Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»الحاد»الحــــــــــــــاد او په وړاندې یې د مبارزې لارې (نهمه برخه)
الحاد چهارشنبه _12 _فبروري _2025AH 12-2-2025AD

الحــــــــــــــاد او په وړاندې یې د مبارزې لارې (نهمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مولانا عبدالرحمن معتصمي

الحــــــــــــــاد او په وړاندې یې د مبارزې لارې (نهمه برخه)

شپږم – له ځینو دیني مسایلو څخه ناسم او غلط مفهوم اخېستل
د الحاد د نورو سببونو څخه یو هم په دینونو کې ځیني مسایل دي، چې ناسم فهم او یا هم په اړه یې د پوره پوهې نشتون دی، چې د دیني مسایلو په اړه د ملحدینو ځینو شبهو او نیوکو ته په نظر کولو سره د هغې بېلابېلې بېلګې پیدا او څرګندېدای شي.
په اسلامي نړۍ کې الحاد او له دین سره دښمني او د پراختیا سببونه یې
د قرانکریم له ایتونو څخه داسې څرګندیږي چې له اسلام څخه مخکې داسې افراد وه، چې د عالم په قدامت یې باور درلود او زمانه یې د کائناتو د پنځونکي په حیث ګڼله؛
وَقَالُوا مَا هِىَ إِلَّا حَيَاتُنَا الدُّنْيَا نَمُوتُ وَنَحْيَا وَمَا يُهْلِكُنَآ إِلَّا الدَّهْرُ  وَمَا لَهُم بِذٰلِكَ مِنْ عِلْمٍ  إِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ [سُورَةُ الجَاثیَة : 24]
دوى وایي: “ژوند فقط همدغه زموږ دنيوي ژوند دى، همدلته زموږ مړه کېدل او ژوندي کېدل دي او د ورځو له څرخ څخه پرته بل كوم شى نه شته چي موږ هلاک کوي.” –  په حقيقت کې په دې باب له دوى سره څه علم نه شته، دوى محض د ګومان پر اساس دغه خبرې كوي.
مسلمانان داسې ملحدینو ته دهرین وايي. دهریان که څه هم واجب الوجود  ته قایل و، خو پېښې او بدلونونه یې زمانې ته منسوبول.
خو د اسلامي ټولنې له تأسیس وروسته په مسلمانانو کې د الحاد د ترویج زڼي ـ که چېرته الحاد په عام مفهوم درک کړو او یوازې له خدای څخه یې د انکار بڼې ته محدود نه کړو ـ هغه وخت وپاشل شول، چې هندۍ، ایرانۍ او یونانۍ فلسفې عربي ژبې ته وژباړل شوې او ځیني مسلمان پوهان ترې اغېزمن شول او د دین او یا هم د دین د یوې برخې په اړه د شبهو او شکونو ښکار شول او له امله یې بېلابېلې اسلامي او یا هم اسلام ته منسوبې ډلې را وټوکېدې چې د اسلام له اصلي مسیر او اسلامي باورونو څخه پکې انحراف لیدل کیږي او د دې ټولو فرقو حاصل ملحدین او زندیقان بلل کېدل.
په همدې لړ کې په محدود ډول ځینو خاصو کسانو ته اشاره شوې چې الحاد ځانګړې معنی ته نږدې مفهوم باندې ملحدین وو؛ لکه: ابن الراوندي، چې په لومړیو کې معتزلي و، بیا شیعه شو او له ابی عیسی الوراق سره تر لیدنې وروسته یې اسلام پرېښود او ملحد شو او د لاادري(نه پوهېږم) د ډلې مهم او مشهور شخصیت وګرځېد.
د مستشرقینو له لوري ابوبکر رازي ته ځینې لیکنې او کتابونه منسوب شوي، چې پر اساس یې الحاد ثابتیږي خو د لیکنو د نسبت د سموالي په اړه قوي او ښکاره شکونه شته.
د اسلامي خلافت له سقوط او انحطاط او پر اسلامي نړۍ د غرب له استعمار او د بشر د لاس جوړو شو قوانینو او نظامو د فرانسې او انګلیستان د قوانینو پر پله د جزايي سستم، خارجي سیاست او  اقتصادي نظام  رامنځته کول او  له اسلامي شریعت څخه لیرې کېدل، د مدرسو له منځه تګ او د داسې علمي مرکزونو تأسیس چې یوازې پکې نوي علوم او غربي فلسفه له اسلامي علومو، شریعت او فرهنګ پرته تدرېس کېدله د غربي فرهنګ د رشد لپاره یې زیاته مرسته وکړه. په اسلامي ټولنو کې داسې نسلونه وروزل شول، چې که څه هم په تذکرو کې یې مسلمان  پېژند درلود، خو نه یوازي له اسلامي اخلاقو او ارزښتونو پردي او بې خبره ساتل شوې وه، بلکې د غربي فرهنګ انتقالونکي او پرې مین وو، چې اسلامي احکامو ته یې په سپکه کتل او هغه یې په ټیکنالوژي او پراختیا کې د مسلمانانو د شاتګ لامل ګڼل او د اسلامي باورنو او احکامو په اړه ړانده او شکمن شوې وه، چې له امله یې تبشیري، ماسوني، استشراق، سیکولارېزم، کمونېزم او نورو افکار ته د استعمارګرو په مرسته  لاره هواره شوه او له همدې په اصطلاح زده کړیالې او روښانفکره طبقې څخه ورته د خلکو د جلب زمینه برابره او هغوی د الحاد په جال کې را ګیر کړل.
 په اصل کې دا تمدني ماته د دې لامل شوه، چې ځیني مسلمانان له خپل دین او مذهب څخه جلا شي، نو په همدې اساس ویل کیږي، چې استعمار د الحاد لپاره د دروازو پرانستونکی او یا هم د الحاد پلار دی.
ځینې مسلمان پوهان لیکي: ” د ځوانانو فکري ماته، د غرب ستاینه او د هغوی پر فکري او علمي پرمختګ باندې مینېدل، د هغو لاملونو له ډلې څخه دي، چې ملحدانو ترې ناسمه استفاده وکړه او په ځوانانو کې یې له دې څخه په ګټې اخېستو وسوسې او شکونه را وپنځول؛ دا چې اسلامي امت شاته پاته دی او دا پاته والی یې د دین له امله دی او په همدې اساس یې هڅه وکړه چې له قران او سنتو سره د امت اړیکې پرې کړي او پر هغو باندې کلک ولاړ خلک شاته پاتې او مرتجعین معرفي کړي[1].”
شیخ عبدالرحمن بن عبدالخالق په دې اړه لیکي؛ له خدای څخه انکار او الحاد ته تشویقونکی څلورم دلیل، له الحاد سره د مادي قوت ملګرتیا ده. ځکه خلکو ولیدل، اروپا تر هغو پرمختګ، مادي قدرت او د ژوند رازونه ترلاسه او کشف نکړل، تر څو یې چې د کلیسا افکار او عقاید لیرې و نه غورځول او د روسیې غوندې یو هېواد تر هغه وخت نړۍوال قدرت نشو، چې الحاد یې اعلان نه کړ او ویې لیدل  هغه هېوادونه چې دین ته بارومن دي د ځواک، صنایعو په برخه کې شاته پاته دي او په همدې دلیل یې فکر کاوه چې الحاد د یوه هېواد په پرمختګ او ځواک دلالت کوي او دین یې بیا په ناپوهۍ او شاته پاته والي.
دا چې د مادي علم د اغېزو له امله پر ځمکې د ژوند اسانتیاوې را پیدا شوې او د انسان ژوند پراخه او اسانه شو، خلکو دیني باورونه پرېښودل او مادي علم ته یې د خدایي حیثیت ورکړ، چې له لارې کولای شي په ټولو ستونزو برلاسي شي او همداشان د خلکو دې مادي خدای دا تمه رامنځته کړه، چې له لارې یې کېدلای شي، نورو سیارو ته لاسرسی وشي او هغه د انسان د خدمت او نورو چارو لپاره مهار کړي. په همدې ډول له الحاد سره د مادي علم او اکتشفاتو یو ځای کېدنې خلک په دې ګومان کې واچول چې علم د الحاد پایله ده او دا هغه ستره غلطي وه، چې له امله یې د الحاد څپه پراخه شوه.
مخکې له دې چې اروپا د خپلو صنعتي محصولاتو لپاره د خامو موادو او بازار موندنې لپاره د نړۍ ګوټ، ګوټ ته لاړه شي، لږ مادي ځواک یې درلود، ماشینونه یې استعمالول او کارخانې یې جوړې کړې. دا چې یاد هېوادونه د دې مینوال و، تر څو غوښتنې یې په لږ بیې او یا هم وړیا ترلاسه کړي، نو له خپل پراخ کېدونکي نظامي ځواک څخه یې کار واخېسته. اسلامي نړۍ چې له سیاسي او نظامي اړخه ډېره کمزورې، شاته پاتې او غریبه وه، تر ډېره یې د اروپا د استعماري برېدونو په وړاندې مقاومت ونشو کړای او کومه نظامي ماتې چې مسلمانانو د اروپایانو په وړاندې وخوړه، د الحاد د څپې په وړاندې د اسلامي بارونو په لړزولو او شاتګ باندې یې پراخ اثر درلود.
اسلامي ملتونو له اروپايي اشغالګرو څخه تقلید او له هغوی سره د ارزښتونو او ادابو په مشابه کولو پیل وکړ او د هغوی الحادي عقیدې ته په دې باور دننه کېدل، چې اروپایان د دین له نفي کولو پرته اقتدار ته نه دي رسېدلي او دا نوې غلطي د دې بل سبب شو، چې د الحاد د پدېدې له خپراوي سره په نړۍواله کچه مرسته وکړه[2].
ادامه لري…

[1] نور وګورئ؛ الإلحاد الأسباب والعلاج: أ. د. خالد  بن عبد الله المصلح, ص8 ؛ ومليشيا الإلحاد  مدخل لفهم الإلحاد الجديد: عبد الله بن صالح العجيري, ص23.   و الإلحاد الجديد في المجتمعات الغربية والعربية مفهومه ونشأته وأسباب ظهوره وسبل مواجهته:. د. فلاح عبد محمد الدليمي.

[2] الإلحاد أسباب هذه الظاهرة وطرق علاجها (ص: 5- ۶) ، تالیف عبدالرحمن عبدالخالق الیوسف.

Previous Articleد افغانستان فیلسوف؛ علامه سید جمال الدین افغان رحمه الله (اوومه برخه)
Next Article حضرت علي کرم الله وجهه (څلورویشتمه برخه)

اړوند منځپانګې

کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونېزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اوومه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (شپږمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

قرآن؛ تلپاتې معجزه (دوهمه برخه)

شنبه _5 _جولای _2025AH 5-7-2025AD0 Views

لیکوال: مفتي نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه  دوهمه  برخه د قران د اعجاز د علم…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم، پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (شپږمه برخه)

شنبه _5 _جولای _2025AH 5-7-2025AD4 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم، پیدایښت او اعتقادي بنسټونه شپږمه برخه ۳ – ګورو امرداس…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه «ډله» فرقه (پنځمه برخه)

شنبه _5 _جولای _2025AH 5-7-2025AD6 Views

لیکوال: ابوعایشه کرامیه «ډله» فرقه پنځمه برخه تر بحث مخکې؛ یو بحث چې په اړه…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (شپږویشتمه برخه)

پنجشنبه _3 _جولای _2025AH 3-7-2025AD8 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول شپږویشتمه برخه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

قرآن؛ تلپاتې معجزه (دوهمه برخه)

شنبه _5 _جولای _2025AH 5-7-2025AD

سیکیزم، پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (شپږمه برخه)

شنبه _5 _جولای _2025AH 5-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.