Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اصحاب کرام»د حضرت عبدالله بن زبیر رضي الله عنه ژوندلیک (اوومه برخه)
اصحاب کرام سه شنبه _26 _نوومبر _2024AH 26-11-2024AD

د حضرت عبدالله بن زبیر رضي الله عنه ژوندلیک (اوومه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: زید

د حضرت عبدالله بن زبیر رضي الله عنه ژوندلیک (اوومه برخه)

د باغیانو د جګړې په اورېدو د عائشې رضی الله عنها غبرګون
د جګړې خبر ام المؤمنین عائشې رضی الله عنها ته ورسېد. هغې په اوښ سپرېدل غوره کړل او په داسې حال کې چې د ازدي قبیله یې شاوخوا وه، راووتله. کعب بن سور د عائشې رضی الله عنها څنګ ته حاضر و او هغې ورته قرآن ورکړ، ترڅو خلک د جګړې له بندولو سره دعوت کړي.
ام المؤمنین رضی الله عنها مخ په وړاندې روانه وه، ټوله هیله یې دا وه چې خلک د هغې مقام ته په کتو خبرې واوري، د جګړې مخه ونیسي او د فتنې اور مړ کړي.
کعب، قرآن له ځان سره یووړ او د بصرې د لښکر په لور روان شو. هغه د حضرت علي مرتضی رضی الله عنه د لښکر په وړاندې غږ وکړ او ویې ویل: “ای خلکو! زه د بصرې قاضي کعب بن سور یم؛ زه تاسو د الله تعالی د کتاب، د هغه د لارښوونو پر بنسټ سولې ته رابلم.”
سبائیانو، چې د حضرت علي رضی الله عنه د لښکر په لومړۍ کرښه کې وو، د کعب په نیت شکمن شول او پرې یې غشې وویشتې. هغه د قرآن په لاس کې نیولو سره شهید شو.
عائشې رضی الله عنها د خپلې کجاوې له پاسه غږ وکړ: “ای زما بچو! الله یاد کړئ، قیامت یاد کړئ، او د جګړې له کولو لاس واخلئ!”
خو سبائیانو د دې خبرې پروا ونه کړه او د بصرې پر لښکر یې برید ته دوام ورکړ.
حضرت علي رضی الله عنه، چې د لښکر په شاته و، خپلو کسانو ته امر وکړ چې جګړه ودروي او پر بصرې برید ونکړي. خو د لښکر په سر کې موجودو سبائیانو یوازې جګړه او برید ته ادامه ورکړه. کله چې عائشې رضی الله عنها ولیدل چې دوی د هغې خبرو ته پام نه کوي او کعب بن سور د هغې په مخکې شهید شو، نو ویې ویل: “ای خلکو! د عثمان رضی الله عنه قاتلانو او د هغوی پیروانو ته لعنت ووایئ!”
عائشې رضی الله عنها دعا پیل کړه او خلک هم ورسره په لوړ غږ د عثمان رضی الله عنه د قاتلانو پر ضد دعاوې کولې.
حضرت علي رضی الله عنه، چې د بصرې له لښکره یې د دوی دعاوې واورېدې، وپوښتل: “دا څه دي؟“ ورته وویل شول چې عائشې رضی الله عنها دعا کوي. علي رضی الله عنه وفرمایل: “تاسو هم له ما سره دعا وکړئ او د عثمان رضی الله عنه د قاتلانو پر ضد لعنت ووایئ.”
د علي رضی الله عنه د لښکر د دعا غږ د عثمان د قاتلانو په لعنت کې پورته شو. علي رضی الله عنه دعا وکړه: “ای ربه! د عثمان قاتلان په هر ځای کې لعنت کړه.”
جګړې زور واخیست او خلکو یو پر بل نیزې ووهلې. کله چې نیزې ماتې شوې، هغوی خپلې تورې راواخېستې او تر هغه وخته جګړه یې وکړه چې تورې یې هم ماتې شوې.
خلک یو بل ته نږدې شول، او سبائیانو د عائشې رضی الله عنها د وژلو هڅې ګړندۍ کړې. د بصرې لښکر سمدلاسه د عائشې رضی الله عنها او د هغې د اوښ د دفاع لپاره راودانګل. د اوښ شاوخوا جګړه ډېره شدیده وه. هر هغه څوک چې د اوښ پړی به یې نیولی و، وژل کېده.
د ډېرو غشو له امله چې کجاوه یې ووهله، د عائشې رضی الله عنها کجاوه د غشو ښکار شوه. د ازد او بنی ضبه د قبیلو ډېرو مسلمانانو او د قریشو ځوانانو د بې‌مثاله زړورتیا او مېړانې ښودلو پر مهال ژوند له لاسه ورکړ.
د مؤمنانو مور، عائشې رضی الله عنها، حیرانه وه او د لوی ګناه احساس یې وکړ. هغه د جګړې نیت نه درلود، خو د ګډوډۍ په منځ کې ښکېله شوې وه. هغې د لاس په حرکتونو خلکو ته د جګړې درولو بلنه ورکوله، خو هېچا یې خبرې ته غوږ ونه نیو.
هر څوک چې د عائشې رضی الله عنها د اوښ پړی نیولی و، وژل کېده. په دې وخت کې محمد بن طلحه (سجاد) راغی، د اوښ پړی یې ونیو او عائشې رضی الله عنها ته یې وویل: “مور جانې! ستا څه امر دی؟“
عائشې رضی الله عنها په ځواب کې وویل: “جګړه بنده کړه.”
هغه خپله توره بېرته نیام ته کړه او په همدې حالت کې شهید شو.
د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه مېړانه
عبدالله بن زبیر رضی الله عنه په جمل جګړه کې یوه بې‌ساري مېړانه وکړه او د جګړې په ډګر کې د تورو منځ ته ننوت. کله چې هغه له مړو څخه راویستل شو، په داسې حال کې چې ژوندی و، د هغه پر بدن له څلوېښتو څخه زیات د تورو او نېزو زخمونه ولیدل شول.
کله چې باغیان د عائشې رضی الله عنها کجاوه په نښه کړه، عبدالله بن زبیر رضی الله عنه په مېړانه د خپلې ترور دفاع وکړه. عائشې رضی الله عنها هغه کس ته لس زره درهمه د زیري په توګه ورکړل، چې د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه د ژوند خبر یې ورته راوړ.
حضرت عروه بن زبیر رضي الله عنه فرمایي: له رسول الله صلی الله علیه وسلم او ابوبکر رضی الله عنه څخه وروسته هېڅوک د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه په شان په بي بې عائشې رضی الله عنها ګران نه و.  هغه دا هم وویل: زما پلار او عایشې رضی الله عنها د عبدالله په شان هیچا ته دعا نه ده کړې.
 
کله چې د جمل جګړه پای ته ورسېده او ګڼ شمېر مشران ووژل شول، علي رضی الله عنه د پېښې په اړه خپل زوی حسن رضی الله عنه ته وویل: “زویه! کاشکې زه له دې پېښې شل ورځې مخکې وفات شوی وای.”
حسن وویل: “پلاره! ما تاسو له دې کاره منع کړی واست.”
علي رضی الله عنه وفرمایل: “زویه! زه نه پوهېدم چې دا پېښه دې دې حد ته ورسېږي.”
ادامه لري…
Previous Articleد عقل ځواک او د هغه ساحه (اوومه برخه) 
Next Article له علم پرته فتوا ناوړه جنایت (پنځمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سیدجمال الدین افغان رحمه الله (اته ويشتمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD
نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (درویشتمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD
نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (دوه ویشتمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سیدجمال الدین افغان رحمه الله (اته ويشتمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD5 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سیدجمال الدین افغان رحمه الله اته ويشتمه برخه د…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (درېیمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD7 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه درېیمه برخه د سیک مذهب بنسټ‌ايښودونکي (گورو…

نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (درویشتمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD3 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابو حامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک درویشتمه برخه سریزه: د…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (دویمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD6 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه دویمه برخه تاریخي مخینه او د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د افغانستان فیلسوف؛ سیدجمال الدین افغان رحمه الله (اته ويشتمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (درېیمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.