Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د کعبې شریفې تاریخ (څلورمه برخه)
متفرقه سه شنبه _3 _دسمبر _2024AH 3-12-2024AD

د کعبې شریفې تاریخ (څلورمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: شعیب احمد "غزنوي"

د کعبې شریفې تاریخ (څلورمه برخه)

د کعبې مشرفې دروازه
د کعبې شریفې دروازه د ختیځ په لوري کې موقعیت لري او د مطاف له سطحې څخه شاوخوا ۲.۲۵ متره لوړه ده. د دې دروازې لوړوالی ۳.۱۰ متره او پلنوالی یې ۲ متره دی، چې څو ځله بدله شوې ده. اوسنۍ دروازه د پاچا خالد بن عبدالعزیز په امر بدله شوه. کله چې هغه د بیت الله د طواف په مهال د کعبې دروازې ته ورسېد، نو له خالصو سرو زرو څخه د یوې نوې دروازې د جوړولو امر یې وکړ. د دې دروازې په جوړولو او چمتو کولو څه د پاسه دیارلس میلیونه سعودي ریاله لګښت راغی، او شاوخوا ۲۸۰ کیلو ګرامه خالص سره زر پکې کارول شوي. د دې جوړېدو چارې یو کال وخت ونیوه او په ۱۳۹۸ هجري قمري کال کې بشپړې شوې. د کعبې د پردې هغه برخه چې پر دروازه پرته ده، “برقع“ نومېږي.
د کعبې دروازه یوه ځانګړې کلۍ لري چې ۲۵ سانتي متره اوږدوالی لري او په ځانګړي ټوکر کې ساتل کېږي. دا کلۍ د بیت الله الحرام د ستر ساتونکي سره ده، چې د آل شیبه له کورنۍ څخه دی. کعبه هېڅکله د شپې لخوا، نه د جاهلیت په زمانه کې او نه د اسلام په دوره کې، نه ده پرانیستل شوې.
د کعبې شریفې میزاب
د کعبې شریفې میزاب (ناوه) د کعبې په شمالي برخه کې، د حجر اسماعیل پر سر، موقعیت لري. د باران په وخت کې د کعبې په سطحه راټولې شوې اوبه یا د کعبې د چت مینځلو په مهال اوبه له همدې ناوې څخه تویېږي.
قریش لومړني کسان وو چې د کعبې د کور لپاره یې میزاب جوړ کړ. دا هغه وخت و، چې د رسول الله ﷺ عمر ۳۵ کاله و او هغوی د کعبې بیا جوړونه وکړه. د دې میزاب بڼه څو ځله بدله شوه. په وروستي ځل سلطان عبدالحمید خان بن سلطان محمد خان په ۱۲۷۶ هجري قمري کال کې دا میزاب بدل کړ. د پاچا سعود د واکمنۍ پر مهال یو څه ترمیمونه په کې وشول، او په پورتنۍ برخه کې یې د کوترو د ناستې لپاره میخونه ولګول شول.
د پاچا فهد د واکمنۍ پر مهال، په ۱۴۱۷ هجري قمري کال کې، د مسجدالحرام د پراخ بدلونونو په ترڅ کې، د کعبې میزاب په یوه ډېره ښکلي او پیاوړې ناوې بدل شو، چې تر نن ورځې پورې همدغه میزاب د بیت الله پر سطحه ولاړ دی.
د کعبې مشرفې اموال او ځړول شوي شیان
کله چې حضرت ابراهیم علیه السلام کعبه شریفه جوړه کړه، نو د کعبې په ښۍ برخه کې یې ۱.۵ متره ژور سوری جوړ کړ، چې د کعبې خزانې، مالونه او ډالۍ چې “جُب“ یا “بئر الاخسف“ نومیږي، پکې وساتل شي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم په بیت الله کې ۷۰ اوقیې سره زر وموندل، چې کعبې شریفې ته ډالۍ شوي وو، او هغه یې ونه خوځول. ابوبکر او عمر رضي الله عنهم هم په همدې توګه عمل کړی و.
غازي په خپل تاریخ کې ویلي دي چې په دې سوری کې مار و او د کعبې د خزانې ساتنه یې کوله. کله چې قریشو د کعبې په بیا رغونه کې د هغه د لرې کولو پرېکړه وکړه، نو خدای یو مرغۍ راولېږله او هغه یې لرې کړل. د کعبې خزانې ته “ابرق” هم ویل کیږي، او دا نوم د هغه چا لپاره د خدای د غچ د چټکتیا له امله ورکړل شوی چې د هغې په اړه ناوړه اراده ولري.
د کعبې له خزانې څخه د استفادې په اړه علماء د نظر اختلاف لري، خو د جمهور نظر دا دی چې د کعبې د ګټې یا د مسلمانانو د عمومي ګټو لپاره یې کارول کومه ستونزه نلري.
هغه جايدادونه او سوغاتونه چې کعبې ته ورکړل شوي وو، په ۱۰۴۰ هجري کال کې د هغې د بیا رغونې پر مهال د عامو خلکو له سترګو څخه پټ کړل شوي وو، او ما داسې کومه څېړنه نه ده موندلې چې چا په دې اړه څه ویلي وي. دغه راز، د کعبې دننه سوری هم مدفون شوی دی.
په تیرو وختونو کې، د کعبې شریفې د تعظیم او درناوي لپاره قیمتي او ارزښتناکه شیان، ډالۍ او صحیفې پکې ځړول کېدې. په دغو شیانو کې شهري اووه ګوني معلقات، له بني هاشم او بني عبدالمطلب سره د پرېکون او مقاطعې ظالمانه تړونونه، د خلفاوو ولیعهدي او داسې نور لیکونه او تړونونه شامل وو. د “الخمیس” کتاب لیکوال ویلي دي چې عبدالمطلب د زمزم د څاه د کیندلو په وخت کې د کعبې دننه د سرو زرو دوه مجسمې ولیدې چې د فارس واکمن ساسان بن بابک د نورو ډالیو ترڅنګ کعبې ته ډالۍ کړې وې.
په اسلامي دوره کې د کعبې یو بل خورا مشهور ځړول شوی شی د هغه پسه دوه ښکرونه وو، چې حضرت ابراهیم علیه السلام د اسماعیل پر ځای ذبح کړی و. دا خبره د ازرقي تاریخ په کتاب کې راغلې ده. دا موارد په ۶۵ هجري کال کې د عبدالله بن زبیر د واکمنۍ پر مهال له منځه ولاړل، ځکه چې د ډېر لاس وهلو له امله شړېدلي وو.
همدارنګه، نورې ډالۍ لکه د سپوږمۍ او لمر سمبول، هار، قندیل او د سرو زرو څراغونه چې د مکې واکمنانو، خلفاوو او شتمنو خلکو کعبې ته ډالۍ کړي وو، موندل شوي دي.
معجن یو کوچنی سوری دی چې د کعبې د دروازې او عراقي ستنې ترمنځ، د ختیځ لوري څخه د کعبې دیوال سره نښلول شوی، دوه متره اوږدوالی، ۱۱۲ سانتي متره پلنوالی او ۲۸ سانتي متره ژور دی. ځینو ویلي دي چې دا نښه د ابراهیم علیه السلام د مقام وه، او همدا نښه د مکې د فتحې په ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه ځای و، وروسته له دې چې له کعبې څخه ووت. ځينو دا هم ويلي دي چې دا د جبرئيل امین علیه السلام د لمانځه ځای دی.
د اسلام نامتو مورخ محمد طاهر کردي په خپل ارزښتناک کتاب “التاریخ القویم لمکة و بیت الله الکریم” کې دا موضوع څیړلې او ویلي یې دي چې د دې کندې ځای د اسلام په پیل کې د مطاف د ځمکې یوه برخه وه، مګر یو څه سپینه شګه په هغې باندې اچول شوې تر څو د هغه ځای مشخص شوی وي. خو کله چې یې مطاف په مرمرو تیږو پوښ کړ، نو د هغې ځای یې د کوچني حوض په څېر جوړ کړ څو له منځه لاړ نه شي. خو دا چې هلته د طواف کوونکو پښې ښوېدلې، نو په ۱۳۷۷ هـ ق/۱۹۶۶ میلادي کال کې یې هغه وتړله، او ځای یې د مرمر ډبرو په منځ کې په ځانګړي رنګ سره په نښه کړ او داسې لیکنې یې پرې وکړې چې لوستل یې ګران دي.
محمد طاهر کردي په خپل تاریخ کتاب کې یادونه کړې ده چې دغه ډبرې چې شمېر یې اته دانې دي، له تر ټولو ارزښتناکو او سترو اسلامي اثارو څخه دي؛ ځکه چې تاریخ یې ۶۳۱ هجري قمري کال ته ورګرځي. هر چا چې د مطاف او شازروان په بیا رغونې لاس پورې کړی، هڅه یې کړې چې دا ډبرې په خپل اصلي ځای کې وساتي. د دې ډبرو رنګ ژیړ مایل په سور دی.
ادامه لري…
Previous Articleد عقل ځواک او د هغه ساحه (لسمه او وروستۍبرخه)
Next Article د سیکولریزم تاریخ او موخې (لومړۍ برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۲)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۵)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

دینونه

شیطان‌ پرستي (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD1 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان‌ پرستي (برخه: ۲۹) د شيطان پرستۍ د خپرولو لارې چارې (دوام)…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD5 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶) د…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD4 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰) د الهي حکمت…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD4 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱) د هرې ناروغۍ لپاره درملنه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

شیطان‌ پرستي (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.