کله چې حضرت علي رضی الله عنه په ۳۷ هجري کال، د صفر د میاشتې په دیارلسمه نیټه، د صفین له ډګره د کوفې په لور د تګ پرېکړه وکړه، نو یو شمېر کسانو ورته راغلل او وړاندیز یې وکړ: “کوفې ته له ستنېدو ډډه وکړه او د شام پر خلکو بیا برید پیل کړه.”
حضرت علي رضی الله عنه وویل: “زه څنګه کولی شم د سولې او منځګړیتوب د پرېکړه لیک له لاسلیکولو وروسته خپله ژمنه او عهد مات کړم؟ د روژې میاشتې ته صبر وکړئ، او تر هغې د جګړې فکر مه کوئ.”
دا ډله د حضرت علي رضی الله عنه له حضور څخه ووتله، خو خپلو ملګرو ته یې وویل چې: “موږ باید جلا لاره غوره کړو.”
کله چې حضرت علي رضی الله عنه کوفې ته روان شو، په لاره کې ډېر بحثونه وشول. یوه به ویل: “د دوو پرېکړه کوونکو ټاکنه ښه کار و.” بل به ویل: “دا ډېر ناسم کار و.” یوه به ویل: “دا کار د اسلامي شریعت له مخې جواز لري، ځکه چې الله تعالی امر کړی چې د میړه او ښځې ترمنځ د شخړې په صورت کې دې حکمان وټاکل شي.”
بل به ځواب ورکاوه: “له زوجینو سره د دې مسلې پرتله کول بالکل غلط دي، موږ باید دا موضوع د تورې په زور حل کړې وای.”
ځینو ویل: “حکمان باید عادل وي، که عادل نه وي، موږ د دوی قضاوت او پرېکړې ته غاړه نه ږدو.”
ځینو خلکو ویل: “د حضرت علي رضی الله عنه هغه عمل جایز نه و چې مالک اشتر یې د جګړې له ډګره راستانه کړ او د جګړې د درولو امر یې ورکړ.”
نورو ویل: “موږ له علي کرم الله وجهه سره بیعت کړی، باید د هغه هر حکم ومنو.”
بلې ډلې ویل: “موږ باید د هغه هر حکم ونه منو، ځکه چې موږ عقل او پوهه لرو، د الله تعالی کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت زموږ لپاره کافي دي، موږ د هیچا په وړاندې سر نه ټیټوو.”
ځینو ویل: “موږ به په هر حالت کې د حضرت علي رضی الله عنه ملاتړ کوو، د هغه اطاعت اړین ګڼو، او د هغه له امر څخه سرغړونه کفر بولو.”
په هر حال، دا ډول خبرې اترې د دوی ترمنځ تبادله کېدلې، او تقریبا په هره کورنۍ کې به دا بحثونه په ښکنځلو او جګړو بدلېدل.
حضرت علي رضی الله عنه ډېر کوښښ وکړ چې دا حالت سم کړي، خو داسې کسان وو چې اور ته یې لمن وهله. له همدې امله، د حضرت علي رضی الله عنه هڅې بېګټې شوې.
دا لښکر، چې له کوفې څخه تر صفین پورې په بشپړ ډول متحد و، اوس له صفین څخه کوفې ته د ستنېدو پر مهال له جدي اختلافاتو او تجزیې سره مخ شو.
د اختلافاتو او تضادونو توپان د لښکر حالت ګډوډ کړی و. شاوخوا شل ډلې راڅرګندې شوې، چې هره یوه یې بېلابېلې عقیدې او نظریې درلودې. دوی یو پر بل نیوکه کوله، یو بل ته یې سپکې سپورې ویل، او حتا د تورو او خنجرونو له کارولو یې هم ډډه نه کوله.
په دې مختلفو ډلو کې، دوې ډلې د شمېر او ځانګړي احساساتو له امله د پام وړ وې:
لومړۍ ډله هغه وه چې حضرت علي رضی الله عنه یې تورناوه او د هغه اطاعت یې لازمي نه باله.
دوهمه ډله هغه کسان وو چې حضرت علي بن ابي طالب رضی الله عنه یې بېګناه او واجبالاطاعت ګڼلو، او ځینې یې حتی چمتو وو چې هغه له پیغمبرانو څخه هم غوره وبولي.
لومړۍ ډله د خوارجو او دوهمه ډله د علي رضی الله عنه د شیعهګانو په نوم وپېژندل شوه.
د پام وړ ټکی دا دی چې د خوارجو د ډلې مشران هماغه کسان وو چې حضرت علي رضی الله عنه یې دې ته اړ کړی و چې مالک اشتر د جګړې له ډګره وباسي، جګړه پای ته ورسوي، او هغوی ګواښ کړی و که چېرې علي رضی الله عنه دا کار ونه کړي، نو دوی به ورسره د عثمان رضی الله عنه په څېر چلند وکړي.
دلته و چې حضرت علي رضی الله عنه به تل دوی ته یادونه کوله: “دا تاسو وئ چې زما د غوښتنې پر خلاف مو د جګړې د درولو ټینګار وکړ او د سولې وړاندیز مو رامخته کړ. اوس څنګه کولای شئ چې ما تورن کړئ او له سولې څخه ډډه وکړئ؟“
خو خوارجو له دې خبرو هېڅ پند وانخیست.
بالآخره، کار دې ځای ته ورسېد چې له کوفې سره نږدې، د حضرت علي رضی الله عنه له لښکر څخه دولس زره کسان جلا شول او د حروراء سیمې ته روان شول.
دا د خوارجو ډله وه چې حروراء ته لاړه، هلته مېشته شوه، او عبدالله بن الاکواء یې د لمانځه امام، او شبث بن ربعي یې د قوماندان په توګه وټاکه.
دا باید په یاد ولرو چې شبث بن ربعي هماغه کس و چې حضرت علي رضی الله عنه دوه ځله د خپل استازي په توګه د امیر معاویه رضی الله عنه ته واستاوه، خو دواړه ځله یې له حضرت معاویه سره سختې خبرې وکړې او د سولې خبرې یې له خنډ سره مخ کړې.
“بیعت یوازې د الله تعالی لپاره دی. د الله جل جلاله د کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو له مخې، پر موږ واجب دي چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر وکړو. هېڅوک امیر یا خلیفه نه دی. له فتحې وروسته به ټولې چارې د مسلمانانو ترمنځ د مشورې او د اکثریت رایو پر بنسټ ترسره شي. امیر معاویه او علي (رضی الله عنهما) دواړه په مساوي ډول خطاکاره دي.”
د خوارجو د تحرکاتو له خبرېدو وروسته، حضرت علي رضی الله عنه په ډېر نرمښت او زغم سره عمل وکړ.
بیا یې حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه خوارجو ته واستاوه، ترڅو ورسره خبرې وکړي او هغوی سمې لارې ته راوبلي.
حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه د خوارجو مرکز ته لاړ. هغوی لا دمخه ځانونه د بحث او مناظرې لپاره چمتو کړي وو.
عبدالله بن عباس رضی الله عنه له هغوی سره بحث ته داخل شو، خو خوارجو د هغه خبرې رد کړې. بحث او مناظره لا پای ته نه وه رسېدلې، چې حضرت علي رضی الله عنه پخپله د خوارجو ځای ته لاړ.
حضرت علي رضی الله عنه د یزید بن قیس خیمې ته له ننوتلو وروسته دوه رکعته لمونځ وکړ، بیا یې یزید بن قیس د اصفهان او ری د والي په توګه وټاکه.
له دې وروسته، هغه ځای ته لاړ چې عبدالله بن عباس له خوارجو سره په بحث بوخت و.
حضرت علي رضی الله عنه پوښتنه وکړه:
“ستاسو په منځ کې مشر او تر ټولو پوه کس څوک دی؟“
خوارجو عبدالله بن الاکواء معرفي کړ.
حضرت علي رضی الله عنه عبدالله ته مخ واړاوه او ویې ویل: “تاسو له ما سره بیعت کړی و، څه باعث شول چې له بیعت څخه ووتئ؟“
هغه وویل: “ځکه چې تاسو له جواز پرته منځګړیتوب (حکمیت) قبول کړ.”
حضرت علي رضی الله عنه وفرمایل: “په الله قسم! ما د جګړې د پای ته رسولو اراده نه درلوده، خو دا تاسو وئ چې زه مو د جګړې درولو ته اړ کړم. زه اړ شوم چې د دواړو حکمانو قضاوت او منځګړیتوب ومنم، خو سره له دې، ما له دواړو حکمانو څخه ژمنه واخیسته چې دوی به د قرآن کریم سره سم قضاوت وکړي. له همدې امله، که دوی د قرآن کریم سره سم حکمیت وکړي، نو هېڅ ستونزه نشته، مګر که دوی د قرآن پر خلاف قضاوت وکړي، موږ به یې هیڅکله ونه منو.”
خوارجو وویل: “امیر معاویه رضی الله عنه د مسلمانانو وینه توی کړې، او د هغه په اړه د حَکم ټاکل د عدالت خلاف دي؛ ځکه چې د قرآن کریم له صراحت سره سم، د هغه وژل واجب دي.”
حضرت علي رضی الله عنه وفرمایل: “په حقیقت کې، موږ افراد قاضیان نه دي ټاکلي؛ زموږ قاضي قرآن کریم دی. خو قرآن پخپله خبرې نه کوي، بلکې د قرآن قضاوت د افرادو له لارې څرګندېږي.”