شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: عبیدالله نورزهي اسلام په اروپا کې (اوومه برخه) په اندلس کې د اسلامي تمدن وده او ځلېدا اسلام په اندلس کې د ۷۱۱ زېږدیز کال څخه تر ۱۴۹۲ زېږدیز کال پورې، نږدې د اتو پیړیو په موده کې یو ځلانده تمدن تأسیس کړ. دا هغه سیمه ده چې نن ورځ د هسپانیې او پرتګال دوو هېوادونو پورې اړه لري. په داسې حال کې چې د کلیسا د ظلم تر سیوري لاندې اروپا د هر ډول فکري او علمي ودې او پرمختګ مخه نیوله، اندلس د اسلام تر واکمنۍ لاندې د پرمختګ، ودې او ځلېدا په مرکز بدل شو. دا سیمه، چې د اسلام له راتګ څخه مخکې په بشپړه تیارې کې ډوبه وه، د ابدي دین په راتګ سره د فکر د نیالګیو د ودې او د پوهې د غوړېدو شاهده وګرځېده. له اندلس څخه ستر علما او پوهان را څرګند شول چې د خپلو فکري هڅو او ژورو څېړنو له لارې یې د ناپوهۍ پردې لرې کړې او نړۍ ته یې د پوهې رڼا وړاندې کړه. د اندلس خاوره، د مسلمانانو له فتحې څخه مخکې د ویزیګوټ کورنۍ د وروستي پاچا روډریک لخوا اداره کېده. هغه یو بې رحمه او ظالم سړی و چې د پخواني پاچا، تیزا، د ګوښه کولو او وژلو وروسته یې واک ترلاسه کړ. جولین، د سبتا والي، چې له خپلې لور سره د روډریک د ناسم چلند له امله ژور خفه و، له موسی بن نصیر رحمه الله څخه غوښتنه وکړه چې دا سیمه د روډریک له منګولو خلاصه کړي. د اندلس خلک هم د هغه له ظلمونو څخه ستړي شوي وو. د اندلس د سیاسي او جغرافیایي اهمیت په اړه له پوهېدو وروسته، موسی بن نصیر رحمه الله د طریف په نوم یو ځوان افسر سیمې ته د بیاکتنې او پېژندنې لپاره واستاوه. وروسته، په قیروان (چې په اوسني تونس کې موقعیت لري) کې د مسلمان واکمن په امر، طارق بن زیاد د ۱۲۰۰۰ سرتېرو سره د اندلس په لور وخوځېد. هغه د خپلې زړورتیا او پوځي تاکتیکونو په مرسته د ۹۲ هجري قمري کال د رجب په ۲۵مه نېټه د روډریک پوځ ته ماتې ورکړه. په دې توګه اسلام د اروپا په یوه حساسه سیمه کې ځان ټینګ کړ او ارزښتناک علمي، کلتوري او هنري اثار یې تر شا پرېښودل. پروفیسور ګوستاو لوبون په خپل کتاب «اسلامي او عربي تمدن» کې لیکي: “د څو پیړیو په اوږدو کې، مسلمانانو د اندلس هېواد له علمي او مالي اړخه په بشپړه توګه بدل کړ او هغه یې د اروپا لپاره د ویاړ تاج وګرځاوه. دا بدلون نه یوازې په علمي او مالي برخو کې و، بلکې په اخلاقو کې هم څرګند و. د فتح شویو سیمو له خلکو سره د دوی چلند دومره نرم و چې اسقفانو ته اجازه ورکړل شوه خپلې مذهبي غونډې او مراسم په آزاده توګه ترسره کړي.” د کولمبیا پوهنتون پروفیسور هرمن رینډل لیکي: “په لسمه میلادي پېړۍ کې، مسلمانانو په هسپانیه کې یو تمدن رامنځته کړ چې پکې علوم د عامه مبهمو عقایدو له چوکاټ څخه وتلي و او علمي ژوند، صنعتونو او تخنیکونو ته یې وده ورکړې وه.” هغه په بل ځای کې اعتراف کوي: “د ارسطو په لویو اثارو پوهه لومړی له هسپانیې څخه راپورته شوه، خو مسلمانانو یو بل څه هم ترلاسه کړل چې ارسطو د خپل ټول استعداد سره ترې بې برخې و، او هغه د ریاضي او میخانیک علم و.” اندلس د خپلې شاندارې دورې په جریان کې اندلس د خپلې شاندارې دورې په جریان کې، د ابن رشد، محی الدین العربي، ابن حزم، ابن طفیل او ابن باجه رحمه الله په څېر لوی عالمان وروزل. کلتوري او علمي خوځښتونه خپل اوج ته ورسېدل او یوازې د قرطبه په ښار (اوسني کوردوبا) کې، په یوه کال کې له ۱۵۰۰۰ څخه زیات کتابونه ولیکل شول. له بغداد څخه اندلس ته د کاغذ د صنعت په لیږد سره، د کتابونو شمېر زیات شو او ۷۰ عامه کتابتونونه جوړ شول. ښوونځیو په وړیا ډول هلکانو او نجونو ته په اسلامي علومو او د هغه دورې په نورو علومو کې زده کړې ورکولې. په دې دوره کې علمي اختراعات او نوښتونه هم خپل اوج ته ورسېدل. ابن فرناس قرطبي په نهمه پیړۍ کې لرې لید (دوربین) او زنګ لرونکی ساعت اختراع کړ. همدارنګه، د مسلمانانو علمي اثار چې په لاتیني ژبه ژباړل شوي وو، له پیړیو راهیسې د اروپا علمي مرکزونو لخوا کارول کېدل. په دې کې یو له خورا مشهورو اثارو څخه د ابوالقاسم الزهراوي لخوا لیکل شوی د التصریف طبي دایرة المعارف و، چې د ټپونو په اړه په دریو ټوکونو کې لیکل شوی و. هغه مسلمانان چې د اندلس له ړنګېدو وروسته په سیمه کې پاتې شول یا هم بندیان شول، عیسویانو ته د اسلامي تمدن په لیږدولو کې مهم رول ولوباوه. رامون منندس بیدال یوه په زړه پورې خبره په ګوته کوي او وايي: “که څه هم د کاسټیل عیسویان او نورمانان په یوولسمه پیړۍ کې په هسپانیه او سیسلي کې مسلمانانو ته په ماتې ورکولو کې بریالي شول، خو دوی ټول د مسلمانانو کلتوري غوره والي ته تسلیم شول. د اسلامي خاورو علومو او فنونو خپل فاتحین حیران کړل.” خو د دې لاسته راوړنو په وړاندې د اروپایانو غبرګون له تاوتریخوالي او ویجاړتیا پرته بل څه نه وو. جرمني مورخ جوزف ایشباه په خپل کتاب “د اندلس تاریخ” کې لیکي: “عیسوي لښکرو په ښارونو او کلیو برید وکړ او هغوی یې د اور خوراک کړل. هر ځای ته چې رسېدل، خلک یې په تورو او اور سره وژل، جوماتونه یې ویجاړول او د منارو په سر به یې صلیبونه ځړول. دا جنایتونه د مغولانو او نورو وحشي خلکو د چلند یادونه کوله.” د اندلس سقوط: د تیارو او ظلمت پیل په ۸۹۰ هجري کال (چې له ۱۴۹۱ میلادي کال سره سمون لري)، د غرناطې د تړون له مخې، په اندلس کې د مسلمانانو د واکمنۍ وروستی مرکز عیسویانو ته تسلیم شو. د دې بدلون سره، کلتوري وده او ځلانده اسلامي تمدن له دې خاورې څخه ورک شو او تیاره یې ځای ونیو. دا تیاره له وینو تویولو، ویجاړولو او د مسلمانانو ارزښتناکو کتابونو له سوځولو سره مل وه. هغه عوامل چې د دې شاندار حکومت د سقوط او د هغې د غمجن برخلیک لامل شول عبارت دي له: • داخلي شخړې او د عیسوي فعالینو لخوا هغو ته لمن وهل؛ • د هغو خائنو وزیرانو او واکمنانو خیانت چې له خپل هیواد سره یې وکړ؛ • په اسلامي پوځ کې د عیسوي پوځي سلاکارانو نفوذ؛ • په مذهبي تبلیغاتو کې د عیسویانو ډېره ازادي او اندلس ته د عیسوي مبلغینو راتګ؛ • د کلیسا د اجنټانو لخوا د مسلمانو ځوانانو په منځ کې د اخلاقي فساد، شرابو څښلو او جنسي انحرافاتو خپریدل. له تړون څخه د اروپایانو لومړۍ سرغړونه د غرناطې لوی جومات په کلیسا بدلولو سره پیل شوه. له هغې وروسته، یو فرمان صادر شو چې ټول جوماتونه دې په کلیساګانو بدل شي. بیا یو لازمي قانون نافذ شو، چې له مخې یې هغه کسان چې د عیسویت دین نه مني، په اور کې دې وسوځول شي. د دې کار د ستونزمن والي له امله د سلګونو زرو مسلمانانو د ایستلو امر صادر شو. په دې بهیر کې ډېر مسلمانان ووژل شول او د ظالمانه وژنو په پایله کې، د مسلمانانو نفوس درې میلیونه کم شو. ډاکټر ګوستاو لوبون په دې پیښو خواشیني څرګنده کړې او داسې یې لیکلي دي: “ښایي په تاریخ کې هیڅ یو له خورا بې رحمه او وحشي فاتحینو څخه داسې شرمناکې کړنې نه وي کړي.” جان ډیونپورټ هم وايي: “که څه هم د عیسویانو ناوړه پلانونو او شرمناکو کړنو په هسپانیه کې د مسلمانانو اوږدمهاله واکمني ویجاړه کړه، خو دا تخریب په دوهمه درجه کې پخپله د عیسوي اروپا په زیان سره پای ته ورسید. د اناتول فرانس په وینا، د شمالي اروپا د وحشيانو لخوا په هسپانیه باندې یرغل او د اسلامي دولت ویجاړولو، اروپا په علمي پرمختګ کې لږ تر لږه پنځه سوه کاله شاته کړه.” د شپاړسمې پیړۍ په پیل کې، د کلیسا د مشرانو په امر، ټول هغه کتابونه چې په پراخه کوچه راټول شوي وو، په اور کې وسوځول شول. د اندلس په ټولو ښارونو او کلیو کې د کتابونو د سوځولو مراسم ترسره شول. د عربي ژبې کارول منع شول او په ۱۵۰۸ کال کې، د غرناطې له سقوط څخه یوازې ۱۶ کاله وروسته، یو قانون تصویب شو چې د اسلامي جامو اغوستل او د اسلامي حمامونو جوړول یې منع کړل او د مسلمانانو ټول ملکیتونه ضبط شول. له دې قوانینو څخه د سرغړونې سزا زندان، اعدام یا په اور کې سوځېدل و. اسلام په هسپانیه کې هسپانیه د اروپا په جنوب لویدیځ کې د ایبیریا ټاپووزمې په اوږدو کې موقعیت لري. دا هیواد د جبل الطارق تنګي له لارې له افریقا څخه یوازې ۱۴ کیلومتره لرې دی. هسپانیه په لویدیځ کې د اتلانتیک سمندر، په جنوب او ختیځ کې د مدیترانې سمندر او په شمال کې د بسکی خلیج سره ګډه پوله لري. دا هیواد ۵۰۴,۷۸۳ کیلومتره مربع مساحت لري او د نفوسو راپور یې شاوخوا ۳۹ میلیونه دی. اسلام په لومړۍ هجري پېړۍ کې هسپانیې ته داخل شو او په دې سیمه کې یې یو پرمختللی تمدن رامنځته کړ؛ خو د شپاړسمې پیړۍ له پیل راهیسې، د اسلام پر وړاندې جګړه د اسلامي اثارو د له منځه وړلو، د مسلمانانو د وژلو او شړلو په بڼه پیل شوه او تر ۱۹۶۷ پورې یې دوام وکړ. په دې کال کې، د لومړي ځل لپاره په هسپانیه کې د اسلام آزادي اعلان شوه او په ۱۹۷۵ کال کې، د جنرال فرانکو له مړینې وروسته، دا آزادي نوره هم پراخه شوه. له دې سره، د عیسویانو له خوا د پیړیو راهیسې د منفي تبلیغاتو له امله، مسلمانان لاهم د خپلو مذهبي عقایدو په څرګندولو کې له ویرې سره مخ دي او ډیری یې خپل دین پټوي. له همدې امله، په هسپانیه کې د مسلمانانو رسمي شمېر له اصلي شمېر څخه کم، اعلانیږي. له دې سره سره، د مسلمانانو شمېر مخ په زیاتېدو دی، په ۱۹۷۱ کال کې د مسلمانانو شمېر له ۱۰۰,۰۰۰ څخه زيات شو او په ۱۹۹۱ کال کې ۲۰۰,۰۰۰ ته ورسېد. په هسپانیه کې اسلامي فعالیتونه نن ورځ، په هسپانیه کې لس سلنه مسلمانان د هسپانوي نسل څخه دي او پاتې نور هغه کډوال دي چې په عمده توګه د شمالي افریقا هیوادونو څخه دې هیواد ته کډوال شوي دي او ډیری وختونه په خدماتي او کارګرۍ دندو کې ګمارل کېږي. په هسپانیه کې مسلمانان ۴۰ فعال جوماتونه لري او د هسپانیې اسلامي مرکز، چې په مادرید، بارسلونا او قرطبه کې فعالیت کوي، د اسلامي تبلیغاتو، تعلیم او په هسپانوي ژبه کې د اسلامي کتابونو خپرولو مسؤلیت لري. دا مرکز د اسلامي مسلو په اړه فلمونه هم جوړوي او علمي او کلتوري مرکزونو ته یې وړاندې کوي. د وعظونو او خطابو غونډې او پروګرامونه هم په ځانګړي ډول د ځوانانو او زده کونکو لپاره ترسره کېږي. دوام لري…