لیکوال: عبیدالله نیمروزی
د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله ژوندلیک (دوهمه برخه)
د اسلام د دوام او تسلسل لپاره غیبي انتظامات
د چاپېریال له اغېزو او د زمان او مکان له تغییراتو سره د مبارزې لپاره خدای تعالی د دې امت لپاره دوه ډوله انتظامات برابر کړي دي:
۱. دا چې خدای تعالی د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لارې بشپړ او جامع تعلیمات ورکړي دي، چې په هر ډول ستونزو او بدلونونو کې په اسانۍ سره مبارزه کولای شي. د دې تعلیماتو په ترڅ کې بشپړې لارښوونې شته، چې د ستونزو او مسلو د حل کولو لپاره په هر وخت کې اړینې وړتیاوې لري.
۲. الله جل جلاله د دې دین د تطبیق او خپراوي لپاره زړور او مخلص انسانان راپیدا کوي، چې د دې تعلیمات په خپل ژوند او د نورو په ژوند کې عملي کوي او په ټولنیز یا فردي توګه د دې دین د تازه او فعاله ساتلو دنده په غاړه لري. د دې دین ځانګړتیا دا ده چې د وړ او خداي غوښتونکو خلکو د ښوونې او روزنې وړتیا لري، کومه چې په پخوانیو ادیانو کې نه وه او د نړۍ په تاریخ کې د دې امت تر منځ داسې انسانجوړونه شته چې د نړۍ د نورو قومونو او ملتونو په منځ کې بېسارې ده. دا هم تصادفي او ناڅاپي مسله نه ده؛ ځکه چې د الله جل جلاله طبیعت همداسې دی چې په هره پېړۍ کې د اړتیا له مخې وړ خلک راڅرګندېږي، یا په بله وینا: دې امت ته هغه نسخه ورکړل شوې ده چې په هغه باندې پوهېږي، چې د کومې ناروغۍ لپاره څه ډول دوا پکار ده.
د اسلام پر روح او جسم باندې د دښمنانو بریدونه
د اسلام له پیل څخه د دې دین په زړه او مغزو باندې داسې حملې شوې چې نور دینونه یې د زغملو توان نه لري. د نړۍ نورو مکتبونو، چې په مختلفو دورو کې یې نړۍ فتحه کړې، د دښمنانو د برید په مقابل کې یې کوچنی برید هم نه دی زغملی او خپل وجود یې له لاسه ورکړی دی. خو اسلام هغه دین دی چې په مختلفو فکري، سیاسي او نورو مبارزو کې یې خپل ټول مخالفان مات کړل او اوس هم په خپل اصلي شکل په نړۍ کې ثابت او ولاړ دی.
که له یوې خوا باطنیت او د هغې څانګې د اسلام د روح او عقیدو لپاره لوی خطر و، له بلې خوا د صلیبیانو او تاتاریانو بریدونه د مسلمانانو د بې ځایه کولو لپاره کافي وو. که د نړۍ پر نورو دینونو او مذهبونو باندې داسې بریدونه شوي وای، نو هغوی به خپل ټول بهرني او داخلي امتیازات له لاسه ورکړي وای او د تاریخي افسانې په توګه به په یادونو کې پاتې شوي وای. خو اسلام د ټولو داخلي او خارجي بریدونو په مقابل کې مقاومت وکړ او نه یوازې یې خپل وجود وساته، بلکې په ژوندانه ډګرونو کې یې ډېر فتوحات ترلاسه کړل.
په اسلام کې د تحریفاتو، تأویلاتو، بدعتونو، د عجميانو اغېزې، د مشرکینو رسمونه او اعمال، نفسپرستي او لذتپالنه، الحاد، لادیني فکر او ریاکارۍ داسې بریدونه وخت نا وخت داخل شول چې کله کله داسې احساس کېده چې اسلام به دا درانه بریدونه و نه زغمي او په وړاندې به یې ګونډه ووهي. خو د اسلامي امت روښانه فکر د دې پر ځای چې جوړجاړی ومني، مبارزه وکړه، او د اسلام روح ناکامه نه شوه. په هره پېړۍ کې داسې کسان پیدا شول چې د تحریفاتو او تأویلاتو د فریبناکه پردې څېرې کړې او د اسلام او خالص دین حق یې په ډاګه کړ. دوی د عجمي اغېزې او بدعتونو په مقابل کې غږ پورته کړ او له سنت څخه یې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ. دوی په عمومي ډول د غلطو عقایدو د ردولو، د شرک د رسمونو او د رسومو له منځه وړلو لپاره مبارزه کوله، مادي فکر او نفسپرستۍ ته یې اغېزمنه ضربه ورکړه، او د خپل وخت په فاسقانو او مفسدینو یې سختې نیوکې وکړې او د ظالمو پاچاهانو په وړاندې یې د حق کلمه پورته کړه.
دغه اشخاص د علم، تفکر، اخلاق او روحانیت له مخې په خپله زمانه کې ځانګړي او ممتاز وو، او د ځانګړتیاوو لکه زړورتیا، اخلاص او دیانت خاوندان وو. د جهل او ګمراهۍ د تیارو په مقابل کې «ید بیضاء» په شان روښانه وو، چې د تیارو پردې یې څېرلې او حق او حقیقت یې څرګند کاوه.
له دې موضوع څخه څرګندېږي چې الله تعالی د دې دین د حفاظت مسؤولیت په غاړه اخیستی، او د نړۍ رهبري د همدې دین له لارې پوره کوي. هغه کار چې پخوا انبیا ترسره کاوه، اوس په دې عصر کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مکتب ممتاز زدهکوونکي او د امت مجددین او مصلحین یې ترسره کوي.