Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»Blog»د کعبې شریفې تاریخ (درېیمه برخه)
Blog دوشنبه _2 _دسمبر _2024AH 2-12-2024AD

د کعبې شریفې تاریخ (درېیمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: شعیب احمد "غزنوي"

د کعبې شریفې تاریخ (درېیمه برخه)

ځینې تاریخ‌پوهان دې حقیقت ته اشاره کوي چې د ابراهیم علیه السلام له خوا د کعبې ودانول شاوخوا څلور زره کاله پخوا ته رسېږي. «تبع اسعد الحمیري» لومړنی کس و چې د کعبې لپاره یې یوه دروازه جوړه کړه چې پرانیستل او تړل کېده. ځینو ویلي دي چې دا کار د جرهم قبیلې کړی دی.
د قریشو په زمانه کې د کعبې پردې ته د اور له لګېدو له امله، د هغې ډېره برخه ویجاړه شوه. دا پېښه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له بعثت څخه پنځه کاله وړاندې وشوه. قریشو د کعبې د بیا جوړولو پرېکړه وکړه، خو ځکه چې دوی په کافي اندازه حلالې پیسې نه لرلې، نو یې ژمنه وکړه چې د کعبې بیا رغونه به یوازې له حلالو مالونو وکړي. له همدې امله یې د کعبې یوه برخه، چې په شمالي خوا کې وه او نن ورځ د حطیم په نامه یادېږي، له ودانۍ بهر پرېښوده. د کعبې لوړوالی یې ۸ متره او ۶۴ سانتي‌متره وټاکه.
عبدالله بن زبیر رضی الله عنه، په ۶۵ هجري کال کې، د کعبې پردې ته د اور له لګېدو او د دېوالونو له زیانمنېدو وروسته، د هغې بیا رغونه وکړه. هغه له خپلې ترور، ام المؤمنین عایشه رضی الله عنها، څخه یو روایت اورېدلی و چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«ای عایشې! که ستا قوم د خپل شرک وخت ته نږدې نه وای، نو ما به کعبه ړنګه کړې وای، د ځمکې په سطحه مې پرې دوه دروازې جوړې کړې وای او شپږ ذراع حجر مې پکې ور زیات کړی وای؛ ځکه قریشو دا برخه د ودانولو پر مهال بهر پرېښوده.»
د دې حدیث پر بنسټ، عبدالله بن زبیر د کعبې د څلورو خواوو دیوالونه ونړول او د ځمکې له سطحې سره یې برابر کړل. بیا یې د ابراهیم علیه السلام په بنسټ ودانۍ بیا ورغوله، او لوړوالی یې ۱۲.۹۵ متره وټاکه. د ودانۍ لپاره یې تیږې د حراء، ثبیر، مقطع، خندمه، حلحله، جبل کعبه او مردلې غرونو څخه راوړې.
حجاج بن یوسف ثقفي بیا د کعبې شمالي دیوال ړنګ کړ او د قریشو پخوانۍ ودانۍ ته یې واړاوه، ځکه هغه باور درلود چې عبدالله بن زبیر هغه څه چې د کعبې برخه نه وه، پکې زیاته کړې ده. حجاج او خلیفه عبدالملک د عایشه رضی الله عنها له حدیث څخه ناخبره وو. وروسته، چې حجاج د قریشو ودانۍ ته د کعبې د ورګرځولو کار بشپړ کړ، دا حدیث دوی ته ورسېد. د عایشه رضی الله عنها د حدیث په صحت له پوهېدو وروسته، عبدالملک ډېر خفه او پښېمانه شو.
په ۱۰۴۰ هجري کال کې، څلورم سلطان مراد د کعبې بیا رغونه وکړه. دا وروسته له هغه وشوه چې د ۱۰۳۹ هجري کال د شعبان میاشتې په ۱۹مه نېټه د سخت سیلاب له امله د کعبې یوه برخه ویجاړه شوه. سلطان مراد ټول دیوالونه ونه نړول، بلکې یوازې د لومړۍ ډبرې تر سطحې پورې یې ودانۍ ور ړنګه کړه او بیا یې د حجاج په جوړښت تکمیل کړه. هغه له جبل کعبه څخه اسماني رنګه، کلکې او قوي ډبرې راوړې او د ودانۍ کار یې بشپړ کړ.
 
د محمد طاهر کردي په نوم یو تاریخ‌پوه په ۱۳۷۷ هجري لمریز کال کې د کعبې د تیږو شمېرل پیل کړل چې ټولټال یې ۱۶۱۴ تیږې اټکل کړې. د دیوال د ډبرو ټولګه چې د کعبې دروازه پکې موقعیت لري، ۴۱۹ ټوټې، د کعبې لویدیځ دیوال چې د کعبې دروازې مخې ته دی، ۴۴۹ ټوټې، د جنوبي دیوال چې د یمني ستنې او تورې ډبرې تر منځ موقعیت لري، ۴۲۸ ټوټې، او د میزاب رحمت او حجر اسماعیل ته مخامخ شمالي دیوال ۳۱۸ ډبرې کارول شوې دي. دا د کعبې بهرنۍ ډبرې دي او دننه ډبرې پکې نه دي شاملې.
په کعبه کې تر ټولو لویه ډبره ۱۹۰ سانتي‌متره اوږدوالی او ۵۰ سانتي‌متره پلنوالی لري، او تر ټولو کوچنۍ ډبره ۵۰ سانتي‌متره اوږدوالی او ۴۰ سانتي‌متره پلنوالی لري. د دیوال پلنوالی ۹۰ سانتي‌متره دی او د کعبې په ودانۍ کې د مکې له چونې او ګچ څخه هم کار اخیستل شوی دی. کعبه ۳۷ ځله رغول شوې ده، او وروستۍ رغونه یې ۱۲۵۰ کاله وروسته د ۱۴۱۷ کال د شعبان په اتمه، د پاچا فهد بن عبدالعزیز د واکمنۍ پر مهال ترسره شوه.
په دې رغونه کې د بهرنیو دیوالونو شړېدنه لرې شوه او ورته نوې ډبرې ورزیاتې شوې. د تیږو پورتنۍ برخه له دننه څخه پاکه شوې او د کعبې چت چې له ۲۳ لرګیو څخه جوړ شوی و، او د هغې داخلي درې ستنې هم بدلې شوې. د کعبې شړېدلي ځایونه ترمیم شول. ځینې داخلي ډبرې جلا شوې او د قوي چپکونکي مرکباتو سره بیا ورغول شوې. همدارنګه، دوی د کعبې دننه یو سوری هم کیندلی ترڅو د کعبې د بنسټ ټینګښت او وړتیا ډاډمن کړي.
هغه سعودي انجینران چې د کعبې شریفې د بیا رغولو پروژه یې څارله او د هغې بنسټ او اساس یې ولیدل، د هغې پر ټینګښت یې ډاډ ترلاسه کړ. دوی وموندله چې دا ډبرې په خورا ټینګ ډول سره یوځای شوي او پرته له کوم نښلوونکي موادو لکه د اوښ غاړه، له یو بل سره په تداخل کې دي او په خورا مناسب حالت کې دي. دا بېخ بنسټ د دې مستحق دی چې پرته له کوم تخریب څخه یې بنسټ ایښودنه وشي او د هغه عواملو په وړاندې مقاومت وکړي چې پیښ شوي، لکه ویجاړوونکي سیلابونه چې کعبه یې زیانمنه کړې ده. همدارنګه، دا بېخ بنسټ به د قیامت تر ورځې پورې د کعبې د ودانۍ د وړلو وړتیا ولري.
د حجر اسماعیل ډبرې یې هم بدلې کړې او د لومړي ځل لپاره د حجرالاسود څنګ ته یو ځای جوړ شو تر څو ساتونکي د حجرالاسود د ښکلولو د تنظیم لپاره پکې اوسیږي. د حجرالاسود زړې مرمرې هم لیرې شوې او پر ځای یې نوي مرمرونه ځای پر ځای شول.
کعبه شریفه د بیت المعمور لاندې او موازي قرار لري چې په اووم اسمان کې ده او ملائکې یې شاوخوا طواف کوي او هلته د ځمکې د خلکو په څیر د خدای عبادت کوي او د اسمان د خلکو کعبه ګڼل کیږي.
قتاده رضی الله عنه وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته بیان کړ او ویې ویل: «آیا پوهېږئ چې بیت المعمور څه شی دی؟» صحابه کرامو وویل: الله او د هغه رسول ښه پوهیږي. هغه وفرمایل: «دا په اسمان کې یو مسجد دی چې کعبه یې لاندې ده، او که لوېږي نو پرې به راپرېوځي.»
نوي علم ثابت کړې چې مکه او کعبه د ځمکې مرکز دي او د نړۍ ټول هیوادونه د دوی په شاوخوا کې موقعیت لري. خدای تعالی فرمایي: «لِتُنذِرَ أُمَّ القُرَىٰ وَمَنْ حَوْلَها»؛ (ترڅو د ام القری او د هغې د شاوخوا سیمو خلک و وېروې.)
د کعبې مشرفې بنسټونه مستطیل شکله دي او ستنې او څلور ګونې زاويې یې په څلورو اصلي جغرافیایي جهتونو ولاړې دي. د دېوالونو اوږدوالی یې له حجرالاسود څخه تر یماني ستنې پورې شاوخوا لس متره او مقابل دیوال یې د حجرالاسود له لوري تر یماني ستنې پورې هم شاوخوا لس متره دی. د حجرالاسود دیوال د شامي یا عراقي ستنې په لور ۱۲ متره دی او اوسنی لوړوالی یې ۱۴ متره دی.
کعبه مشرفه څلور رکنونه یا ستنې لري چې عبارت دي له: د حجرالاسود ستن چې د کعبې په ختیځ کې موقعیت لري، یماني ستن چې د کعبې په جنوب کې موقعیت لري، عراقي ستن چې په شمال کې موقعیت لري او شامي ستنه چې په لویدیځ کې موقعیت لري. د کعبې مشرفې ښي اړخ ته، د هغې سطحې ته د رسېدو لپاره، د زینې په شکل ده. د کعبې درې ستنې چې د کعبې چت پرې پروت دی، د لرګیو له خورا قوي ډولونو څخه دي چې د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه لخوا کیښودل شوي او ۱۲۵۰ کاله عمر لري. د هرې ستنې محیط ۱۵۰ سانتي‌متره او قطر یې ۴۴ سانتي‌متره دی. په دې ستنو کې داسې شیان ځوړند دي چې کعبې ته ډالۍ شوي دي. هره ستنه د لرګیو پایې لري چې په ۱۴۱۷ هجري کې د پاچا فهد بن عبدالعزیز د واکمنۍ پر مهال بدل شوي او د «الټیک» ونې له قوي لرګیو سره بدل شوي چې یوازې په برما هېواد کې موندل کیږي. دا لرګي د کعبې او د هغې د څلورو دېوالونو لاندې د څلورو مترو په اوږدو کې د موریانې په وړاندې د مقاومت له امله په سپینو مرمرو فرش شوي، پرته له دې چې ستنې د کعبې اصلي دیوال سره تماس ولري. پاتې واټن تر چته پورې د داخلي شنې پردې سره پوښل شوې.
د کعبې دننه لس ډبرې کارول شوي چې ټولې یې له سپینو مرمرو څخه جوړې شوې او نقاشي شوي دي، او د هغو خلیفه ګانو او پاچاهانو نومونه چې له شپږم هجري پېړۍ څخه تر نن ورځې پورې د کعبې په رغونه او بیا رغونه کې لاس لري، لیکل شوي دي. او دا ټول د ځمکې څخه د ۱۴۴ سانتي‌متره په لوړوالي کې موقعیت لري.
په کعبه کې دننه داسې کوم څراغ یا سوری نشته چې رڼا دننه کړي، او د کعبې د مینځلو په وخت کې، کعبې ته د ننوتلو، رڼا چمتو کولو او د هوا د درجې بدلولو لپاره له زینې څخه کار اخیستل کیږي.

 

ادامه لري…
Previous Articleد سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله ژوندلیک (یوولسمه برخه)
Next Article د عقل ځواک او د هغه ساحه (نهمه برخه)

اړوند منځپانګې

Blog

نشنلیزم (دېرشمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Blog

لوی اختر؛ د اطاعت او فرمان‌بردارۍ اُسوه

جمعه _6 _جون _2025AH 6-6-2025AD
نور یی ولوله
Blog

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د ديني مدرسو مور (لومړۍ برخه)

پنجشنبه _10 _اپریل _2025AH 10-4-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (څلورمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعایشه کرامیه ډله «فرقه»  څلورمه برخه د کرامیه ډلې پر وړاندې د اهل سنت…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (پنځمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD0 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه پنځمه برخه د سیک مذهب لس تنه…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد امام غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (پنځه‌ويشتمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD0 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد امام غزالي رحمه‌الله ژوندلیک پنځه‌ويشتمه برخه د مقام…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

کرامیه ډله «فرقه» (څلورمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (پنځمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.