Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (درېمه برخه)
اسلام دوشنبه _4 _نوومبر _2024AH 4-11-2024AD

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (درېمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
 لیکوال: شکران احمدي

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (درېمه برخه)

 

ب: د شریعت لغوي معنی
 شریعت په لغت کې دین، ملت، طریقه، لاره او دود ته وایي. په عربي ژبه کې شريعت د دروازې، د ننوتلو لارې او همدارنګه د څښاک چینې او داسې ځای په معنا کارول کېږي چې له رسۍ پرته اوبه ترې وڅښل شي. د دین او هغه لارې ترمنځ همغږي او مطابقت چې له رسۍ پرته د سیند اوبو د څښلو  سبب کیږي، له تندې څخه ژغورل دي؛ لکه څنګه چې اوبه د ژوند او ژغورنې لامل دې، دین او شریعت هم د انسان د فلاح او خلاصون لامل دی؛ لکه څنګه چې لوى څښتن تعالی فرمايي:  “ثمَّ جَعَلْناكَ عَلَى شَرِیعة منَ الامر فتبعها”؛  ژباړه:(بیا مو ته په حق شریعت او دین ټاکلی یې؛ له هغه څخه پیروي وکړه.)
 ج: د شريعت اصطلاحي معنى
 شیخ جرجاني رحمه الله فرمایي: «شریعت د بندګۍ د خواهشاتو غوښتل او د هغو پلي کول دي.» ابن تیمیه رحمه الله د شریعت تعریف په دې ډول کړی دی:«شريعت، شرع او شرعة، د هغو ټولو عقايدو او عملونو ټولګه ده، چې الله جل جلاله مشروع کړي دي.»
 د: د شریعت د مقاصدو اصطلاحي تعریف
د مقاصدو د علم بنسټ ایښودونکو او مشرانو لکه امام غزالي او شاطبي رحمهما الله د دې علم تعریف ته پام نه دې کړی. ځینو لیکوالانو هم دا علم تعریف کړی دی، خو د عامه مقاصدو او ځانګړو مقاصدو علم یې تعریف کړی دی، چې د تعریف له شمولیت سره تضاد لری. د شلمې او يوويشتمې پېړۍ مفکرينو او څېړونکو د شريعت د مقاصدو د علم تعريف ته ډېره پاملرنه کړې ده او د شريعت د مقاصدو لپاره يې څو تعريفونه وړاندې کړي دي؛ د هغو له جملې څخه دا لاندې تعریف وړاندې کیږي چې د شریعت د موخو یو ښه او جامع تعریف ګڼل کیږي:
مقاصد:« هغه لاملونه، حکمتونه او موخې دي چې سپېڅلي شارع د احکامو په وضع کولو کې په عمومي او يا په ځانګړې توګه د بندګانو د ګټو د ساتلو لپاره په پام کې نيولي دي.»
د دې تعریف مهم اصطلاحات  “علت او حکمت”  دي.
علت:
د اصولیانو په اصطلاح کې دوه معناوې لري: يو يې «د شريعت له حکم سره موافقت» دی چې په تعريف کې هم ورته پام شوی دی. دوهم: “روښانه او ښکاره وصف” چې پر هغه د حکم د تحقق په صورت کې ګټور دی. همدا رنګه د اصولیانو په اصطلاح کې حکمت، په علت باندې د وصف بدلول دي او يا دا چې حکمت د مصالحو جذبول او بشپړول او د فساد له منځه وړل او کمول دي.
یعني: د الله تعالی افعال او اوامر په اسبابو او مصلحتونو ولاړ دي چې د شارع د احکامو او موخو لرونکي دي. دا لاملونه، حکمتونه او د تشرېع موخې د بندګانو د دنیا او آخرت د ګټو ساتونکي دي؛ له همدې امله د شريعت مقاصد یا موخې عبارت دي له: هماغه لاملونو، احکام او اهدافو څخه چې په شريعت کې د بندګانو د مصالحو د جلب او د مفاسدو د مخنیوي لپاره د شارع لخوا وضع شوي دي.
هغه نصوص چې په هغه کې د الله سبحانه وتعالی د افعالو او اوامرو علتونه تصریح شوي دي، د مقاصدو بل تعبیر دی څو د شریعت احکام د لوبو او لهو او لعب لامل نه شي، لکه څنګه چې خدای تعالی فرمایي:«وما خلقنا السمآء و الارض و ما بینهما لاعبین»؛ ژباړه:  “موږ اسمانونه او ځمکه او هغه څه چې د دوی په مینځ کې دي د لوبې له وجې نه دي پیدا کړي.” د دې اصل له مخې د اسلامي شريعت احکام موخې او اهداف لري او دا احکام بې ځايه او بې ګټې نه دي تشرېع او وضع شوي؛ له همدې امله د شريعت د مقاصدو علم، د اسلامي تقنين یا تشرېع موخې تر بحث او څېړنې لاندې نیسي.
 ادامه لري…
Previous Articleد درود ویلو فضایل او برکات (اتمه برخه)
Next Article په اسلام کې د امنيت ارزښت (څوارلسمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (دېرشمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته کتنه (نهه‌ويشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته يوه کتنه (اته ویشمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (څلورمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعایشه کرامیه ډله «فرقه»  څلورمه برخه د کرامیه ډلې پر وړاندې د اهل سنت…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (پنځمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD0 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه پنځمه برخه د سیک مذهب لس تنه…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد امام غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (پنځه‌ويشتمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD0 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد امام غزالي رحمه‌الله ژوندلیک پنځه‌ويشتمه برخه د مقام…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

کرامیه ډله «فرقه» (څلورمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (پنځمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.