Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي علما»د امام ترمذي رحمه الله علمي ژوندلیک (نهمه برخه)
اسلامي علما چهارشنبه _8 _جنوري _2025AH 8-1-2025AD

د امام ترمذي رحمه الله علمي ژوندلیک (نهمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبیدالله نیمروزی

د امام ترمذي رحمه الله علمي ژوندلیک (نهمه برخه)

د امام ترمذي رحمه الله طريقه د راویانو په جرح او تعديل کې
د احادیثو علماء د راویانو د حالت د څرګندولو لپاره له ځینو اصطلاحاتو څخه کار اخلي ترڅو معلوم کړي چې آیا د هغوی حدیث د منلو وړ دی که نه. دا اصطلاحات د “جرح او تعدیل” په نامه یادېږي، چې د معتبرو راویانو لپاره د ستاینې القاب او د نامعتبرو راویانو لپاره د تنقیصي اصطلاحاتو په توګه کارول کېږي.
امام ترمذي رحمه الله د سترو اهل حدیثو په حیث، د خپل جامع کتاب په تدوین کې په دې برخه کې ځانګړې طریقه کارولې ده.
الف: د تعدیل الفاظ
امام ترمذي رحمه الله د راویانو د توثیق لپاره له لاندې عباراتو څخه کار اخیستی دی:
صدوق، مقارب الحديث، ثقة، حافظ عند اهل الحديث، هو عندي ثقة، لم یر بحدیثه بأساً، اثبت منه، مأمون في الحديث او نورې ورته عبارې.
د “باب ما جاء أن مفتاح الصلاة الطهور” په اړه وایي:
«عبدالله بن محمد بن عقیل، هو صدوق وقد تکلم فیه بعض أهل العلم من قبل حفظه؛ وسمعت محمد بن إسماعیل یقول: کان أحمد بن حنبل وإسحاق بن إبراهیم والحمیدی یحتجون بحدیث عبدالله بن محمد بن عقیل. قال محمد وهو مقارب الحدیث.»
ژباړه: عبدالله بن محمد بن عقیل یو صدوق کس دی. که څه هم ځینو علماو د هغه د حافظې په اړه نیوکه کړې ده، خو امام ترمذي رحمه الله روایت کوي چې امام بخاري رحمه الله له خپلو استادانو لکه احمد بن حنبل، اسحاق بن ابراهیم او حمیدي رحمهم الله څخه اورېدلي چې دوی د عبدالله حدیث دلیل ګڼلی.
د “باب المضمضة والاستنشاق من کف واحد” په اړه وایي:
«إنما ذکره خالد بن عبدالله وخالد ثقة، حافظ عند أهل الحدیث.»
ژباړه: دا خبره خالد بن عبدالله روایت کړې ده، چې د اهل حدیثو په نظر ثقه او حافظ دی.
د “باب ما جاء فی التعجیل بالظهر” کې د حکیم بن جبیر په اړه وایي:
«قال یحیی: وروی له سفیان وزائدة ولم یر یحیی بحدیثه بأساً.»
ژباړه: یحیی وایي چې سفیان او زائده له حکیم بن جبیر څخه روایت کړی او یحیی د هغه حدیث د منلو وړ ګڼلی دی.
د “فی الرکعتین اذا جاء الرجل والامام یخطب” په اړه امام ترمذي رحمه الله وایي:
«قال ابن عیینه: کان محمد بن عجلان ثقة مأموناً فی الحدیث.»
ژباړه: ابن عیینه وایي چې محمد د عجلان زوی په حدیث کې معتبر او د اعتماد وړ کس دی.
د “فی کراهیة البزاق فی المسجد” په باب کې راغلي دي:
«وقال عبدالرحمن بن مهدی: اثبت اهل الکوفة منصور بن المعتمر.»
ژباړه: عبدالرحمن بن مهدي وایي چې د کوفې تر ټولو معتبر کس د معتمر زوی منصور دی.
ب: د جرح الفاظ
امام ترمذي رحمه الله د راویانو د جرح لپاره بېلابېل الفاظ ذکر کړي دي؛ لکه:
«ضعیف عند اهل الحدیث، لیس اسناده بذاک القائم، کثیر الغلط، منکر الحدیث، لیس بالقوی عند اصحابنا، مجهول عند اهل الحدیث، ضعّفه من قبل حفظه فی الحدیث، قد تکلم فیه من قبل حفظه، هو غیر محفوظ، ضعیف ولیس بالحافظ، ترکه، وفی اسناده مقال، وذاهب الحدیث عند اصحابنا.»
د “النهی عن البول قائماً” په باب کې وایي:
«عبدالکریم بن ابی المخارق وهو ضعیف عند اهل الحدیث. ضعّفه ایوب السختیانی.»
ژباړه: عبدالکریم د اهل حدیثو له نظره یو ضعیف شخص و، او ایوب السختیاني هم هغه ضعیف ګڼلی دی.
د “ما جاء أن الأذنین من الرأس” په اړه وایي:
«قال ابوعیسی: هذا حدیث لیس اسناده بذاک القائم.»
په “ما جاء فی الوضوء ثلاثاً‌ ثلاثاً” کې راغلي دي:
«شریک کثیر الغلط.»
ژباړه: شریک اکثر وخت تېروتنه کوله.
په “فی النضح بعد الوضوء” کې وایي:
«سفیان بن علي الهاشمي منکر الحدیث.»
ژباړه: سفیان د علي زوی د حدیث منکر دی.
په “کراهیة الاسراف فی الوضوء” کې راغلي دي:
«وخارجة لیس بالقوی عند اصحابنا.»
د “الوضوء بالنبیذ” په باب کې ذکر کوي:
«وأبوزید رجل مجهول عند اهل الحدیث.»
ادامه لري…
Previous Articleپه اسلام کې د ښځې مقام (اووه پنځوسمه برخه)
Next Article د ډاروین نظریه (څلورمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _2 _سپتمبر _2026AH 2-9-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۸)

سه شنبه _1 _سپتمبر _2026AH 1-9-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD59 Views

ليکوال: میا نور آغا ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱) اووم بحث: د حرم احکام د بیت…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD34 Views

لیکوال: مولوي رحمت الله عبید مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰) امام…

نور یی ولوله
ډیموکراسي

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)

پنجشنبه _3 _سپتمبر _2026AH 3-9-2026AD52 Views

لیکوال: محمد داود یوسفي اسحاقزی اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)  د اکثریتو حکومت؛ د اقلیتونو…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _2 _سپتمبر _2026AH 2-9-2026AD29 Views

لیکوال: مفتي احمدالله مهاجر مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۹) د امام ابوحنيفه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.