لیکوال: عبیدالله نیمروزی
د سلطان زغم او استقامت دومره زیات و چې قاضي ابن شداد ویلي دي: یو وخت د سلطان په بدن کې له ملا څخه تر زنګنونو پورې دومره ټپونه او دانې ختلې وې چې د ناستې توان یې نه درلود. دسترخوان خپور شو، خو سلطان صلاحالدین نشو کولی چې کښېني او خواړه وخوري. د دې رنځ او ستونزې سره سره، بیا هم د جګړې په لومړۍ کرښه کې د دښمن پر وړاندې ولاړ و.
د سلطان زړورتیا له لاندې پېښې څخه ښه څرګندیږي. یو ځل مې سلطان ته وویل چې ته په مختلفو ځایونو کې د حدیث اورېدلو شوق لرې، خو ما نه دي لیدلي چې د جګړې پر مهال دې د حدیث د اورېدلو غونډه جوړه کړې وي. که دا غونډه جوړه شي، موږ به دا ویاړ هم ترلاسه کړو. سلطان امر وکړ چې د احادیثو د اورېدو غونډه دې د دواړو کرښو ترمنځ، د داخلي کرښې او د دښمن د کرښې په منځ کې جوړه شي.
Previous Articleد علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (درېیمه برخه)
Next Article اسلام او ډیموکراسي (دوه پنځوسمه برخه)