د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله ژوندلیک (دیارلسمه او وروستنۍ برخه)
د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د ژوند روح
د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د ژوند روح، د هغه د ټولو فعالیتونو انګېزه او د هغه د ځواک محرک، د هغه قوي ایمان، په آخرت باندې یقین او له جنت سره مینه وه. هغه هر څه چې کوله، د خدای تعالی د وېرې یا مینې لپاره وو. دا هغه ځواک دی چې د نړۍ تر ټولو لوی او ځواکمن واکمن د نړۍ د سلطنتي خوښیو او فریبونو په مقابل کې ثابت پاتې کوي
که چا ورته د خپلې لارې خلاف نصیحت کاوه او د دنیا د لذتونو څخه د ګټې اخیستنې سپارښتنه یې ورته کوله، په ځواب کې به یې دا آیت ورته لوست: «إني أخاف إن عصيت ربي عذاب يوم عظيم»
ژباړه: «که زه د خپل رب د حکمونو څخه سرغړونه وکړم، د سخت عذاب څخه وېرېږم.»
هغه یو ځل خپل خادم ته وویل او دا جمله د هغه د غوره شخصیت استازیتوب کوي. هغه به ویل: «خدای تعالی موږ ته یو لوړ طبیعت راکړی دی، زه چې هر لوړ مقام ته رسېدلی وم، تر هغه مې د لا لوړ مقام هیله درلوده. اوس داسې مقام ته رسېدلی یم چې تر دې لوړ مقام شتون نه لري، او اوس زما لوړ طبیعت یوازې د جنت هیله او ارمان لري.»
د هغه د زړه نرمي او له خدای تعالی څخه د وېرې حالت داسې و، چې یوه ورځ یې له یو چا وغوښتل چې نصیحت ورته وکړي. هغه کس وویل: «که خدای جل جلاله ته جهنم ته واچولې او د دنیا ټول خلک جنت ته لاړ شي، نو څه ګټه به تا ته وکړي؟ او که د دنیا ټول خلک جهنم ته لاړ شي او ته جنت ته لاړ شې، تا ته څه تاوان رسېږي؟»
د دې خبرې په اورېدو سره یې دومره وژړل چې په مخ کې یې اورغالی بل شوی و، خو د سترګو د اوښکو له امله هغه اور ګُوَل (خاموش) شو.
یزید بن حوشب وايي: «له دې قضیې څخه څرګندېږي چې دوزخ او جنت یوازې د عمر بن عبدالعزیز او حسن بصري رحمها الله لپاره پیدا شوي دي.»
د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله وفات
که د خدای تعالی رضا د خلکو په حالت باندې نوره هم شامله وای او عمر بن عبدالعزیز رحمه الله ته د پخوانیو باچاهانو او امیرانو په شان فرصت ورکړل شوی وای، نو په ټول اسلامي خلافت کې به یو ژور انقلاب رامنځته شوی وای، چې اغېزه به یې د اوږدې مودې لپاره پاتې وای.
خو امویانو د خپلې کورنۍ د دې غړي د خلافت له امله ځینې شیان له لاسه ورکړي وو. تل یې په خپلو غونډو کې د عمر رحمه الله د خوېښۍ لپاره حسرت خوړ، خو د هغه زهد او پرهېزګارۍ طریقه یې نه شوه زغملای. ډېر ژر یې ځان له هغه څخه خلاص کړ او مسلمانان یې د الهي نعمت څخه محروم کړل.
سیدنا عمر بن عبدالعزیز رحمه الله تر دوه کاله او پنځه میاشتو خلافت وروسته، په ۱۰۱ هجري قمري کال کې له دې فاني نړۍ څخه وداع وکړه. تاریخي شواهد ښيي چې هغه د خپلې کورنۍ غړو لخوا مسموم شوی و.
رښتیا هم چې د سیدنا عمر بن عبدالعزیز رحمه الله په مبارک سیرت کې د عبرت او درسونو یو سمندر پټ دی. باید د ټولنې هر وګړی، په ځانګړې توګه د حکومت او واک خاوندان، د هغه له شخصیت څخه الهام واخلي او هغه د ژوند نمونه او رهبر وګرځوي؛ ځکه چې هغه یو له هغو کسانو څخه و چې په اسلامي مدرسه کې روزل شوی و او له هغې یې فیض اخیستی و.
دغه عادل مسلمان واکمن وتوانېد چې نړۍ ته حکومتولي او سیاستولي وښيي. هغه په خپل خلافت سره په ډاګه کړه چې د انسانیت سعادت او نېکمرغي یوازې په حقیقي اسلامي نظام پورې اړه لري.
د هغه د خلافت په وخت کې، د نن ورځې جعلي سازمانونه (لکه د بشري حقوق، د ښځو حقوق، د څارویو حقوق، د ماشومانو حقوق او نور) شتون نه درلود. خو عدالت، امنیت، دینداري، مساوات، شفقت، سوکالي او حقیقي اقتصاد موجود و. دا شیان نه یوازې انسانان، بلکې حیوانات هم احساسول. د دې مثالونه د مسلمانانو او غیرمسلمانانو د تاریخ په کتابونو کې ثبت دي.
هغه په خپل حکومت کولو سره ثابته کړه چې یو خیرخواه او زړه سوانده انسان کولای شي شرایط برابر کړي او ملت له ګمراهۍ او ضلالت څخه وژغوري.
انسان باید د واک او حاکمیت په اوج کې خدای تعالی او د هغه بندګان هېره نه کړي. ځان له لاسه ورنه کړي، خدای جل جلاله ناراضه نه کړي، آخرت برباد نه کړي، او د بې وزلو او مسکینانو سره د ناستې او وخت تېرولو څخه، چې د خدای تعالی رحمت جلبوي، محروم نه شي.
ورځې او شپې تېرېږي، حکومتونه راځي او ځي، خو اصالت او شرافت پاتېدونکی دی. تاریخ په دوامداره توګه تکراریږي؛ انسان باید د ځان لپاره ښه نوم پرېږدي.