په هر مفتي او دیني عالم چې له هغه څخه شرعي پوښتنې کیږي، لازمه ده په ځواب کې له تلوار څخه ډډه وکړي. دیني عالم باید په خپل علم مغرور نه شي او له کافي فرصت، څېړنې او استدلال څخه په استفادې سره دقیق او مستدل ځوابونه ورکړي. هغه څوک چې په خپل علم ډاډه وي، باید د الله تعالی څخه د مرستې تمه ونلري، بلکې باید خپل علم الله تعالی ته منسوب کړي او پر هغه باندې په توکل سره ځوابونه وکړي.
په حدیثي سرچینو کې نقل دی چې له امام احمد رحمه الله څخه څلوېښت پوښتنې وشوې، چې له یوې پوښتنې پرته یې نور د ټولو پوښتنو ځوابونه د “لا أدري” په کلمه وویل، چې «زه نه پوهیږم.»
ځینې علماء او مفتيان په دې اند دي چې شرعي پوښتنو ته چټک ځوابونه د خلکو له حرج او انتظار څخه منع کوي. دا یو غلط فهم دی، او تاسو باید د خلکو د اسانتیا لپاره ځان په خطر کې وانه چوی. تیار او بې تکلیفه ځوابونه د خلکو په زړونو کې د فتوا اهمیت او مقام له مینځه وړي. دوی په غلطه فکر کوي چې فتوا ورکول یو اسانه کار دی او هر څوک یې کولای شي، په داسې حال کې چې فتوا ورکول یو له خورا درنو مسئولیتونو څخه دی؛ ځکه چې مفتي د فتوا په صادرولو سره ځان د هغه د عواقبو (حتی دوزخ) سره مخامخ کوي.
د شرعي پوښتنو د سمو او مستدلو ځوابونو لپاره، کیسه نه لري چې خلک په انتظار کیښودل شي. یا که مفتي یا عالم په ځواب کې د تأمل او تحقیق له امله بې علمه یا جاهل معرفي شي، هم کومه کیسه نه لري؛ خو څوک باید ژر ځواب او فتوا صادره نه کړي. خلک باید د دقیق او معقول ځواب ترلاسه کولو انتظار وکړي.
ابن قیم جوزي رحمه الله وايي: «د صحابه کرامو عادت دا وو چې په فتوا ورکولو کې به یې تلوار نه کاوه. کله به چې له دوی څخه پوښتنه وشوه، نو نورو ته به یې مراجعه کوله، او که داسې څوک وای چې دوی هغه له ځانه ښه ګڼي، نو هیڅکله به یې فتوا نه ورکوله او هغه ته به یې خلک راجع کوله. او که چیرې هغه فتوا وکوله، نو د الله تعالی کتاب، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت او د راشدینو خلفاء کرامو اقوال ته په پام سره یې دا کار کاوه.»
محترم علماء کرام باید د صحابه کرامو څخه پیروي وکړي او په بیړه له فتوا ورکولو ډډه وکړي او خپل شاګردان، اصحاب او خلک په دې مسئله خبر کړي.