د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه ژوندلیک (څلورمه برخه)
په یوم الدار کې عبدالله د حضرت عثمان رضی الله عنه څخه دفاع وکړه؛
مخکې له دې چې اصلي موضوع ته لاړ شو، اړینه ده چې د «یوم الدار» پېښې په اړه لنډ بحث وکړو تر څو زموږ اصلي موخه ښه روښانه شي. شیخ احمد ابن عباس لیکي چې «یوم الدار» هغه ورځ ده چې د عثمان رضی الله عنه کور د باغیانو لخوا کلابند شوی و.
په حقیقت کې کله چې د مسلمانانو عادل او دوهم خليفه حضرت سيدنا عمر فاروق رضي الله عنه شهید شو، نو فتنه ګرانو په فساد او فتنو پیل وکړ او د مسلمانانو تر منځ یې د نفاق اچولو هڅه کوله. دوی په دې اړه اختلاف رامنځته کړ چې له دویم خلیفه وروسته به څوک خلیفه شي او څوک د امامت حق لري. له همدې امله ځینو خلکو د حضرت سیدنا عثمان رضي الله عنه څخه دفاع وکړه او خلافت یې د هغه حق ګڼلو، او ځینو نورو بیا حضرت سیدنا علي ابن ابي طالب رضي الله عنه د دې مقام وړ ګڼل او ځانونه یې د هغه مدافعان ښودل.
باغیان راغلل او د سیدنا عثمان رضي الله عنه کور یې محاصره کړ او هغه یې د شهادت لوړ مقام ته ورساوه. لکه څنګه چې په ځینو کتابونو کې د ځینو عباراتو په لیدلو سره، همدغه خبره څرګندیږي. د بېلګې په توګه، په ځینو روایتونو کې چې د «حیات الصحابة» په کتاب کې راغلي دي، بسنه وکړو او هغه څوک چې غواړي پدې اړه نور معلومات ترلاسه کړي او دغه مسله ښه وسپړي، کولی شي پخپله کتاب ته مراجعه وکړي.
د «حیات الصحابة» په کتاب کې د «په خپل کور کې د محاصره کېدو په ورځ له جګړې د عثمان رضی الله عنه ډډه کول» تر سرلیک لاندې راغلي دي او ژباړه یې په لاندې ډول ده: «احمد له عایشه رضی الله عنها څخه روایت کړی چې هغې وویل: د خدای رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «زما لپاره زما یو صحابي راوبلئ.» ما وویل: ابوبکر؟ وې ویل: «نه»، ما وویل: عمر؟ هغه وویل: «نه»، ما وویل: ستا د تره زوی علي؟ وې ویل: «نه»، ما وویل: عثمان؟ هغه وویل: «هو.» کله چې عثمان رضی الله عنه راغی، رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وویل: «څنګ ته شه» او هغه ته یې په پټه څه وویل او د عثمان رضی الله عنه رنګ بدل شو. کله چې “یوم الدار” راغی او په هغه کې محاصره شو، موږ وویل: “ای امیرالمؤمنینه! آیا جګړه نه کوې؟” هغه ځواب ورکړ: «نه، د خدای رسول صلی الله علیه وسلم پر ما عهد سپارلی او په خپل نفس سره پر هغه صبر کوم.»
ابن سعد او ابن عساکر له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت کړی دی چې هغه وفرمایل: «د الدار په ورځ زه عثمان رضی الله عنه ته ورغلم او ومې ویل: «ای د مؤمنانو امیره! قتال حلال شوی.» وې ویل: «اې ابوهريره! ایا ته د ټولو خلکو او ما په وژلو خوشحاله یې؟» ما وویل: نه، هغه وویل: «په خدای قسم که ته یو سړی ووژنې، داسې ده لکه ټول خلک دې چې وژلي وي.» بیا زه بیرته وګرځېدم او جګړه مې ونکړه.
ابن سعد د عبدالله بن زبیر رضي الله عنه څخه روایت کوي چې هغه وویل: «ما عثمان رضی الله عنه ته وویل: ای د مؤمنانو امیره! ستا په کور کې یوه بریالۍ ډله ده او الله جل جلاله له دوی څخه لږو ته هم فتح ورکوي، نو اجازه راکړه چې جګړه وکړم.» هغه وفرمایل: «زه تاته د یو سړي په اړه قسم درکوم»، یا یې وویل: «زه د هغه سړي ته د خدای یادونه کوم چې زما په خاطر خپله وینه تویوي او یا زما په خاطر د بلچا وینه تویوي.»
بیا هم ابن سعد له ده څخه روایت کوي چې وې ویل: «د الدار په ورځ ما عثمان رضي الله عنه ته وویل: له هغوی سره جګړه وکړه؛ ځکه چې په خدای قسم، خدای له دوی سره قتال کول ستا لپاره حلال ګرځولی. هغه وویل: «نه، په خدای قسم، زه به هیڅکله له دوی سره جګړه ونه کړم.»
همدارنګه له عبدالله بن عامر رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: «عثمان رضي الله عنه د الدار په ورځ وفرمایل: زما څخه ستاسو تر ټولو لوی مدافع هغه څوک دی چې په وسله لاس پورې نکړي.» همدارنګه له ابن سیرین څخه روایت دی چې ویې ویل: زید بن ثابت رضی الله عنه حضرت عثمان رضي الله عنه ته راغی او ویې ویل: دا هغه انصار دي چې دروازې ته نږدې دي او وایي چې که ته وغواړې، بیا د خدای انصار کېدی شو. عثمان رضي الله عنه وویل: «خو جګړه، نه.»
همدارنګه له ابن سیرین څخه روایت دی چې وایي: «په هغه ورځ د عثمان په کور کې اووه سوه کسان وو، که هغه اجازه ورکړې وای، نو د خدای په خوښه به یې بدکاران وهلي وو او له مدینې څخه به یې ایستلي وو. د هغو کسانو له جملې څخه چې له ده سره وو؛ ابن عمر، حسن بن علي او عبدالله بن زبیر رضی الله عنهم وو.»
همدارنګه له عبدالله بن ساعده رضي الله عنه څخه روایت دی چې ویې ویل: سعید بن عاص رضی الله عنه حضرت عثمان رضي الله عنه ته راغی او ویې ویل: ای د مؤمنانو امیره! تر څو به زموږ لاسونه ونیسې؟! دې خلکو موږ وخوړلو، ځینو یې په غشو ووهلو، ځینو یې په تیږو ووهلو او ځینو یې تورې پورته کړې، نو موږ ته د هغه څه امر وکړه چې تاسو یې اړتیا وینئ. عثمان رضي الله عنه وویل: «زه یې خدای ته سپارم؛ ځکه چې موږ به د خپل رب په وړاندې راټول شو. خو د جګړې په اړه په خدای قسم، زه له دوی سره جګړه نه غواړم او که له دوی سره مې جګړه غوښتلی نو هیله به مې درلوده چې له دوی څخه وژغورل شم؛ مګر زه دوی خدای ته سپارم او هغه څوک چې دوی یې پر ما ټول کړي، هم خدای ته سپارم، زه به تا ته د جګړې امر ونه کړم.» بیا سعید ورته وویل: په خدای قسم چې له تا څخه به د هیچا په اړه پوښتنه ونه کړو، هغه بهر لاړ او تر هغه پورې یې جګړه وکړه چې په سر یې یو وژونکی زخم راغی.
لنډه دا چې حضرت عبدالله بن زبیر رضی الله عنه د حضرت عثمان رضی الله عنه څخه په مېړانه دفاع وکړه او د دښمنانو او ظالمانو په مقابل کې یې ډېر داسې ټپونه وخوړل چې د عمر تر اخره روغ نه شول او تازه پاتې شول. راغلي دي چې عبدالله بن زبیر رضی الله عنه په مکه مکرمه کې وینا کوله او ویل یې: د عثمان رضی الله عنه د دفاع په ورځ زما پر بدن له لسو زیات زخمونه ولګېدل او زه نن هغه ټپونه لمسوم او زه هیله لرم چې دا به زما د غوره کارونو څخه وګڼل شي.