له نبوي احادیثو څخه د علم پرته فتوا ورکولو خبرداری
د دې مقالې په دویمه برخه کې مو له علم پرته د فتوا صادرول د قرآن له نظره وڅېړل. په دې برخه کې به د نبوي احادیثو له نظره د دې ناوړه کړنې پایلو ته کتنه وکړو.
په نبوي احادیثو کې له علم پرته د فتوا ورکولو په اړه جدي اخطارونه راغلي دي. امام احمد په خپل “مسند”، امام دارمي، او امام ابن ماجه په خپلو “سننونو” کې له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَنْ أُفْتِيَ بِفُتْيَا غَيْرَ ثَبَتٍ، فَإِنَّمَا إِثْمُهُ عَلَى مَنْ أَفْتَاهُ؛ چا چې له علم پرته فتوا ورکړه، ګناه یې د فتوا ورکونکي په غاړه ده، تر هغه چې فتوا اخیستونکی په هغه عمل وکړي.»
دا حدیث موږ ته ښيي چې هغه څوک چې له علم پرته فتوا ورکوي، دوه ګناهونه کوي: یوه ګناه له علم پرته فتوا ورکول او بله دا چې د فتوا اخیستونکي ګناه هم د ده په غاړه کیږي.
نور احادیث هم دې ته اشاره کوي چې له علم پرته فتوا ورکول د فتوا ورکونکي د خپل او د نورو د ګمراهۍ سبب ګرځي. د بېلګې په توګه، امام بخاري رحمه الله په خپل “صحیح” کې له عبدالله بن عمر بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت کړی دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «إِنَّ اللَّهَ لَا يَقْبِضُ الْعِلْمَ انْتِزَاعًا يَنْتَزِعُهُ مِنَ الْعِبَادِ، وَلَكِنْ يَقْبِضُ الْعِلْمَ بِقَبْضِ الْعُلَمَاءِ، حَتَّى إِذَا لَمْ يُبْقِ عَالِمًا اتَّخَذَ النَّاسُ رُءُوسًا جُهَّالًا، فَسُئِلُوا فَأَفْتَوْا بِغَيْرِ عِلْمٍ فَضَلُّوا وَأَضَلُّوا.»
دا حدیث په دې ټینګار کوي چې الله تعالی د علماوو په وفات سره علم له منځه وړي، او کله چې پوه علما پاتې نه وي، خلک ناپوه مشران غوره کوي چې له علم پرته فتوا ورکوي او په دې توګه ځان او نور ګمراه کوي.
له علم او تخصص پرته فتوا ورکول د الله تعالی په اړه دروغ ویل او له لویو ګناهونو څخه شمېرل کېږي. دا عمل نه یوازې اسلامي ټولنه ګمراه کوي، بلکې د علماوو اعتبار ته هم زیان رسوي او د دیني مسایلو په اړه د خلکو ذهنونه مغشوشوي. له همدې امله، هرڅوک باید له دې ناوړه عمل څخه ډډه وکړي او نورو ته یې خبرداری ورکړي.