لیکوال: عبیدالله نورزهي
اسلام په اروپا کې (شپږمه برخه)
په اروپا کې مهاجرت
په اروپا کې مهاجرت په دوه ډوله دی:
-
تاریخي مهاجرتونه: له پنځلسمې پیړۍ راهیسې پراخ مهاجرتونه، په ځانګړې توګه امریکا ته، پیل شول چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۷۰ میلیونه اروپایان مختلفو سیمو ته لاړل.
-
معاصر مهاجرت: د آسیا او افریقا خلک اروپا ته مهاجر شوي، چې په عمده توګه په خدماتي دندو او فابریکو کې کار کوي.
نژادونه، ژبې او دینونه
ډېری اروپایان سپین پوستي دي او بېلابېلې توکمیزې ډلې پکې شاملې دي، لکه:
-
لاتیني (جنوبي اروپا)
-
جرمني
-
سلاوي
-
لاپس (د شمالي اروپا یو ځانګړی توکم)
-
او خپاره شوي قومونه لکه ایبیریان او سیلټیان.