Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي علما»د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال الدین افغان رحمه الله (لومړۍ برخه)
اسلامي علما چهارشنبه _5 _فبروري _2025AH 5-2-2025AD

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال الدین افغان رحمه الله (لومړۍ برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبیدالله نیمروزی

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال الدین افغان رحمه الله (لومړۍ برخه)

لنډیز
سید جمال الدین افغان د معاصر اسلامي تاریخ یو له هغو مشهورو او اغیزمنو شخصیتونو څخه دی چې د خپل ژوند په اوږدو کې یې د یوه روښانه څراغ په څېر د استعمار او ظلم پر وړاندې د مسلمانو ملتونو د ویښتیا لپاره لاره هواره کړه. هغه چې په ۱۲۵۴ هجري قمري (۱۸۳۸ میلادي) کال کې په افغانستان کې نړۍ ته سترګې وغړولې، له خپلې پراخې پوهې او نړیوالې تجربې څخه په ګټې اخیستنې سره، د اسلامي نړۍ یو له سترو اصلاح غوښتونکو او متفکرینو څخه شو. سید جمال الدین د اسلامي ټولنو داخلي وضعیت ته په ژوره کتنه او د ټولنیزو، سیاسي او کلتوري شرایطو په سمه توګه درک کولو سره پوه شو چې له زوال او انحطاط څخه د مسلمانانو د خلاصون یوازینۍ لاره، یووالی او د اسلام اصلي اصولو ته بیرته راستنیدل دي. هغه نه یوازې د یو مفکر په توګه، بلکې د یو سیاسي او ټولنیز فعال په توګه هم، د خپلو فکري او عملي مبارزو له لارې د اسلامي هویت په بیا راژوندي کولو کې مهم رول ولوباوه.
د اسلامي یووالي، مذهبي اصلاحاتو، د عصري علومو او ټیکنالوژۍ منلو او د استعمار او ظلم پر وړاندې د مبارزې په څېر مسلو په اړه د سید جمال الدین نظریات لا هم ژوندي او الهام بخښونکي دي. د هغه فعالیتونه په مختلفو هیوادونو کې لکه ایران، مصر، هند، عثماني امپراتورۍ او افغانستان کې د فکري او ټولنیزو غورځنګونو د رامنځته کیدو لامل شول چې اغیزې یې تر نن ورځې پورې په اسلامي نړۍ کې لیدل کیدی شي. تر بحث لاندې موضوع د سید جمال الدین افغاني د ژوند، شخصیت او افکارو اړخونه څیړي او هڅه کوي چې د اسلامي نړۍ په معاصر تاریخ کې د هغه اغېزه تحلیل کړي.
بنسټیزې کلمې: سید جمال الدین، افغان، اسعدآبادي، د استعمار پر وړاندې مبارزه.
سریزه
نولسمه زېږدیزه پېړۍ د اسلامي نړۍ لپاره یوه کړکېچنه دوره وه. دا دوره، چې د اسلامي ټولنو د زوال دورې په نوم پیژندل کیږي، په ډیرو اسلامي هیوادونو کې د علمي، سیاسي او اقتصادي رکود او شاتګ شاهده وه. اسلامي امپراتورۍ، چې یو وخت د خپل ځواک او عظمت په اوج کې وې، ورو ورو د لویدیځ استعمارګرو او فاسدو داخلي ځواکونو د بریدونو په وړاندې کمزورې او حتی ړنګې شوې. په دې موده کې د لویدیځ استعمار، په ځانګړې توګه برتانوي او فرانسوي استعمار، اسلامي هیوادونه تر خپل کنټرول لاندې راوستل او د دې سیمو طبیعي او بشري سرچینې یې لوټ کړې. دا شرایط د دې باعث شول چې مسلمانان د لویدیځ تمدن په وړاندې په کلتوري او ټولنیز اړخ کې ځانونه کمزوري احساس کړي او په ډیرو مواردو کې د بهرنیو اغېزو له امله، خپل هویت له لاسه ورکړي.
په اسلامي ټولنو کې دننه، هغه استبدادي او فاسد رژیمونه چې په اسانۍ سره ظلم او فساد ته تسلیمېدل، نه یوازې یې خپل ظلم زیات کړل، بلکې د اصلي اسلامي علومو او کلتورونو د هېرولو لامل هم شول. خرافات پالنه او د دین په اړه د پوهې نشتوالی، د مذهبي او قومي ویشونو او اختلافاتو ترڅنګ، د دې ټولنو د ړنګیدو لامل شو. په دې تیاره دوره کې، د اسلام د بیا ژوندي کولو او د هغه د پخواني عزت او برم د بیرته راګرځولو هڅې یوه اړتیا ګرځیدلې وه.
خو د دې زوال په زړه کې، یو کس راڅرګند شو چې ځان یې د مسلمانانو د وقار او هویت د بیا رغونې لپاره وقف کړ. سید جمال الدین افغاني رحمه الله یو لوی مفکر او اصلاح غوښتونکی، په دې حساس وخت کې په نړۍ کې را څرګند شو او په مختلفو سیاسي او فکري برخو کې یې د پام وړ فعالیتونه پیل کړل. د یو نړیوال مفکر په توګه، هغه د دې پر ځای چې یوازې په سیمه ییزو مسلو تمرکز وکړي، د اسلامي امت عمومي او نړیوالو مسلو ته یې پام واړاوه او خپل اصلاحي پیغامونه یې په پراخه کچه خپاره کړل.
د افغانستان خاوره؛ د شهیدانو او اتلانو ځای دی.
افغانستان، چې د منځنۍ آسیا په زړه کې یوه غرنۍ سیمه ده، د بډایه تاریخ او کلتور سره، تل د مشهورو علمي، کلتوري او سیاسي شخصیتونو د پالنې او روزنې مرکز په توګه پیژندل شوی دی. دا خاوره، چې په زړه کې یې زرګونه کلن تاریخ پټ دی، تل یې اسلامي نړۍ او انسانیت ته د مبارزې، پوهې او فکر انسانان وړاندې کړي دي. د افغانستان خاوره نه یوازې د سرښندونکو شهیدانو ټاټوبی ده چې د جګړې په ډګرونو کې یې د هیواد لپاره خپل ژوند بایللی دی، بلکې دا تل د لویو انسانانو او مخکښو متفکرینو د زیږون ځای هم و، چې نه یوازې د دې خاورې په تاریخ کې، بلکې د اسلامي نړۍ په تاریخ کې یې هم رغنده رول لوبولی دی. یو له دغو مشهورو او وتلو شخصیتونو څخه سید جمال الدین افغاني رحمه الله دی، چې نوم یې د اسلامي اصلاحاتو او مسلمانانو د بیدارۍ په تاریخ کې د یو ځلانده ستوري په څیر ځلیږي.
د ډګرونو مشر او مخکښ
د افغانستان خلکو، چې په ډېرو برخو کې یې نورو ته ماتې ورکړې ده؛ په مختلفو کلتوري، علمي، سیاسي او پوځي ډګرونو کې د خپل ویاړلي تاریخ سره یې تل دا ښودلې چې دوی د ډیرو سختو ننګونو په وړاندې د مقاومت او بریا وړتیا لري. د تاریخ په اوږدو کې، دا خاوره تل د ظلم او فساد په وړاندې د مخکښ په توګه ولاړه ده، که هغه د بهرنیو یرغلګرو په وړاندې وي یا په علمي او کلتوري برخو کې. له لرغونو وختونو څخه چې افغانستان د علم او فلسفې مرکز و تر معاصرې دورې پورې چې د سید جمال الدین افغاني په څیر شخصیتونه له دې خاورې څخه راپورته شول، د افغانستان خلک تل په مختلفو ډګرونو کې ځلیدلي دي او په ډیرو مواردو کې، د سترو ننګونو او ستونزو سره سره، بریالي شوي دي.
د افغانستان یو له سترو ویاړونو څخه
سید جمال الدین افغاني د افغانستان په تاریخ کې یو له سترو ویاړونو څخه دی. هغه نه یوازې د دې خاورې د ملي او مذهبي شخصیت په توګه پیژندل کیږي، بلکې د هغه اصلاحي افکارو او فعالیتونو په اسلامي نړۍ کې د پام وړ بدلون رامنځته کړ. سید جمال الدین د نړیوال لیدلوري او د اسلامي نړۍ مسلو ته د نوي نظر سره، د مسلمانانو لپاره د بیدارۍ او پرمختګ لاره هواره کړه. دا نه یوازې د افغانستان د خلکو لپاره، بلکې د نړۍ د ټولو مسلمانانو او آزادو خلکو لپاره یو لوی ویاړ دی چې په خپل تاریخ کې یې داسې یو مفکر روزلی دی.
سید جمال الدین افغاني د افغانستان دی، نه له بل ځای څخه
سید جمال الدین افغاني، سره له دې چې نورو کلتورونو او هیوادونو ته یې ډېر درناوی درلود، تل یې ځان د افغانستان بچی او د دې خاورې ویاړلی ګڼل. هغه په ویاړ سره د خپلو ریښو په اړه خبرې کولې او تل یې ټینګار کاوه چې که څه هم هغه د خپل ژوند په اوږدو کې په مختلفو هیوادونو کې ژوند کړی او د نړۍ له لویو مفکرینو سره یې اړیکې ټینګې کړې دي، خو د هغه اصلي هویت له افغانستان سره تړاو لري. د هغه د وطن سره دا هویت او مینه د هغه په ډیرو اثارو او لیکنو کې ښه منعکس شوې ده، او دا د افغانستان د خلکو لپاره د ویاړ او سرلوړۍ سبب دی چې دومره لوی شخصیت د دې خاورې له زړه څخه راڅرګند شو.
په ټولو ډګرونو کې مخکښ
د افغانستان خلک د علم او پوهې په ډګر کې له نورو څخه مخکې دي. افغانستان د خپل تاریخ په اوږدو کې په علمي او کلتوري برخو کې په ډیرو هیوادونو اغیزه کړې ده. له لرغوني وخت څخه تر نن ورځې پورې، د دې خاورې خلک تل د علم، سیاست او جهاد په برخو کې مخکښان وو. د خواجه عبدالله انصاري، ابو داود سجستاني، امام فخر رازي، ابراهیم ادهم، ابو ریحان البیروني، غیاث الدین جمشید کاشاني رحمهم الله په څیر شخصیتونه او په معاصر وخت کې، ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله، چې د سیاست او مشرتابه په ډګر کې یوه ښه بیلګه وه او ډېر نور له دې خاورې څخه راپورته شوي او په علمي، ادبي او فلسفي برخو کې یې د پام وړ ونډې اخیستې دي. سید جمال الدین افغاني رحمه الله، د افغانستان د یو له سترو علمي او فکري شخصیتونو څخه وو، چې د مسلمانانو د بیدارۍ او فکري اصلاحاتو په راوستلو کې یې مهم رول ولوباوه. هغه تل ټینګار کاوه چې مسلمانان باید په جدي توګه علم او پوهه په خپلو پروګرامونو کې شامله کړي او د لویدیځ له علمي لاسته راوړنو څخه ګټه پورته کړي. دا علمي روحیه او د حقیقت لټون د افغانانو یو له ځانګړو ځانګړتیاوو څخه دی، چې د تاریخ په اوږدو کې یې تل په مختلفو برخو کې له نورو څخه مخکې شوي دي.
د بشري تاریخ په اوږدو کې، د افغانستان خلکو نړۍ ته د تمدن او پرمختګ درسونه ورکړي دي، چې سید جمال الدین افغاني یې یوه غوره بیلګه ده.
افغانستان د بشري تاریخ په اوږدو کې د تمدن او کلتور د زانګو په توګه پیژندل شوی دی؛ دا ځمکه له اوږدې مودې راهیسې د علم او کلتور د ودې او غوړېدو ځای دی، او نړۍ ته یې مشهور شخصیتونه معرفي کړي دي. سید جمال الدین افغاني، د معاصر اسلامي تاریخ یو له سترو شخصیتونو څخه دی، په حقیقت کې د دې لرغوني دود دوام ورکوونکی دی. هغه د خپلو عصري او اصلاح غوښتونکو افکارو سره اسلامي نړۍ او حتی د نړۍ نورو ملتونو ته لوی درسونه ورکړل. له دې درسونو څخه یو یې د ساینس اهمیت، پرمختګ او د عصري لاسته راوړنو څخه د ګټې اخیستنې په وخت کې مذهبي اصولو ته راستنیدل وو. د یو نړیوال مفکر په توګه، افغاني تل هڅه کړې چې له خپل تاریخ څخه زده کړه وکړي او د اسلامي امت د اصلاح او بیدارۍ لپاره یې پلي کړي. دغو ځانګړتیاوو هغه نه یوازې د افغانستان په تاریخ کې، بلکې د اسلامي نړۍ په تاریخ کې هم د یو له مشهورو شخصیتونو څخه پیژندلی و.
دوام لري…
Previous Articleقادیانیت (اوومه برخه)
Next Article حضرت علي کرم الله وجهه (اوولسمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یو دیرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (دېرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (څلور ویشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یو دیرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD0 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله یو دیرشمه برخه …

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونېزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اوومه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD2 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونېزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اوومه برخه د…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (دېرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD5 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله دېرشمه برخه پایله نولسمه…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (دري ویشتمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD7 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول دري ویشتمه برخه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یو دیرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD

د کمونېزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اوومه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.