لیکوال: ابو عائشه
په اسلام کې د امنيت ارزښت (څوارلسمه برخه)
د ټولنیز امنیت تعریف
د ټولنیز امنیت لپاره څو تعریفونه وړاندې شوي دي. په ځینو سرچینو کې، امنیت د اطمينان کولو د احساس يوه کچه عنوان شوې ده، چې ټولنه او ډله په هغه کې بنسټیز رول لوبوي. او په ځینو نورو متنونو کې ټولنیز امنیت د دودیزو، کلتور، مذهب، هویت او ملي دودونو ساتلو وړتیا پورې تړلې ده.
ټولنیز امنیت په بل تعریف کې په لاندې ډول راغلی دی: “هغه آرامتيا او راحت چې ټولنه د خپلو غړو لپاره چمتو کوي. د دې ډول امنیت ځانګړتیا دا ده چې ټولنه یې د رامینځته کولو مسؤلیت لري، نو د ټولنې یو هدف او دنده دا ده چې د خلکو او ټولنې لپاره امنیت رامینځته کړي او همدارنګه د فرد او کورنۍ په وړاندې د هغه ملاتړ د اقتصادي یا شخصي بدبختيو څخه لکه د روغتیا او د ژوند چمتو کول.” نن ورځ، په ټولنه کې د شکل او بڼې له مخې د ټولنیز امنیت مفهوم نه یوازې د جرمونو او سرغړونو نشتوالي معنی لري، بلکې د روحي، روغتیايي او اقتصادي قضیې او مثالونه هم پکې شامل دي. او بالاخره په ټولنه کې د حقیقي او معقول ثبات او نظم رامینځته کول هغه څه دي چې ټولنیز امنیت ورته ويل کيږي.
ځینې خلک ټولنیز امنیت هم په لاندې ډول تعریفوي
“ټولنیز امنیت هغه تضمین دی چې د انسان، افرادو او ټولنو دواړو څخه د نړۍ د سوکالۍ او د آخرت په ټولو برخو کې ویره او ډار له مینځه وړي.”
ټولنیز امنیت، د امنیت یو له هغو څانګو څخه دی چې کارپوهان یې د ټولنیز نظام او د هیواد د حاکمیت د ساتنې په توګه تعریفوي. په دې ډول چې ټولنه، کورنۍ او فرد له اقتصادي، ټولنیزو او شخصي ګواښونو او ناخوالو څخه خوندي وي او د خپل روغتیا په اړه ډاډمن وي. که په یوه ټولنه کې ټولنیز امنیت ټینګ شي، د راتلونکي په اړه د خلکو هیلې او باور زیات کيږي او د ودې، پرمختګ او سالم ژوند د ترلاسه کولو هېله به په زړونو کې ځای پر ځای شي.
د ټولنیز امنیت معنی دا ده چې خلک په خپل کار او ژوند کې د ویرې، ګواښ او ناامنۍ احساس ونه کړي. دا مسله ډېره مهمه ده، ملت امنیت ته اړتیا لري ترڅو وکولای شي د سوداګرۍ، ټولنیزو فعالیتونو او شخصي ژوند په چاپیریال کې خپل کارونه په سمه توګه ترسره کړي او حتی په آرام زړه او اجتماعي ذهن سره د خدای عبادت وکړي. د دې عمومي اړتیا د پوره کولو لپاره، حکومت ته اړینه ده چې د واک او اختیار په کارولو سره د خلکو دا عمومي غوښتنې پوره کړي.
د ټولنیز امنیت تامین د دولت د مثبتو دندو یوه برخه ده، چې د پولیسو له خوا د دولت د حقوقي استازي په توګه د دندو او ماموریتونو په بڼه ترسره کیږي. د دې کړنو موخه د خونديتوب ايجادول (د جرم او جنايت له منځه وړل) او فکري آرامتيا (د خوندیتوب احساس) دي د ټولنې د غړو لپاره په ټولنيز ورځني کارونو، د سوداګرۍ او تګ راتګ ځايونو، خصوصي ژوند، ټولنيز تعاملات، د ديني او ملي ارزښتونو ساتل، د هوساینې او راحت منځته راوړل او په نهایت کې د ټولنیزو تعاملاتو په برخه کې د دوی ټولنیز دریځ ته وده ورکول دي.
د بشري امنیت بله برخه ټولنیز امنیت دی. فردي او ټولنیز امنیت له یو بل سره نږدې تړاو لري، او فردي امنیت د ټولنیز امنیت بنسټ دی. ټولنیز امنیت د داسې شرایطو او حالاتو رامینځته کول دي چې پر بنسټ یې د ټولنې ټول غړي د خپلو مشروع او قانوني فعالیتونو په ترسره کولو کې بشپړه ازادي ولري او د ټولنې له اسانتیاوو څخه په یو شان خوند واخلي او ټول وګړي په مساوي موقف کې قرار ولري.