Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»په اسلام کې د ښځې مقام (اووه پنځوسمه برخه)
اسلام چهارشنبه _8 _جنوري _2025AH 8-1-2025AD

په اسلام کې د ښځې مقام (اووه پنځوسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکواله: ام عایشه

په اسلام کې د ښځې مقام (اووه پنځوسمه برخه)

له بهرنیانو څخه د مسلمانو ښځو تقلید
له بده مرغه، غربي فاسدو رسنیو د ځینو مسلمانو ښځو په افکارو ژوره اغېزه کړې ده. کله چې یوه مسلمانه ښځه په تلویزیون یا انټرنیټي شبکو کې د یوې ښځې حرکات، چلند او د هغې د جامو اغوستلو څرنګوالی ویني او شیطان یې په سترګو کې ښایسته کړي، نو هغې ته د تقلید کولو فکر پیدا کېږي. دا ښځه د هغې ښځې په څېر کېږي چې له هر باد سره خوځېږي او هره ورځ یو نوی حرکت، پوښښ او کړنلاره غوره کوي. مګر هغه نه پوهېږي چې دا ښځه څوک ده او د تلویزیون پر پرده یې د راڅرګندېدو موخه څه ده؟
هغې ته دا هم نه معلومېږي چې هغه ښځه چې د تمدن، فرهنګ او ښاري ژوند په نوم خپل حجاب او عفت له لاسه ورکوي، په حقیقت کې ټولنې ته دا وایي: “زه د دې لوړ مقام او حیثیت وړ نه یم؛ زه یوازې د پیر او پلور لپاره یوه مینځه یم.”
له بده مرغه، نن ورځ که د دې نامناسب تقلید په اړه څه وویل شي، نو ځینې خلک یې یوازې “موډ او فېشن” بولي او وایي چې دا کارونه هر څوک کوي.
د حجاب ارزښت او تاریخي بېلګې
په هغه وخت کې چې غلامي په نړۍ کې عامه وه، د باعزته او آزادو ښځو او غلامو ښځو (چې د مال په څېر پیرودل او پلورل کېدې) ترمنځ توپیر د جامو په ډول کې څرګندېده. باعزته او آزاده ښځه تل په حجاب او ستر کې وه، خو غلامې ښځې یا مینځې د حجاب او ټیکري د اغوستلو حق نه درلود؛ ترڅو له آزادو ښځو سره توپیر څرګند پاتې شي او څوک د هغوی په پېژندلو کې تېروتنه ونه کړي.
کومه ښځه چې د خدای جل جلاله له حکمونو سرغړونه کوي، هغه ځان له خدای تعالی لرې کوي او په ګناهونو سره خپل زړه توروي. دا ډول ښځه د خدای تعالی د بندګۍ له نېکمرغۍ او آرامۍ څخه ځان د شهوتونو او نفسي غوښتنو خطرناکې کندې ته غورځوي.
د بې حیایۍ پایلې
هغه ښځې چې د بې عفتۍ او بې حیایۍ لاره خپله کړې ده، په حقیقت کې ځانونه ژوندي ښخوي. هغوی د داسې ښځو تقلید کوي چې د خپلو نفسي غوښتنو غلامانې دي؛ که دا ښځې نڅاګرې وي، فلمي لوبغاړې وي، یا په سوداګریزو اعلانونو کې له خپلې عفت او حیثیت څخه ناوړه استفاده کوي.
هغه کسان چې د ښځو په وړاندې حقایق درواغ ښیي، ښېګڼې بدۍ ګڼي، بې حجابي ښکلا بولي او عفت ظلم او افراطیت ګڼي، په حقیقت کې د ښځو قبرونه کيندي. هغوی ښځې وسوسه کوي چې د خپلو پښو پر زور ودرېږي او د نورو نه اړ کېدو په نوم، هغه بازارونو ته وځي چې د دوی لپاره مناسب نه دي.
دوی غواړي ښځې د پلار، مېړه یا ورور له ملاتړ څخه بې برخې کړي او د کورنۍ له احتیاجه خلاصې کړي. خو په حقیقت کې دوی ښځې د بدبختۍ او هلاکت کندې ته غورځوي.
ګرانې خورې!
کله چې مهربان رب ستا لپاره بېلګې او نمونې ټاکلې دي او هغوی یې په خپل سپېڅلي کتاب کې در پېژندلې دي، نو څه اړتیا ده چې د غربي یا نورو ملتونو د لوڅو او بې پردو ښځو تقلید وکړې؟
الله سبحانه وتعالی فرمايي:
«وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِّلَّذِینَ آمَنُوا امْرَأَتَ فِرْعَوْنَ إِذْ قَالَتْ رَبِّ ابْنِ لِی عِندَکَ بَیْتًا فِی الْجَنَّةِ وَنَجِّنِی مِن فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهِ وَنَجِّنِی مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِینَ * وَمَرْیَمَ ابْنَتَ عِمْرَانَ الَّتِی أَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِیهِ مِن رُّوحِنَا وَصَدَّقَتْ بِکَلِمَاتِ رَبِّهَا وَکُتُبِهِ وَکَانَتْ مِنَ الْقَانِتِینَ»
(او الله تعالی د مؤمنانو لپاره د فرعون ښځه بېلګه ګرځولې ده، کله چې هغې وویل: “ربه! ما ته له ځان سره په جنت کې کور جوړ کړه او د فرعون او د هغه له کړنې څخه مې وژغوره او د ظالمانو له ډلې څخه مې خلاصه کړه.” او همدارنګه د عمران لور مریم، چې خپله لمن یې پاکه وساتله او موږ په هغې کې خپل روح پو کړ. هغې د پروردګار خبرې او د هغه کتابونه تصدیق کړل او د خدای جل جلاله د حکمونو اطاعت کوونکې وه.)
د اسلام غوره بېلګې
زما ګرانې خورې! ستا تر ټولو غوره او ښې بېلګې آسیه د فرعون مېرمن، مریم د عمران لور، د مؤمنانو مېندې، او د صحابه کرامو او تابعینو صالحې او عالمانې ښځې دي. د هغوی د ژوند ډول او څرنګوالی مطالعه کړه ترڅو د نېکمرغۍ او کامیابۍ لوړې درجې ترلاسه کړې.
زه هغو خویندو ته چې د غربي رسنیو د تبلیغاتو تر اغېز لاندې راغلې دي وایم: تاسو له هرچا تقلید وکړئ، خو یو ځل د اسلام احکامو او لارښوونو ته مراجعه وکړئ. قرآن او حدیث ولولئ او په دواړو کې خپل ځای او مقام ولټوئ. خپل ځان په بشپړ ډول د شریعت تابع وګرځوئ ترڅو په اسلام کې د ښځېتوب، مورتوب، خورتوب او لورتوب خوند تجربه کړئ. لکه مخکې مو وویل، اسلام هر یوه ته ځانګړي حقوق، ګټې او ارزښتونه ورکړي دي.
له کور څخه بهر د ښځې مسؤلیت
ښځو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د فرمان لنډیز داسې دی:
په تاسو باندې د نړۍ د کوم کس خدمت کول واجب نه دی. تاسو له هر ډول مسئولیت څخه آزادې یاست. د هیچا مسئولیت ستاسو پر غاړه نه دی. یوازینی شی چې له تاسو غوښتل کېږي، دا دی چې په کور کې پاتې شئ، د خپل مېړه اطاعت وکړئ او خپل ماشومان وروزئ.
په دې معنی، تاسو د ټولنې معمار یاستۍ. د ټولنې د پرمختګ او ودې بنسټ ستاسو په لاس کې دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم تاسو ته دا لوړ مقام درکړی دی. اوس تاسو ته اختیار دی چې د عزت مقام غوره کړئ او که د ذلت او ګمراهۍ مقام، کوم چې زموږ په عصر کې ډېری ښځې پرې اخته دي.
نو څرګنده شوه چې مسلمانه ښځه باید له سختې اړتیا پرته بازارونو ته له ورتګ څخه ډډه وکړي، د کور چارې ترسره کړي او د قرآنکریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونو او سپارښتنو ته پام وکړي.
ادامه لري…
Previous Articleد شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (درویشتمه برخه)
Next Article د امام ترمذي رحمه الله علمي ژوندلیک (نهمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۳)

چهارشنبه _11 _فبروري _2026AH 11-2-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۳)

سه شنبه _10 _فبروري _2026AH 10-2-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۲)

یکشنبه _8 _فبروري _2026AH 8-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۱۶)

پنجشنبه _12 _فبروري _2026AH 12-2-2026AD3 Views

لیکوال: ابو ‌رائف فراماسونري (برخه: ۱۶) نور ماسوني سیاستوال په تېره برخه کې مو د…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورنه (برخه: ۱۳)

پنجشنبه _12 _فبروري _2026AH 12-2-2026AD4 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساینټولوژي؛ ریښې او باورنه (برخه: ۱۳) سریزه د ژوند پر راز او…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۹)

پنجشنبه _12 _فبروري _2026AH 12-2-2026AD5 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۹) د…

نور یی ولوله
کپټالیزم

کپیټلېزم (برخه: ۶)

پنجشنبه _12 _فبروري _2026AH 12-2-2026AD2 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل ­زهي کپیټلېزم (برخه: ۶) د اسلام اقتصادي نظام ځانګړنې (1) د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

فراماسونري (برخه: ۱۶)

پنجشنبه _12 _فبروري _2026AH 12-2-2026AD

ساینټولوژي؛ ریښې او باورنه (برخه: ۱۳)

پنجشنبه _12 _فبروري _2026AH 12-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.