لیکوال: عبدالحفیظ عُرَیب
له علم پرته فتوا ناوړه جنایت (لومړۍ برخه)
الحمد لله و الصلاة و السلام على رسول الله و الحمد لله على نعمة الإسلام.
په شرعي اعمالو کې د الله جل جلاله لوري ته د خلکو دعوت او هدایت ډېر لوړ ارزښت او فضیلت لري. علماو دغه عمل د ډېر اهميت له امله «اُم الاعمال» بللى دى.
بل ارزښتناک عمل د پېچلو شرعي مسائلو حل کول، د حلال او حرام تبیین او خلکو ته د شرعي احکامو تشریح کول دي. دې عمل ته فتوا ویل کیږي او هغه څوک چې فتوا ورکوي مفتي بلل کیږي. په شرعي مسائلو کې د فتوا صادرول یو له غوره عملونو څخه شمېرل کیږي او مفتي په اسلامي ټولنه کې د انبیاو د وارث او د فرض کفایه د مجري په توګه رول لوبوي؛ خو هر څومره چې فتوا ارزښتمنه ده او د مفتي مقام لوړ دی، په هماغه اندازه د دغه کار خطرونه هم ډېر جدي دي.
که څوک ځان ته مفتي وايي او له لازمو وړتياو پرته فتوا صادروي، نه بایده خلک د هدايت پر ځای ګمراه کړي. په ننني عصر کې د رسنیزو فعالیتونو په پراخېدو سره د مجازي مفتیانو د زیاتوالي شاهدان یو، چې په دیني چارو کې له لازمو وړتیاوو پرته خلکو ته لارښوونه کوي چې ښایي دا کار د شرعي احکامو په پلي کېدو کې د خلکو د ګډوډۍ لامل شي.
حاضر مقاله د «بې علمه فتوا صادرول جرم» موضوع د قرآن، حدیث او د سلف صالحینو له اقوال څخه څیړي او د هغې بدې پایلې بیانوي. مخکې له دې چې اصلي موضوع ته اشاره وکړو، د فتوا او مفتي تعریفونه وړاندې کیږي، ترڅو لوستونکي په اسانۍ سره بحث ته داخل شي او پوه شي.
فتوا څه ده؟
د “الموسوعة الفقهیة” کتاب په ٢٥ ټوک ٣٢ مخ کې د فتوا تعريف داسې ذکر شوی: فتوا د خداى د حکم څرګندول دي د حلال او حرام د مسايلو په اړه، د څلورو فقهي سرچینو: قرآن، سنت، اجماع او قیاس د دلايلو په حواله سره. د عامو خلکو لپاره د شرعي مسايلو ځواب ورکول فتوا بلل کېږي او دا کار بايد د هغه چا له خوا ترسره شي چې د فتوا د صادرولو لپاره ضروري اهلیت ولري.
مفتي څوک دی او شرطونه یې څه دي؟
-
مفتي هغه څوک دی چې خپلې دیني آکادمیک زده کړې یې په معتبرو مدرسو او له مشهورو او متقنو مفتیانو سره بشپړې کړي وي.
-
مفتي باید بې طرفه وي، داسې چې نه خپلوي او نه دښمني د هغه د حق ویلو او صحیح فتوا باندې اغیزه وکړي.
-
مفتي هغه څوک دی چې نه د شخصي ګټې په لټه کې وي او نه د مالي او شخصي زیان له وېرې د حق ویلو او صحیح فتوا له وړاندې کولو څخه منع کوي.
-
مفتي دنده لري چې شریعت بیان کړي او حقیقت وړاندې کړي. هغه نه شاهد دی او نه قاضي. او د هغه فتوا الزامي نه ده، د قاضي په خلاف چې پریکړه یې الزامي ده او د هغه څخه سرغړونکي د قانوني مجازاتو مستحق دي.
-
خطیب البغدادي د اسلامي فقهاوو اجماع راټوله کړې ده چې فاسق انسان، هغه څوک چې د فسق نښې یې څرګندې وي، مفتي نه شي کېدای.
-
هغه څوک چې فسق یې باطني وي، او په بهر کې د متقي انسان په توګه پېژندل کیږي، مفتي کېدای شي؛ ځکه چې د خلکو باطن د الله تعالی سره وي.
-
مفتي باید خپله فتوا د معتبرو فقهي منابعو د مستند دلایلو په حواله وړاندې کړي.
-
هغه څوک چې علمي زده کړې ولري مګر په رسمي او اکاډمیک ډول د متخصصو مفتیانو لخوا نه وي روزل شوی مفتي نشي کېدای. د تجربه لرونکو مفتیانو تر څارنې لاندې د تعلیم او تربیې له پړاوونو څخه تېرېدل د فقهي پوهې د ترلاسه کولو او د فتوا د صادرولو له اړتیاوو څخه دي.