Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نشنلیزم»نشنلیزم (اتمه برخه)
نشنلیزم سه شنبه _28 _جنوري _2025AH 28-1-2025AD

نشنلیزم (اتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: ابوعایشه

نشنلیزم (اتمه برخه)

 

نشنلیزم یا ملتپالنه څنګه اسلامي هېوادونو ته خپره شوه؟
وروسته له هغه چې د ملتپالنې پدیده په لویدیځو هېوادونو کې راڅرګنده شوه او وده یې وکړه، د نیواکګرو او د هغوی د اجنټانو لخوا اسلامي هېوادونو ته ولېږدول شوه. دې پدیدې، د دې پر ځای چې مسلمانانو ته ګټه ورسوي، د هغوی یووالی یې له منځه یووړ. هغه ټینګه رسۍ چې مسلمانانو پرې منګولې ښخې کړې وې، وشلېده او د ستر اسلامي خلافت د کمزورتیا او تجزیې لامل شوه.
د شلمې پېړۍ عالم او څېړونکی علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله لیکي:
“هغه څه چې د افسوس او اندیښنې وړ دي، دا دي چې دا قومي شخړې او لانجې ځینو اسلامي خاورو ته، چې باید هغوی د اسلامي نړۍ د دعوت مشري پر غاړه اخیستې وای، د امنیت او هوساینې پیغام راوړونکي وای او د ملتپالنې پر وړاندې یې مخالفت ښودلی وای، نفوذ وکړ او په چټکۍ سره خپره شوه. دا کار په دې خاورو کې د دیني مسایلو او اعتقادي ارزښتونو د کمزوري کېدو له امله و.”
ملتپالنه د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې، نږدې د لومړۍ نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته، اسلامي هېوادونو ته ننوتله. دا پېښه له هغه وخت سره سمون خوري کله چې عثماني دولت کمزوری شوی و او د ړنګېدو په درشل کې و. لویدیځوالو د دې دولت په نیمه مړ بدن کې ملتپالنه د وژونکي زهر په څېر داخل کړه او د هغه د پرځېدو سره یې مرسته وکړه. وروسته دا لویه امپراتوري په کوچنیو هېوادونو ووېشل شوه چې هر یو یې له ځان سره یو ډول ملتپاله روحیه درلوده، چې دوی له لویدیځ څخه را نقل کړې وه.
موږ ګورو چې د ملتپالنې مفکورې د لویدیځ له خوا اسلامي هېوادونو ته خپرې شوې او عیسوي مبلغینو او انګلیسي او فرانسوي مستشرقینو د دې په وده کې مهم رول ولوباوه. دا پدیده په اسلامي هېوادونو کې د لویدیځو استعماري دسیسو په پایله کې راڅرګنده شوه او د بهرنیانو د ګټو لپاره یې کار کاوه. ملتپالنه د اسلامي نړۍ د یووالي او پیوستون د له منځه وړلو او د عثماني خلافت د ړنګېدو یوه مهمه موخه وه.
په ختیځه نړۍ کې د ملتپالنې راڅرګندېدل، په ځانګړې توګه په اسلامي نړۍ کې، د اروپا او لویدیځ د تحولاتو سره له اړیکې پرته ممکن نه و. د اروپایانو استعماري او پراختیا غوښتونکي چلند، چې د نویو خاورو د اشغال او د مذهبي مبلغینو له لارې د عیسویت د خپرولو غوښتنې سره یوځای و، غیر عربي هېوادونه یې کمزوري کړي وو. د څو پېړیو په اوږدو کې د اروپایي هېوادونو لخوا د نورو هېوادونو استعمار، پوځي یرغل، او له نورو هېوادونو څخه اقتصادي ګټه اخیستنه د آسیا، افریقا او حتی د لاتینې امریکا هېوادونو د اقتصادي او سیاسي وروسته پاتې کېدو لامل شوه.
په اسلامي نړۍ کې د ملتپالنې خپرېدل د شلمې پېړۍ په پیل کې او له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د عثماني امپراتورۍ د کمزورتیا او تجزیې سره تړاو درلود.
ملتپالنه هغه دین دی چې استعمار یې اسلامي هېوادونو ته صادر کړ ترڅو د اسلامي نړۍ یووالی او یو موټیتوب له منځه یوسي.
ځینو لویدیځوالو مفکرینو او ختیځ پوهانو تل د دې پدیدې د خپرېدو لپاره اړین شرایط او زمینه برابره کړې ده او د آسیا او افریقا په سیمو کې یې د لویدیځ استعمار د سیاسي او کلتوري جګړې لپاره لاره هواره کړې ده. په دې توګه، ملتپالنه د لویدیځوالو کلتوري شخصیتونو له لارې اسلامي هېوادونو ته خپره شوه او د هغوی په وسیله یې وده وکړه. د دې کړنې دلیل دا و چې لویدیځ استعمار د اسلامي یووالي له امله د خپلو سیاسي او اقتصادي ګټو او مصلحتونو څخه ویره درلوده.
د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې، د لومړۍ نړیوالې جګړې په پای ته رسېدو سره، عثماني امپراتوري سخته کمزورې او د متفقینو لاس ته ولوېده، چا چې د دې “لوی امت” د تجزیه کولو خپل اوږدمهاله خوب پوره کړ. په دې توګه، د ملتپالنې د ویجاړونکې مفکورې په داخلولو سره، استعمارګرو دا لویه امپراتوري ټوټې ټوټې کړه او د هغې له عظمت او جلال څخه یې هېڅ شی پرېنښود.
په دې کې شک نشته چې په اسلامي هېوادونو کې د نویو ملتپالو افکارو خپرېدل غربي یا لویدیځوالې ریښې لري. په حقیقت کې، د ملتپالنې شعار د استعمارګرو یو له خورا مهمو او اغېزمنو وسیلو څخه و چې په اسلامي هېوادونو کې اغېز وکړي او د مسلمانو ملتونو یووالی له منځه یوسي.
برتانوي استعمار د درېيمې نړۍ په هېوادونو کې، په ځانګړې توګه په اسلامي نړۍ کې، د خپلو ګټو او ارمانونو د ترلاسه کولو لپاره د ملتپالنې مفکوره ترویج او هغې ته یې وده ورکړه. دا غورځنګ هغه وخت په اسلامي نړۍ کې را څرګند شو او سیاسي او سازماني ملاتړ یې ترلاسه کړ، چې برتانوي استعمار د عثماني دولت د له منځه وړلو لپاره خپله ملا وتړله. د دې کار لپاره یې په دې هېوادونو کې د خپلو اصلي اجیرانو مرسته راجلب کړه او هغوی ته یې د مشرۍ، حکومت او مقام ژمنه ورکړه. د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د برتانیې زاړه استعمار عربي مشران او خپل اجنټان د ملتپالنې ایډیالوژۍ په شاوخوا کې راټول کړل، چې په دې توګه یې عثماني دولت ړنګ کړ.
له دې ترخې پېښې وروسته، اسلامي نړۍ په کوچنیو هېوادونو ووېشل شوه. د دې وېش پایلې او اغېزې نن ورځ په ښکاره توګه لیدل کېږي؛ ځکه چې کله په یو اسلامي هېواد برید وشي، نو هېڅ یو اسلامي هېواد د بل لوري د جرمونو او ځورونو په وړاندې د راپورته کېدو جرئت نه کوي، او د لویدیځو هېوادونو له وېرې د مظلوم هېواد یا ډلې د ژغورلو لپاره اقدام نه کوي.
کله چې د اسلام دښمنان د صلیبي جګړو په ترڅ کې د اسلامي ټولنو د ویجاړولو او له منځه وړلو لپاره راووتل، نو ناڅاپه د اسلامي ورورګلوۍ او د اسلامي امت د دیني یووالي له قوي او ټینګ دیوال سره مخ شول. دوی دې پایلې ته ورسېدل چې له دې دیوال څخه د تېرېدو لپاره بله لاره نشته، پرته له دې چې هغه ویجاړ او وران کړي.
دلته وو چې دوی په ټوله اسلامي نړۍ کې د ملتپالنې او توکمپالنې شعارونه بیا راژوندۍ کړل. په ترکیه کې یې نژادپالنه (تورانیت) بیا راژوندۍ کړه او ترکان یې دې ته اړ کړل چې ځانونه د انسانیت د بادارانو، مشرانو، او د تاریخ د معجزه جوړوونکو په توګه وګوري. عربان یې دې ته اړ کړل چې له ترکانو څخه خپل پخوانی برم او عظمت بېرته ترلاسه کړي؛ ځکه چې عربانو ځانونه د نبوت اهل، د اسلام اصلي وارثان او خپلې خاورې د اسلام ټاټوبی، د رڼا زانګو، او د لارښوونې او هدایت مرکزونه ګڼل.
البته، د دې خبرو د حقیقت په اړه هېڅ شک نشته؛ خو اصلي خطر د دې شعارونو تر شا دی.
څېړونکي په دې باور دي چې د عثماني خلافت ماتې او تجزیه د مسلمانانو د یووالي د له منځه تلو لامل شوه.
عبدالسلام یاسین، د “اسلام او سیکولر نشنلیزم” کتاب لیکوال، لیکي:
“د اسلامي یووالي له منځه تلل د عثماني دولت د ماتې او ویجاړۍ سره هم‌مهاله او مترادف وو. دا ماتې د نږدې دوو پېړیو په موده کې یوه دوامداره ماتې وه، چې وروستۍ برخه یې د ملحدینو د بیرغ پورته کوونکي مصطفی کمال د برید سره له منځه لاړه.”
د ملتپالنې د پدیدې د راڅرګندېدو په اړه د کتابونو په څېړلو او مطالعه کولو سره، دا جوتېږي چې لویدیځو هېوادونو د اسلامي امت او اسلامي نړۍ د یووالي او بشپړتیا د له منځه وړلو لپاره له توکمپالنې او ملتپالنې څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخیستی دی. که څه هم په دې اړه د لیکوالانو او څېړونکو رایې او نظریات مختلف دي، خو په دقت او ځیر سره لیدل کېدی شي چې پایلې او اغېزې یې یو شان دي: د عثماني خلافت سقوط، د مسلمانانو وېشل، او د دوی د یووالي ګډوډېدل او له منځه تلل.
د لیکوالانو او څېړونکو نظرونو ته په کتو او ارزونې سره، موږ ګورو چې ملتپالنه په دریو طریقو اسلامي نړۍ ته وارده شوې ده:
  1. لومړۍ طریقه:
    هماغه ده چې مخکې یې یادونه وشوه.
  2. دوهمه طریقه:
    ډېری څېړونکي په دې باور دي چې استعمار، د اسلامي هېوادونو په زړه کې د اسراییل په نوم د یو دولت په جوړولو سره، ملتپالنې او قومي محوریت ته وده ورکړه او مسلمانان یې وویشل. د دې په اړه ویل کېږي:
    “اسراییل، په داسې حالت کې چې اسلامي نړۍ کمزورې، وېشل شوې او خپره شوې وه، په ۱۹۴۸ کال کې د یو خپلواک دولت په توګه رامنځته شو. د اسراییلو مسئله یوه نژادي مسئله شوه؛ یعنې له اسراییلو سره جګړه او د اشغال شوي فلسطین آزادي، چې د ټولې اسلامي نړۍ پورې اړه لري، د عربو او اسراییلو ترمنځ په جګړه بدله شوه. له همدې امله، نه یوازې عربانو په دې برخه کې هېڅ پرمختګ ونه کړ، بلکې د اسلامي هېوادونو د خاورو د اشغال کچه هم ورځ په ورځ زیاته شوه.”
  3. دریمه طریقه:
    د هغو کسانو نظریه ده چې په دې باور دي چې په اسلامي هېوادونو کې ملتپالنه د لویدیځو هېوادونو د استعمار او د اسلامي هېوادونو د ویجاړولو په اړه د هغوی د دسیسو په وړاندې غبرګون و. دې ډلې هڅه وکړه چې د خپل قلم او ژبې په کارولو سره د استعماري هېوادونو په وړاندې د قومي او ملتپالنې لامل پیاوړی کړي او د هغوی په وړاندې اقدام وکړي. په دې توګه یې وکولی شول چې خپل هېوادونه آزاد کړي؛ خو په هر صورت، دا باید ومنل شي چې دا پدیده په بشپړ ډول لویدیځواله ده او په اسلام کې هېڅ ځای نه لري؛ ځکه چې دا پدیده قومي او مذهبي تعصب رامنځته کوي، کوم چې په اسلام کې د غندنې وړ دی.
د “القومیه فی میزان الاسلام” کتاب لیکوال، عبدالله ناصح علوان، په خپل کتاب کې په اسلامي هېوادونو کې د ملتپالنې د راڅرګندېدو او د اسلامي خلافت د له منځه وړلو په اړه په تفصیل سره بحث کړی دی، چې موږ یې په لاندې ډول لنډیز کوو:
“په اسلامي نړۍ کې د ملتپالنې د راڅرګندېدو نښې ښیي چې دا پدیده د یهودي صهیونیسټانو د راټولېدو او د بیت‌المقدس د نیولو او له مسلمانانو څخه د فلسطین د غصب کولو د هڅې سره پیل شوه. په هغه وخت کې، اسلامي خلافت، سره له دې چې له کمزورتیاوو او ستونزو سره مخ و، ډېر اسلامي هېوادونه یې په منظم او ورورګلوۍ سره یو موټي او متحد کړي وو. له هغې وروسته، ډېری صهیونیسټ مشران او پانګوال د ماسوني په غونډه کې سره راټول شول. د سالونیک ښار د دې ډلې رسمي مرکز و او په دې ښار کې د دونمه یهودي ډلې وده وکړه. د فلسطین د نیولو لپاره د یهودانو لومړنۍ هڅې د “قراسو” په نوم د یو شتمن یهودي له راتګ سره پیل شوې، چې سلطان عبدالحمید ته یې استولې وه. دې سړي سلطان ته ژمنې وکړې، خو سلطان ونه منله، او هغه کس د سلطان له حضور څخه د بدل شوي مخ سره ووت.”
پایله:
په پای کې دا باید په ډاګه کړو چې ملتپالنه په اسلام کې هېڅ بنسټ نه لري؛ ځکه چې دا مفکوره د قومي او مذهبي تعصب سرچینه ده. موږ به دا موضوع د “اسلامي لید څخه ملتپالنه” په برخه کې په تفصیل سره وڅېړو، ان شاءالله.
دوام لري…
Previous Articleد علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اتمه برخه)
Next Article د حدیثو منکرین او د هغوی نوي شبهات (څلورمه او وروستۍ برخه)

اړوند منځپانګې

کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (پنځمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Blog

نشنلیزم (دېرشمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (څلورمه برخه) 

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته کتنه (نهه‌ويشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD0 Views

لیکوال: شکران احمدي د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه نهه‌ويشتمه برخه د شریعت د…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (پنځمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجگي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه پنځمه برخه د…

نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (څلور ویشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD0 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک څلور ویشتمه برخه په اصلاح…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (نهه‌ویشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD4 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزی د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله نهه‌ویشتمه برخه دوهم درس:…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د شریعت مقاصدو علم ته کتنه (نهه‌ويشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (پنځمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.