لیکواله: ام عایشه
قادیانیت (اوومه برخه)
د قادیانیانو د کفر فتوا
غلام احمد قادیاني د خپل فعالیت په لومړیو ورځو کې، چې د اسلام د مبلغ او څېړونکي په توګه مشهور شوی و، تر ډېره په الهام، کشف او کرامت تکیه کوله. د علماوو یوې ډلې له پیله خبرداری ورکړی و، چې دا سړی به په راتلونکي کې نور هم افراط وکړي او خپل مریدان به د ګمراهۍ کندې ته وغورځوي. یو شمېر هغو علماوو، چې د اسلام د دفاع په نیت ورسره همغږي شوي وو، وروسته یې له ملاتړ څخه لاس واخیست.
غلام احمد قادیاني د ۱۸۸۴ زېږدیز کال په لومړیو کې د هند د پنجاب ایالت د «لدهیانه» علماوو لخوا تکفیر شو. په تدریجي ډول، نوموړی د خپلو ادعاوو وروستي پړاو ته ورسېد او ادعا یې وکړه، چې دی مسیح او مهدي موعود، د الهامي او نازل شوي شریعت خاوند، او د الله تعالی له لوري رالېږل شوی استازی او پیغمبر دی.
په پای کې، هغه علماء، چې د نوموړي د تکفیر په اعلانولو کې زړه نازړه یا محتاط وو، متفق شول او د هغه د تکفیر فتوا یې صادره کړه. د دې فتوا مشري “مولانا عبدالحق غزنوي، مولانا ثناءالله امر تسري، مولانا سعدالله لدھیانوي، پیر محمد علي شاه ګولروي رحمهم الله تعالی” او ځینو نورو علماوو کوله.
د قادیانیت د پراختیا هڅې
د برتانوي پلان جوړونکو او طراحانو یو شمېر استازي هڅه کوله، چې په پاکستان کې د قادیاني حکومت بنسټ کښېږدي یا لږ تر لږه بلوچستان د قادیانيانو لپاره ځانګړی ولایت وګرځوي. د دې موخې لپاره، د یادې فرقې دوهم مشر، میرزا بشیرالدین محمود، په ۱۹۴۸ زېږدیز کال کې د بلوچستان مرکز، کوټې ته سفر وکړ او هلته یې اعلان وکړ، چې بلوچستان د قادیانیانو ولایت دی.
په ۱۹۵۳ زېږدیز کال کې، د ختم نبوت پراخ غورځنګ د دوی دا ناوړه پلانونه شنډ کړل. همداراز، په ۱۹۷۳ زېږدیز کال کې، قادیانیانو د قرآن کریم یوه تحریف شوې نسخه خپره کړه، چې د بلوچستان په ایالت کې یې سخت غبرګونونه راوپارول. د دې دسیسې پر وړاندې پراخ لاریونونه وشول، چې له امله یې د بلوچستان ۴۰ علماء بندي کړل شول. په تدریجي ډول، دا جریانات ټول هیواد تر اغېز لاندې راوست.
د قادیانیت پر ضد علماوو او سیاسي مشرانو اقدامات
اتلسو مذهبي، ملي او سیاسي ډلو د لاهور په “مولانا احمد علي لاهوري” جومات کې د قادیانیت پر ضد یوه غونډه وکړه. په دې غونډه کې مولانا مفتي محمود، مولانا یوسف بنوري، نوابزاده نصرالله خان، او نورو علماوو ګډون درلود. دوی له دولت څخه په کلکه وغوښتل، چې د قادیانیت ستونزه هواره کړي.
درې ورځې وروسته، د پاکستان لومړي وزیر، ذوالفقار علي بوټو، خلکو ته وینا وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د دې قضیې هر اړخیزه څېړنه به وکړي. نوموړي د سپتمبر ۷مه د پرېکړې لپاره ځانګړې نیټه وټاکله او ټولو مخکښو علماوو ته یې د ګډون بلنه ورکړه.
سیاسي او مذهبي ډلو د سپتمبر په دویمه، د لاهور په شاهي جومات کې یوه لویه غونډه وکړه. پدې غونډه کې یې اعلان وکړ، که چیرې د سپتمبر د اوومې نېټې د محکمې پرېکړه د اسلامي او قانوني معیارونو سره سم اعلان نشي، نو دوی به د دولت پر وړاندې اقدام وکړي.
د قادیانیت رسمي تکفیر
بالاخره، د ۱۹۷۳ زېږدیز کال د سپتمبر په ۷مه نېټه، ژمنه شوې ورځ راورسېده، د ختم نبوت شهیدانو وینه بریا ته ورسېده، او د قادیانیت ۹۰ کلنه فتنه د تل لپاره له منځه یووړل شوه.
په دغه تاریخي ورځ، د پاکستان ملي شورا، چې د هغه وخت د لومړي وزیر، ذوالفقار علي بوټو، تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه، دواړه قادیاني او احمدیه ډلې تکفیر کړې. دا پرېکړه د ټولو علماوو او حکومتي چارواکو لخوا په متفقه توګه تأیید شوه، او دوی د اسلام له دایرې څخه وتلي اعلان شول.
پر قادیانیت نیوکه
د قادیانیت د معرفي کولو او غندلو لپاره علماوو ډېر ارزښتناک او ګټور کتابونه لیکلي دي. که څه هم د دې ټولو کتابونو یادونه دلته ممکنه نه ده، خو موږ به د څو مشهورو، جامع او د لوستلو وړ کتابونو یادونه وکړو:
-
“القادیانیة: دراسات و تحلیل“ – لیکوال: احسان الهي ظهیر (په عربي ژبه).
-
“القادیاني او القادیانیه“ – لیکوالان: ابوالاعلی مودودي او ځینې نور پاکستاني علماء.
-
“قادیاني فتنې“ – لیکوال: مولانا محمد تقي عثماني، چې د قادیاني ادعاوې یې په تفصیل سره څېړلي دي.
-
“القادیانیة“ – لیکوال: مولانا احمد رضا خان حنفي (په عربي ژبه).