Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»د “شریعت مقاصدو” علم ته یوه کتنه (دولسمه برخه)
اسلام سه شنبه _10 _دسمبر _2024AH 10-12-2024AD

د “شریعت مقاصدو” علم ته یوه کتنه (دولسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: شکران احمدي

د “شریعت مقاصدو” علم ته یوه کتنه (دولسمه برخه)

الف: د تعلیل د اثبات دلایل
د شرعي احکامو د علت او مقصد لرلو لپاره د قرآن کریم په آیتونو او نبوي سنتو استدلال او استناد شوی دی، چې په لاندې ډول به یې تشریح او تحلیل وشي:
۱. آیتونه:
د شرعي احکامو لپاره د علت ثبوت د قرآن کریم له څو آیتونو څخه استنباط شوی دی، چې عبارت دي له:
لوى څښتن تعالی فرمایي:
«وما خلقنا السماوات والارض و ما بینها الا بالحق»
(او موږ اسمانونه او ځمکه او هغه څه چې د دوی په مینځ کې دي پرته له حقه نه دي پیدا کړي.)
همدارنګه په بل آیت کې فرمایي:
«وما خلقنا السماوات والارض و ما بینهما لاعبین»
(موږ اسمانونه او ځمکه او هغه څه چې د دوی په مینځ کې دي، بې مقصده او د لوبې لپاره نه دي پیدا کړي.)
پورتني آیتونه په دې دلالت کوي چې د ځمکې او اسمان پیدا کول او هغه څه چې په منځ کې یې دي، بې ځایه او بابېزه نه دي او یو غرض او مقصد لري. فضول او عبث د خدای جل جلاله له افعالو څخه لیرې دي، او خدای جل جلاله له عبث پیدا کولو څخه پاک او مبرا دی.
همدا ډول الله تعالی اسباب له مسبباتو سره تړلي دي او اسباب یې د دین او دنیا په چارو کې د حکمت په توګه تعبیر کړي دي. د اسبابو انکار یې د عقل او فطرت خلاف عمل ګڼلی دی. نو کله چې ټول موجودات اسبابو او مسبباتو ته اړتیا لري، شرع هم د هغوی پر بنسټ ده. لکه څنګه چې په قرآن کریم کې د اسبابو اثبات ته اشاره شوې ده، او خدای تعالی فرمایي:
«فبما کسبت ایدیکم» او «ذالک بما قدمت یداک»
په دې آیتونو کې د علت او معلول لړۍ ته اشاره شوې ده او هر عمل د موخې او مقصد لرونکی دی.
ابن قیم رحمه الله فرمایي:
«د شرایعو، نبوت او احکامو په اړه تر ټولو ستر جرم د خلکو دوکه کول دي پر دې بنسټ چې توحید به د اسبابو له انکار پرته بشپړ نه شي.»
همدارنګه په قرآن کریم کې ډېری آیتونه د علت په صیغو سره ذکر شوي دي. لکه څنګه چې په سورة الحشر کې د “کی” له کلمې سره په لاندې ډول علت ته اشاره شوې ده:
«ما افاءالله علی رسوله من اهل القری فلله وللرسول و لذی القربی والیتامی والمساکین وابن السبیل کی لا یکون دولة بین الاغنیاء منکم »
(یعنې هغه څه چې خدای د دې کلیو له خلکو څخه خپل رسول ته راستانه کړل هغه د خدای، رسول، خپلوانو، یتیمانو، مسکینانو او د هغو کسانو دي چې په لاره کې پاتې دي، ترڅو دا [لوی ملکیت] ستاسو د شتمنو ترمنځ لاس په لاس نه شي.)
په سورة المائده کې د (اجل) په صیغې سره داسې اشاره شوې ده:
«من اجل ذالک کتبنا علی بنی اسرائیل انه من قتل نفسا بغیر نفس او فساد فی الارض فکانما قتل الناس جمیعا و من احیاها فکانما احیا الناس جمیعا»
(یعنې: په همدې خاطر موږ په بني اسرائیلو باندې حکم وکړ چې څوک په ځمکه کې له قتل او فساد پرته یو انسان ووژني، داسې ده لکه ټول خلک یې چې وژلي وي. او هر څوک چې یو انسان له مرګه وژغوري، داسې ده لکه ټول خلک یې چې را ژوندي کړي وي.)
پر دې سربېره د (لعل) په کلمې، د ترجیح، د امر، نهی، اخبار او نورو په صیغو کې د مقاصدو او علتونو ته اشاره شوې ده.
۲– نبوي سنت
همدارنګه د شرعي احکامو د علت او مقصد د ثابتولو لپاره په نبوي سنتو کې هم استناد او استدلال شوی دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپلو پیغامونو کې د شرعي احکامو علتونه او صفات بیان کړي دي.
لکه څنګه چې قتاده رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د پیشو د پاتې شونو اوبو (پس‌خوردې) په اړه داسې روایت کړی دی:
«انها لیست بنجس، انها من الطوافین و الطوافات علیکم»
(یعنې: د پیشو پاتې شونې اوبه نجسې نه دي؛ ځکه چې هغوی ستاسو په کورونو کې ډېرې ګرځي او راګرځي.)
همدارنګه د تعلیل، امثال، اشباه او د شیانو د اسبابو په اړه ډېر مثالونه شته.
لکه څنګه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یو سړي پوښتنه وکړه:
«زما خور د حج کولو نذر کړی وو؛ خو هغه د حج له ادا کولو مخکې وفات شوه.»
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«که ستا خور د یو چا پوروړې وای، ایا تا د هغې پور ادا کاوه؟»
پوښتونکي ځواب ورکړ:
«هو.»
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«د خدای پور ادا کړه؛ ځکه چې الله جل جلاله د پور د ادا کولو ډېر وړ دی.»
ادامه لري…
Previous Articleد افغانستان د سیاحت جاذبو تحلیل (لسمه برخه)
Next Article په اسلام کې د ښځې مقام (دوه دېرشمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (دېرشمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته کتنه (نهه‌ويشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته يوه کتنه (اته ویشمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (شپږویشتمه برخه)

پنجشنبه _3 _جولای _2025AH 3-7-2025AD3 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول شپږویشتمه برخه…

نور یی ولوله
متفرقه

قرآن؛ تلپاتې معجزه (لومړۍ برخه)

پنجشنبه _3 _جولای _2025AH 3-7-2025AD2 Views

لیکوال: مفتي نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه  لومړۍ برخه الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَنْزَلَ عَلَىٰ عَبْدِهِ…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (څلورمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD6 Views

لیکوال: ابوعایشه کرامیه ډله «فرقه»  څلورمه برخه د کرامیه ډلې پر وړاندې د اهل سنت…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (پنځمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD2 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه پنځمه برخه د سیک مذهب لس تنه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (شپږویشتمه برخه)

پنجشنبه _3 _جولای _2025AH 3-7-2025AD

قرآن؛ تلپاتې معجزه (لومړۍ برخه)

پنجشنبه _3 _جولای _2025AH 3-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.