لیکوال: عبدالحمید "ګرګیج"
د درود ویلو فضایل او برکات (اوومه برخه)
د درود ویلو آداب
حضرت تهانوي رحمه الله په “زاد السعید” کې د بېلابېلو آدابو په اړه یو ځانګړی باب لیکلی دی، خو د اهمیت له امله یې یو ځای ذکر کیږي. دوی وايي:
1- هرکله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک نوم ولیکل شي نو درود او سلام دې هم ورسره ولیکل شي. یعني «صلی الله علیه وسلم» دې په بشپړ ډول ولیکي او لنډ او نیمګړی دې نه لیکي لکه (ص) یا (صلعم).
۲- یو کس به حدیثونه لیکل او د خپل بخل له کبله به یې د محبوب له نوم سره به یې درود نه لیکل. د هغه ښی لاس د اکله په ناروغۍ اخته شو (یو ډول ناروغي ده چې له امله یې د بدن غوښه رالویږي او له منځه ځي او په هند کې ورته نارو ویل کیږي) او مړ شو.
۳- شيخ ابن حجر مکي رحمه الله روایت کړی: يو کس يوازې په «صلي الله عليه » بسنه کوله او د «وسلم» کلمه یې نه لیکله. رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په خوب کې ولید. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:«ولې دې له څلویښتو نیکیو څخه ځان بې برخې کړ»یعنې «وسلم» څلور توري دي، په هر توري کې یې یوه نیکي ده او د هر نیکي په بدل کې لس اجرونه دي؟ نو «وسلم» څلویښت فضیلتونه او جرونه لري.
۴- د درود ویونکي لپاره مناسبه ده چې خپل بدن او جامې پاکې وساتي.
۵- د هغه حضرت صلی الله علیه وسلم له مبارک نوم څخه مخکې د “سیدنا” کلمې یادول مستحب او غوره دې.
د درود ویلو ثمرات او پایلې:
په بنده باندې د الله جل جلاله درود، د ملائکو درود او د رسول الله صلی الله علیه وسلم درود، د ګناهونو کفاره، د اعمالو پاکوالی او د درجاتو او مرتبې لوړول، د درود ویونکي لپاره د ګناهونو بخښنه او استغفار، په اعمالنامه کې یې د یو قیراط ثواب لیکل چې یو قیراط د احد د غره په اندازه ده، د میزان په تله کې یې عملونه درنیږي، د دنیا او آخرت د ټولو کارونو کفایت د هغه چا لپاره دی چې خپل د دعا وخت په درود ویلو وقف کړي، د هغه د ګناهونو پاکول او د غلامانو د آزادولو په اندازه د هغه ثواب، له خطرونو څخه د هغوی ژغورل، د قيامت په ورځ د رسول الله صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم شاهد او شفاعت كوونكى، د هغه شفاعت د هغه لپاره واجب دئ، د الله جل جلاله د رضا او رحمت ترلاسه كول، د قيامت په ورځ د الله د عرش تر سيوري لاندي اوسېدل، د کوثر پر حوض حاضرېدل او د قیامت له تندې څخه خوندي پاتې کېدل، د جهنم له اور څخه خلاصون او په پل صراط باندې اسانه تېرېدل، له مرګ نه مخکې په جنت کې د خپل لوړ مقام ليدل، په جنت کې د ډېرو حورو ترلاسه کول، په شل جهادونو کې د ګډون ثواب حاصلېدل، په مسکینانو د صدقې بدیل او ځای ناستی کېدل.
درود، زکات او پاکوالی دې چې په مال کې برکت اچوي او په برکت یې د انسان له سلو څخه زیاتې اړتیاوې پوره کیږي او دا عبادت دی. په عملونو کې د الله تعالی په نزد تر ټولو محبوب عمل دی. دا د مجلسونو زینت دی، فقر او د معیشیت کمي له منځه وړي او په دې سره نیک کارونه تر لاسه کیږي. د قيامت په ورځ به د درود شريف ویونکي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته نږدې وي. دا بې له شکه رڼا ده او د دښمنانو د ماتولو وسیله ده. زړونه له نفاق او د ګناهونو زنګ پاکوي، د خلکو په زړونو کې محبت پيدا کوي، په خوب کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د زيارت وسيله ده او ویونکی يې د خلکو له غيبت څخه خوندي وي.
درود ویل په حقیقت کې د الهي حکم اطاعت دی، ځکه چې خدای تعالی موږ ته په قرآن کریم کې د درود او سلام ویلو امر کړی دی. څوک چې يو ځل له حرمینو څخه بهر یو ځل درود ووایي، الله تعالی ورته لس رحمتونه وربخښي، خو په مسجد نبوي کې د هر درود په بدل کې پنځوس زره رحمتونه او په مکه مکرمه کې د هر درود په بدل کې د الله تعالی له لوري يو کس ته سل زره رحمتونه رسېږي.
په یو ځل درود ویلو سره الله تعالی لس درجې لوړوي، لس نیکۍ ورته لیکي، لس ګناهونه یې بخښي او لکه څنګه چې په احادیثو کې راغلي دي چې درود ویلو سره ګناهونه بخښل کیږي؛ که د دعا څخه مخکي درود ووایو دعاء قبولیږي، په داسې حال کې چې له درود پرته دعا د اسمان او ځمکې تر منځ ځنډول کیږي. لوى څښتن په خپلو نعمتونو د انسان د ټولو ستونزو د حل لپاره کفایت کوي؛ درود د قيامت په ورځ خلک رسول الله صلی الله عليه وسلم ته نږدې کوي؛ لکه څنګه چې د ابن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی چې درود د مسکین لپاره د خیرات ځای نیسي. په درود ویلو سره حاجتونه پوره کیږي او درود زړه او باطن پاکوي.
کله چې یو څوک درود و وایي، د هغه نوم د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حضور کې اخیستل کیږي. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:«ستاسو درودونه ماته وړاندې کیږي.» او په بل حدیث کې راغلي دي چې الله جل جلاله زما په قبر باندې ملائکې ځای پر ځای کړي دي چې زما د امت درودونه او سلامونه راته رالیږي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مخ کې د یو بنده نوم یادول لوی ویاړ دی. درود ویل د خدای ذکر او شکر ادا کول دي. درود ویل په حقیقت کې د الله تعالی د هغه نعمتونو شکر ادا کول دي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ګمارلو په بڼه انسانیت ته ورکړل شوي دي په هر مؤمن باندې لازمه ده چې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر درود ووايي، تر څو چې د درود شریف شمېر د ګناهونو په پرتله زیات شي او جنت ته داخل شي.