د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله ژوندلیک (یوولسمه برخه)
د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله مړینه
بالآخره سلطان صلاح الدین ایوبي د خپلې سپېڅلې دندې له سرته رسولو او د صلیبیانو له غلامۍ څخه د اسلامي نړۍ له ساتنې او ژغورنې وروسته، په ۵۸۹ هـ.ق کال د صفر میاشتې په ۲۷مه نېټه، د ۵۷ کالو په عمر وفات شو.
قاضي بهاءالدین ابن شداد د سلطان د مړینې په اړه داسې ليکي:
> «د صفر میاشتې په ۲۷مه، چې د سلطان د ناروغۍ ۱۲مه ورځ وه، د نوموړي ناروغي سخته شوه او هغه کمزوری شو. شیخ ابو جعفر امام الکلاسه ته، چې یو له نیکو او نامتو مشرانو څخه و، دنده وسپارل شوه چې شپه په کلا کې تېره کړي او د سلطان څارنه وکړي؛ که په شپه کې د نزع حالت پېښ شو، هغه ته دې د شهادت کلمه تلقین کړي.
> د شپې په سر کې د سلطان ظاهري حالت داسې ښکارېده لکه د آخرت د سفر لپاره یې چې تیاری نیولی وي. شیخ ابو جعفر د سلطان ترڅنګ کېناست او د قرآن کریم تلاوت او ذکر یې پیل کړ. له دریو ورځو او شپو څخه بېهوښي پر سلطان غلبه کړې وه؛ کله کله به په دې ترڅ کې په هوښ راغی. کله چې شیخ د هو الله الذی لا اله الا هو عالم الغیب والشهادة آیت تلاوت کاوه، سلطان په هوښ راغی او په مخ یې مسکا وه او په خندا یې ورته وویل: “هغه څه چې تاسو د وحدانیت په اړه وویل، هغه حق دی.” یوازې د دې جملې په ویلو سره یې خپل روح د ژوند خالق ته وسپاره.»
قاضي ابن شداد لیکي:
> «دا حالت د خلکو لپاره دومره د زغم وړ نه و چې د راشدینو خلفاوو نه وروسته په تاریخ کې دومره سخته ورځ نه وه راغلې. کلا، ښار، او ټول هېواد په ویر او اندېښنه کې ډوب و. خدای خبر چې څه ډول چوپتیا او غم پر خلکو خپور شوی و. دا خبرې مې مخکې هم اورېدلې وې چې ځینې خلک غواړي د خپلو ملګرو لپاره ځان قربان کړي. باور مې نه کاوه او فکر مې کاوه چې دا یوازې یوه جالبه او جایزه خبره ده، هیڅ حقیقت او واقعیت نه لري؛ خو په دې ورځ ما ته دا ثابته شوه چې دا یو ښکاره او څرګند حقیقت دی، ځکه ما ډېر داسې کسان ولیدل چې که واک او اختیار یې درلود، د سلطان لپاره یې خپل ژوند وقف کولو او چمتو و چې خپل عمر سلطان ته وروبښي.»
قاضي ابن شداد زیاتوي چې سلطان له ځان څخه یوازې ۴۷ درهمه پرېښودل. له دې پرته یې کومه ماڼۍ، کور، بڼ، او فارم نه درلود؛ حتی د هغه له ترکې څخه یو ریال هم د هغه د تجهیز او ښخولو لپاره ونه لګول شو. د هغه د جنازې او تدفین ټول توکي په پور اخیستل شوي وو. حتی هغه بوټي چې د قبر سر پرې پټ شول، په پور اخیستل شوي وو، او د کفن لپاره پیسې د هغه د وزیر لخوا، چې کاتب او عالم و، له حلال عاید څخه چمتو شوې وې.