مجتهد کولی شي د دې علم په وسيله د ګټو او زيانونو یا مصالحو او مفاسدو په منځ کې لومړيتوبونه په پام کې ونیسي او د “اهون الشرین” قاعدې په غوره کولو سره عمل وکړي؛ ځکه هوښيار یوازې هغه څوک نه دی چې په ښو او بدو پوه شي، بلکې هوښيار هغه دی چې د ښه او ډېر ښه او د بد او ډېر بد تر منځ توپير وکړي؛ د بېلګې په توګه، که د نفس د ساتنې او د عورت د پټولو تر منځ تعارض رامنځته شي، کوم یو باید غوره شي؟ د شريعت له مقاصدو څخه په مرستې اخیستنې او د هغو د اهمیت له وجې څرګندیږي چې د ځان ساتنه د عورت له ساتنې څخه غوره ده او لومړیتوب لري.
د بېلګې په توګه: که درملنه د ډاکټر لخوا د بدن د ځانګړې غړي په کشف پورې تړلې وي، نو د ځان ساتنه او درملنه یې مهمه ده، نو په دې حالت کې د ستر پوښل لازمي نده، او موږ د ناروغ درملنې ته لومړیتوب او ترجیح ورکوو، که څه هم دا د عورت د کشف سبب ګرځي؛ خصوصي برخې؛ ځکه چې د ډاکټر په مخ کې د بدن د ځينو برخو د کشف یا لوڅولو فساد، د نفس تر له تلف کېدلو کم دې چې د درملنې د نه کولو په پایله کې پېښیږي.
4- د دلائلو تر منځ د اختلاف او ترجیح په صورت کې له مجتهد سره مرسته کوي؛ لکه څنګه چې امام غزالي رحمه الله فرمايي:« مقاصد الشرع قبلة المجتهدین»
5- د شرعي نصوصو او د هغو د توجیهاتو درک کول او د غوره توجیه غوره کول؛
6- شريعت د اصولو ساتنه او په هغو مواردو کې د اجتهاد نه کول چې د شرېعت له مقاصدو څخه انحراف کوي؛