بي فاطمې رضی الله عنها له لارې څرګند شوی دی. ګوندې دا ستر شخصیت د یوې انجلۍ په بڼه، د دې ټولو نعمتونو او برکتونو سرچینه ده.
عبیدالله سعدي رحمه الله وایي: «ماته خبر راکړل شوی دی چې الله تعالی نجونې خوښوي. [د خدای جل جلاله د پیغمبرانو لوڼې وې.] حضرت لوط علیه السلام د لوڼو څښتن و. حضرت شعیب علیه السلام لوڼې درلودې او همدارنګه زموږ ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم د لوڼو پلار و.»
صالح بن احمد بن حنبل رحمه الله فرمایي: «کله به چې الله تعالی زما پلار ته لور ډالۍ کوله، داسې به یې ویل: پیغمبرانو هم لوڼې لرلې.»
له جلیل القدر صحابي واثله بن اسقع رضی الله عنه څخه روایت دی چې هغه وفرمایل: «د ښځې له نېکمرغیو او برکتونو څخه یوه دا ده چې لومړی یې لور وزېږېږي؛ الله تعالی په دې آیت «یَهَبُ لِمَن یَشَاءُ إِنَاثًا وَیَهَبُ لِمَن یَشَاءُ الذُّكُورَ» کې لومړی د لور یادونه کړې ده.»