Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»د امت مشران»د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله ژوندلیک (نهمه برخه)
د امت مشران سه شنبه _24 _دسمبر _2024AH 24-12-2024AD

د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله ژوندلیک (نهمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبیدالله نیمروزي

د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله ژوندلیک (نهمه برخه)

د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله ژوند له خلافت وروسته
کله چې عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د حکومت واک په لاس کې واخیست، بې له ځنډه یې یو شمېر هغه واکمنان چې ډېر ظالمان وو، عزل کړل او د هغو شان او شوکت یې بیت المال ته وسپاره. له لومړیو شیبو یې چلند په بشپړ ډول بدل شو. اوس هغه د سلیمان بن عبدالملک ځایناستی نه و؛ بلکې داسې ښکارېده لکه د عمر بن الخطاب په څېر د حاکم په توګه ټاکل شوی وي.
له څېړنو او پلټنو وروسته یې ټولې وینزې بېرته خپلو کورنیو ته وسپارلې، د مظلومانو غږ یې واورېد، او خپل دربار چې د کسری او قیصر د دربارونو په څېر جوړ شوی و، د راشده خلافت په ساده طرزالعمل او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم له سنتو سره سم بېرته جوړ کړ. شاهي املاک یې مسلمانانو ته بېرته ورکړل، د خپلې مېرمنې زیورات یې بیت المال ته وسپارل، او داسې زاهدانه ژوند یې اختیار کړ چې نمونه یې نه یوازې په درویشانو، بلکې په کلیوالو او غریبانو کې هم کم پیدا کېده.
هغه دومره ساده ژوند درلود چې کله کله به د جامو د وچولو له امله د جمعې لمانځه ته ناوخته رسېد. امویانو چې شاهي شتمنۍ او خزانې یې د ځان شخصي ملکیت ګڼلې، اوس یې له نورو سره مساوي او ډېر لږه برخه اخیستله. د هغه کورنۍ حالت دومره ساده و، چې د ده په اړه ویل شوي: یوه ورځ عمر بن عبدالعزیز رحمه الله له خپلو لوڼو سره خبرې کولې، خو هغوی به لاسونه پر خولو نیول. کله چې یې د دې علت وپوښت، هغوی وویل: “موږ یوازې عدس او پیاز خوړلي، نو له همدې امله مو خوله بوی کوي.”
عمر رحمه الله په ژړغوني حالت کې ورته وویل: “ایا تاسو راضي یاست چې ښه او خوندور خواړه وخورئ او ستاسو پلار د جهنم اور ته لاړ شي؟” د دې خبرې په اورېدو ټولې لوڼې یې په ژړا شوې.
د حج لګښت
کله چې عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د لوی سلطنت حاکم و، د هغه د شخصي شتمنیو حالت داسې و چې د حج د سفر لګښت یې نه درلود. یوه ورځ یې له خپل خدمتګار څخه چې وفادار ملګری یې هم و، پوښتنه وکړه: “څومره پیسې لرو؟” هغه وویل: “له لسو څخه تر دوولسو دینارو پورې.” عمر رحمه الله وویل: “په دې پیسو حج څنګه شونی دی؟”
وروسته یوه لویه مالیه چې مخکې به شاهي کورنۍ پورې اړه درلوده، ورسېده. خدمتګار ورته مبارکي وویله او ویې ویل چې د حج لګښت چمتو شو. عمر رحمه الله ځواب ورکړ: “دا شتمني د مسلمانانو حق دی، نه زموږ شخصي مال. دا ټول بیت المال ته وسپارئ.”
د انقلابي اصلاحاتو پیل
عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د زاهدانه ژوند تر څنګ په حکومتي چارو کې ستر بدلونونه راوستل. د هغه لومړنی بنسټیز بدلون دا و چې د حکومت په ټولو چارو کې یې د عدالت اصل جاري کړ. د هغه له خلافت څخه مخکې د دولت مالي نظام یوازې د مالیاتو او خراج په راټولولو او مصرف پورې محدود و.
هغه یوه مشهوره او تاریخي جمله وویله: “محمد صلی الله علیه وسلم نړۍ ته د لارښود په توګه راولېږل شو، نه د والي یا باچا په توګه.”
د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د حکومت بدلونه
عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د دولت نظر او لید بدل کړ او دنیاوي حکومت یې په نبوي خلافت واړاوه. د هغه د خلافت ټوله دوره د دې خبرې عملي تفسیر وه. هغه تل دیني اصولو او اخلاقو ته تر خپلو سلطنتي ګټو او شخصي منافعو ترجیح ورکوله. د دیني ګټې په مقابل کې یې هېڅکله مالي یا دولتي زیان ته پام نه کاوه.
د هغه د خلافت په وخت کې غیرمسلم رعیت (ذمي) په لوی شمېر کې مسلمان شول. د دې پایله دا وه چې هغه مالیه چې د دولتي لګښتونو لپاره کارېدله، کمه شوه، او د دولت مالي توازن یې اغېزمن کړ. دولتي مامورینو د دې وضعیت خطر احساس کړ او د هغه پام یې ورته راواړاوه. خو هغه ځواب ورکړ: “د کافرانو مسلمانېدل د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رسالت اصلي موخه وه.”
هغه د مالیاتو مامورینو ته ولیکل: “زه به ډېر خوشاله شم چې ټول کافران مسلمان شي، او د جزيې عواید په بشپړه توګه بند شي. موږ او تاسو به د ځمکې په کرلو او کرنې سره خپل نسونه ډک کړو.”
په یمن کې مالیات
په یمن کې یو ټاکلی خراج ټولېده، که زراعت ښه و یا بد. د محل والي د دې وضعیت راپور ورکړ. عمر بن عبدالعزیز رحمه الله ورته ځواب ورکړ: “خراج باید د مزرعې د حاصل له مخې واخیستل شي، که څه هم د ټولې سیمې څخه یوازې یو مټ غنم ترلاسه شي، زه په همدې اندازه راضي یم.”
د مالیاتي اصلاحاتو پیل
هغه په ټوله سلطنت کې اضافي مالیاتي عوارض معاف کړل او خپلو کارکوونکو ته یې ولیکل چې دا “بخس” دی. په دې اړه قرآن فرمایي:
“وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ أَشْيَاءَهُمْ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ“
“او د خلکو له توکو هیڅ شی مه کموي او په ځمکه کې فساد مه کوئ.”
خلکو د هغه په نوم دا مالیات جواز ورکول، خو هغه په بشپړه توګه منع کړل. پرته له شرعي عوایدو، د لسګونو غیرقانوني مالیاتو او دولتي عوایدو ټول ډولونه یې لغوه کړل. هغه د سمندر او ځمکې لارې خلاصې کړې او سوداګریزو سفرونو باندې بېځایه بندیزونه او محدودیتونه لیرې کړل.
اقتصادي مساوات
عمر بن عبدالعزیز رحمه الله په اسلامي هېوادونو کې داسې اصلاحات راوړل چې پایلې یې ډېره ګټه لرله. هغه د ټول هېواد لپاره د سوداګرۍ لپاره مساوي معیارونه وټاکل چې بدلون یې ناشونی و.
د واليانو او مامورینو اصلاحات
هغه د واليانو او دولتي کارمندانو سوداګري په قانوني توګه منع کړه. د یوه کس څخه د بل کس بې ځایه ګټه اخیستل یې حرام وګرځول. هغه لوی شاهي جایدادونه او املاک چې پخوانیو حکمرانانو د خپلې کورنۍ لپاره د ښکار یا څړځایونو په توګه ځانګړي کړي و، بیت المال ته وسپارل او ویې ویل: “دا د خلکو ملکیت دی.”
هغه دولتي چارواکي د تحفو او سوغاتونو له اخیستلو منع کړل او ویې ویل: “دا چې مخکې د تحفې په نامه یادېدل، اوس له رشوت پرته بل نوم نه لري.”
عامه لاسرسی
هغه ټولو دولتي ادارو ته امر وکړ چې خلکو ته داسې اسانتیاوې برابرې کړي چې پرته له واسطې د هغوی ستونزې حل شي. د حج په موسم کې به عام اعلان کېده چې هر هغه څوک چې موږ ته د کوم چارواکي د ظلم راپور ورکړي یا ښه مشوره راکړي، نو هغه ته به له سلو څخه تر درې سوه دینارو پورې جایزه ورکول کېږي.
ادامه لري…
Previous Articleد شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (نولسمه برخه)
Next Article په اسلام کې د ښځې مقام (څلور څلوېښتمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد امام غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (پنځه‌ويشتمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یو دیرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (دېرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (څلورمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعایشه کرامیه ډله «فرقه»  څلورمه برخه د کرامیه ډلې پر وړاندې د اهل سنت…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (پنځمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD0 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه پنځمه برخه د سیک مذهب لس تنه…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد امام غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (پنځه‌ويشتمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD0 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد امام غزالي رحمه‌الله ژوندلیک پنځه‌ويشتمه برخه د مقام…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

کرامیه ډله «فرقه» (څلورمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (پنځمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.