Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اصحاب کرام»د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه ژوند لیک (پنځلسمه برخه)
اصحاب کرام شنبه _7 _دسمبر _2024AH 7-12-2024AD

د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه ژوند لیک (پنځلسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: زید

د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه ژوند لیک (پنځلسمه برخه)

له خپلې مور اسماء بنت ابوبکر صدیق سره د عبدالله خبرې
حضرت عبدالله بن زبیر رضی الله عنه په داسې سخت او دردوونکي حالت کې، چې ډېرو خلکو شاوخوا صبر او استقامت له لاسه ورکړی و او هغه یې یوازې پرېښی و، خپلې مور حضرت اسماء رضی الله عنها ته ورغی. هغه د خپلو ملګرو له بې‌وفایۍ شکایت وکړ او له خپلې مور یې وپوښتل:
«ستاسو څه نظر دی؟»
مور یې ځواب ورکړ:
«زویه! ته په خپل حال ښه پوهېږې، که په حقه یې، نو صبر او استقامت وکړه؛ خو که پوهېږې چې د دنیا لپاره دې پاڅون کړی دی، نو تاسو په ډېر بد حالت کې یاست.»
عبدالله د خپلې مور تندی ښکل کړ او ویې ویل:
«هو مورې! زما نظر هم همداسې و. په خدای قسم، ما هېڅکله دنیا نه غوښتله او نه مې په هغې کې ژوند کول خوښ و. زما د پاڅون یواځینۍ انګېزه دا وه چې د الله جل جلاله د رضا لپاره خپل قهر او غوسه څرګند کړم، هغه مهال چې الهي حرمتونه ماتېدل. مور جانې! پوه شه چې نن به زه وژل کېږم، پام کوه چې غم دې زیات نه شي او چارې الله ته وسپاره.»
مور یې ځواب ورکړ:
«له خدایه هیله لرم چې ستا په ویر کې ما ته د نیکۍ توفیق راکړي.»
بیا یې په ژړا او زارۍ سره داسې دعا وکړه:
«اللهم انی قد سلمته لامرک فیه و رضیت بما قضیت، فقابلنی فی عبدالله بن زبیر ثواب الصابرین الشاکرین.»
(ای ربه! ما هغه تا ته او ستا قضاء ته سپارلی دی، ستا په قضاء راضي یم، نو ماته د عبدالله بن زبیر په وړاندې د صابرینو او شاکرینو اجر راکړه.)
بیا یې خپل زوی په غېږ کې ونیوه. مور او زوی له یوه بل سره مخه ښه وکړه. دا له خپلې مور اسماء رضی الله عنها سره د عبدالله وروستۍ لیدنه وه. د یادولو وړ ده چې حضرت اسماء رضی الله عنها د خپل زوی عبدالله له شهادت څخه شل ورځې وروسته وفات شوه.
د شهادت خوږ جام د څښلو وخت را رسیږي
د خپلې مور سره له الوداع وروسته، حضرت عبدالله بن زبیر رضی الله عنه د حجاج او د هغه له لښکر سره د جګړې لپاره له کوره ووت. هغه له ښي او کین اړخه پر هغوی بریدونه کول، او خلک د ده پر قوت او زړورتیا حیران شول.
ناڅاپه، کله چې هغه خپل ملګري د صبر او جګړې ته هڅول، د منجنیق له تیږو څخه یوه تیږه یې پر مخ ولګېده او هغه په ځمکه ولوېد. په همدې وخت کې یې دا شعر غږاوه:
اسماء یا اسماء لا تبکینی
لم یبق الا نسبی و دینی
و صارم لانت به یمینی
(زما مور اسماء! زما لپاره مه ژاړه. زما له دین او حسب پرته بل څه نه دي پاتې، مګر هغه توره چې زما لاسونه یې د پورته کولو څخه کمزوري دي.)
د حجاج عسکر سمدستي هغه ته نږدې شول او هغه یې شهید کړ. کله چې حجاج د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه د شهادت خبر واورېد، نو خوشحاله شو او د شکر سجده یې وکړه.
له بلې خوا، کله چې د هغه د شهادت خبر خپور شو، په مکه مکرمه کې د غم او ویر ټغر خپور شو. له هر لوري څخه د «انا لله و انا الیه راجعون» چیغې او ژړا پورته شوې. دا د سه شنبې ورځ د ۷۳ هجري قمري کال د جمادي الاول ۱۷ نېټه وه.
د حجاج فرعوني مزاج یوازې د عبدالله بن زبیر په وژلو ارامه نه شو. هغه امر وکړ چې د عبدالله جسد دې د حجون په کده غره کې و ځړول شي، ترڅو نورو ته عبرت شي. د هغه جسد لا په دار ځوړند و، تر دې چې یوه ورځ عبدالله بن عمر رضی الله عنه له هغه ځایه تېر شو او ویې ویل:
«ای ابو خبیب، پر تا دې د خدای رحمت وي! په خدای قسم، ته د ورځې روژه وې او شپې دې په عبادت تېرولې.»
بیا یې زیاته کړه:
«ایا وخت نه دی راغلی چې دا سپرلۍ ښکته شي؟»
حضرت اسماء رضی الله عنها هم له هغه ځایه تېره شوه او حجاج ته یې وویل:
«په خدای قسم! ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویل یې: د ثقیف له قوم څخه به یو درواغجن او تباه کوونکی راپورته شي. درواغجن مو ولید (مختار ثقفي)، خو ته تباه کوونکی یې.»
بیا حجاج امر وکړ چې د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه جسد دې له دار څخه ښکته کړي او ښخ یې کړي.
له دې وروسته حجاج مکې ته داخل شو او د مکې له خلکو څخه یې د عبدالملک ابن مروان د حکومت لپاره بیعت واخیست.
 حضرت سیدنا عبدالله بن زبیر قریشي رضي الله عنه د عدالت غوښتلو او حقدارانو ته د حق د رسولو د هڅې له امله دې حالت ته ورسید. ټول له هغه سره دښمني کوي او د هغه د شهادت په لټه کې دي او بالآخره د اسلام دغه دنګه او پیاوړې ونه په خاورو او وینو ککړوي. په ریښتیا چې هغه دين او عدالت را ژوندی کړ او د اسلام په تاريخ کې د بېلګې او نمونې په توګه ثبت شو.
 نو هرکله چې یو انسان سمه لاره ومومي، باید د عبدالله په څیر یې تعقیب کړي او د ملامت کوونکو له ملامتیا څخه دې وېره ونلري او خپل لوړ او مهم هدف ته د رسیدو لپاره دې هڅه وکړي. که په ژوند کې يې موخې پوره شوې، خو ډېر ښه، او که نشوې، نو د هغه له مرګ وروسته به الله تعالی خامخا داسې خلک وټاکي چې د هغه لوړ هدفونه به خپل منزل ته ورسوي..
ادامه لري…
Previous Articleدیني مدرسې؛ رسالت او مقام یې (شپږمه برخه)
Next Article د رسنیو رول او د مسلمانانو پر هویت د هغوی اغېزې (اووه پنځوسمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (څلوردېرشمه او وروستۍ برخه)

دوشنبه _14 _جولای _2025AH 14-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک  (درې‌دیرشمه برخه)

دوشنبه _14 _جولای _2025AH 14-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (دوه‌دېرشمه برخه)

یکشنبه _13 _جولای _2025AH 13-7-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

ساینټولوژي

ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD5 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰) سریزه موږ په تېره برخه کې…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD5 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹) سریزه د دې لپاره…

نور یی ولوله
دینونه

شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۸)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD11 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۸) د شيطان پرستۍ د خپرولو لارې چارې د…

نور یی ولوله
متفرقه

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۲)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD6 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۲) د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.