Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»د ورځنې تحلیل»د افغانستان د سیاحت جاذبو تحلیل (لسمه برخه)
د ورځنې تحلیل سه شنبه _10 _دسمبر _2024AH 10-12-2024AD

د افغانستان د سیاحت جاذبو تحلیل (لسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: خدای رحیم

د افغانستان د سیاحت جاذبو تحلیل (لسمه برخه)

د کابل بالا حصار؛ تاریخي جاذبه او د افغان پاچاهانو پلازمېنه
د کابل بالا حصار د افغانستان د تاریخ په زړه کې یو ګوهر دی او د دې هېواد یو له مشهورو تاریخي او کلتوري ځایونو څخه ګڼل کېږي. دا لرغونې کلا د افغانستان د مقاومت او تاریخي هویت د سمبول په توګه پېژندل کېږي. بالا حصار د کابل ښار په یوه غونډۍ کې موقعیت لري او په بېلابېلو تاریخي دورو کې یې بډایه او پېچلې تاریخچه لرلې ده.
کابل په ټولو تاریخي او سیاسي دورو کې د خراسان او افغانستان پلازمېنه نه وه پاتې. د بلخ، هرات، غور، بامیان، بګرام، غزني او کندهار مشهور او تاریخي ښارونه هم په بېلابېلو وختونو کې د دولتونو او امپراتوریو د پلازمېنې او واکمنۍ مرکزونه وو. خو کابل د هېواد یو له پخوانیو ښارونو څخه شمېرل کېږي، او د هغه بالاحصار د دې ښار تاریخي اهمیت ښکاره ثبوت دی. د دې کلا تاریخ د لوړو او ژورو ډک دی.
بالا حصار د افغانستان په تاریخ کې د کابل د ملي، سیاسي، نظامي، تاریخي، اداري، سوداګریزو او کلتوري چارو په مرکزیت کې مهم رول لوبولی دی. د تاریخ پاڼې چې هر څومره واړوو، د کابل او بالاحصار نومونه په مهمو پېښو کې څرګندېږي.
بالا حصار د پښتو په ژبه کې “لوړې کلا” معنا لري. د ځینو سرچینو په وینا، دا کلا په شپږمه هجري پېړۍ کې جوړه شوې، خو د نورو څېړنو پر بنسټ د دې کلا تاریخ د مسیح علیه السلام له زوکړې وړاندې دویمې پېړۍ ته رسېږي. ویل کېږي چې دا د کوشانیانو له خوا جوړه شوې وه.
د دې کلا د جوړېدو او بیا رغېدو په اړه ډېر روایتونه شته. د سلطان محمود غزنوي په زمانه کې دا د یوه ستراتیژیک مرکز په توګه وکارول شوه. د تاریخ په اوږدو کې، دا ځای د واکمنانو او حکومتي چارواکو د هستوګنځي په توګه هم کارېدلی دی.
بالا حصار د غزنويانو او تیموریانو په دورو کې ډېر مهم پوځي او سیاسي مرکز و. د دې ستراتیژیک موقعیت له امله، دا د یرغلګرو پام ځان ته اړولی او د کابل ښار په دفاع کې یې مهمه ونډه لرلې ده.
په مغولي یرغل کې بالا حصار خوندي پاتې شو او زیان یې ونه لید. بابر د تیموریانو پاچا، دا کلا کلابنده کړه، فتح یې کړه او بېرته یې ورغوله. د جهانګیر په زمانه کې بالا حصار په ښکلو ټایلونو او هنري تزئیناتو سینګار شو.
د دې تاریخي ځای معمارۍ او هنري سبک د یوناني، تیموري او د هند د ګورکانیانو د سبکونو ګډه بڼه لري. بالا حصار د افغانستان د سیاسي تاریخ په اوږدو کې تل د ستر پوځي او سیاسي اهمیت لرونکی و. له همدې امله، دا ځای د پاچاهانو، انګرېزانو او نورو یرغلګرو د توجه مرکز پاتې شوی دی.
په دې کلا کې څو خونړۍ جګړې شوې دي، خو دا لا هم د افغانستان د تاریخي هویت او مقاومت ژوندۍ نښه بلل کېږي.
یو له مهمو تاریخي ودانیو څخه چې د بالا حصار په داخلي جوړښت کې موقعیت لري، هغه شاهي استوګنځی دی چې په ۱۸۳۵ میلادي کال کې د امیر دوست محمد خان لخوا جوړ شوی و. دا استوګنځی په لوړ کیفیت او ښکلو ټایلونو او انځورونو سره سینګار شوی و. په ۱۸۴۰ میلادي کال کې، د انګلستان سفیر هم په دې ځای کې مېشت و.
د بالا حصار دننه یوه بله په زړه پورې ودانۍ شاهي جومات دی، چې د عالمګیر دورې پورې تړاو لري. سربېره پر دې، شاهي حرمسرای هم د دې کلا یوه مهمه برخه وه، چې شاه شجاع په ۱۸۴۰ کال کې پکې اوسېده. دغه ښکلي او زړه راښکونکي ودانۍ، چې د لیدو وړ ارزښت یې درلود، د کورنیو شخړو له امله ویجاړې شوې.
د بالا حصار ښکته برخه، چې د برتانیې د سفیر د استوګنې لپاره کارېده، څلور دیوالیزه کلا وه. په دې برخه کې دریاخانه او حرمسرای موقعیت درلود. د بالاحصار د دروازې لوړه برخه د شاهي موسیقۍ ډلې لپاره ځانګړې شوې وه. دا موسیقي د شاهي تشریفاتو یوه مهمه برخه ګڼل کېده. له دې دروازې څخه علیمردان باغ ته لاره وه، چې بالا حصار یې له زاړه ښار سره نښلاوه.
د کابل بالا حصار معماري
د کابل د بالاحصار معماري د اسلامي هنر او معمارۍ یوه مهمه بېلګه ده. د دې کلا ټینګې او لوړې دیوالونه په ځانګړي ډول د دښمن د بریدونو په وړاندې د هغې د دفاع وړتیا زیاتوي. دننه یې بېلابېلې خونې او تالارونه شتون لري، چې د هغه وخت د اوسېدونکو ژوند او کلتور څرګندوي.
د بالاحصار معمارۍ یوه ځانګړې ځانګړنه د دې برجونه دي. دا برجونه د څارنې لپاره جوړ شوي وو، او ساتونکو ته یې اجازه ورکوله چې د دښمن کړنې او خوځښتونه وڅاري. سربېره پر دې، د کلا لوی انګړ او پراخه خلاصه فضا د هغې ښکلا لا ډېروي.
د کلتوري او تاریخي اهمیت څرګندونه
بالا حصار نه یوازې د یوې تاریخي کلا په توګه پېژندل کېږي، بلکې د افغانستان د خلکو لپاره د کلتوري او ملي هویت یوه نښه هم ده. دا ځای د هېواد د کړاوونو تاریخ او د مختلفو ننګونو په وړاندې د خلکو د مقاومت استازیتوب کوي.
په بالاحصار کې شوې جګړې، تړونونه او ټولنیز او سیاسي پرمختګونه د افغانستان د کلتوري هویت په جوړولو کې اغېزناک رول لري. سره له دې، دغه تاریخي ځای له ننګونو سره مخ دی. د دې د ساتنې او بیا رغونې لپاره کافي مالي سرچینې او ځانګړې پاملرنه ته اړتیا شته.
په دې وروستیو کلونو کې د ګرځندوی او کلتوري میراثونو ساتنې ته زیاته پاملرنه شوې ده، او د بالاحصار د ساتنې او پرمختګ لپاره هڅې روانې دي. د دې لپاره چې د دغه میراث اهمیت درک شي، باید د ځایي ټولنې او سیلانیانو په منځ کې پوهاوی زیات کړل شي.
سیاحت او فرهنګي رول
بالا حصار د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو په راجلبولو کې مرسته کوي او د افغانستان د بډایه تاریخ او کلتور په اړه د زده کړې فرصت برابروي. د دې کلا د سپړلو پر مهال، لیدونکي د تاریخي ودانیو او ښکلو منظرو له لارې د افغانستان له کلتور سره اشنا کېږي.
د بالا حصار له سر څخه د کابل ښار او شاوخوا غرونو لیدل، دې ځای ته ځانګړې ښکلا وربښي. سربېره پر دې، بالا حصار د جشنونو او کلتوري مراسمو لپاره هم مناسب ځای ګڼل کېږي.
دا کلا کولی شي د هنري نندارتونونو او کلتوري مراسمو کوربه توب وکړي، چې د افغان هنر او کلتور په وده کې مرسته کوي.
ادامه لري…
Previous Articleد “شریعت مقاصدو” علم ته یوه کتنه (یوولسمه برخه)
Next Article د “شریعت مقاصدو” علم ته یوه کتنه (دولسمه برخه)

اړوند منځپانګې

د ورځنې تحلیل

اسلام په اروپا کې (شپاړسمه برخه)

شنبه _17 _مې _2025AH 17-5-2025AD
نور یی ولوله
د ورځنې تحلیل

اسلام په اروپا کې (پنځلسمه برخه)

چهارشنبه _9 _اپریل _2025AH 9-4-2025AD
نور یی ولوله
د ورځنې تحلیل

اسلام په اروپا کې (څوارلسمه برخه)

پنجشنبه _13 _مارچ _2025AH 13-3-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعائشه کرامیه ډله «فرقه» درېیمه برخه مقدمه: مخکې تر دې چې د کرامیه فرقې…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجگي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اتمه برخه  …

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلوروېشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD5 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول څلوروېشتمه برخه په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.