شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: "محمدالافغاني" اسلام په فرانسه کې (دوهمه او وروستۍبرخه) په فرانسه کې د اسلامي سازمانونو ټولنه په 1983 کې، په فرانسه کې د اسلامي سازمانونو ټولنه او اتحادیه تاسیس شوه، چې په حقیقت کې د سیمه ایزو اسلامي ټولنو ایتلاف دی. دا اتحادیه چې مرکز یې په پاریس کې دی، د فرانسې په ختیځ او مرکز کې هم پراخ فعالیتونه ترسره کوي. که څه هم دا اتحادیه په فرانسه کې یو له فعالو اسلامي سازمانونو څخه پېژندل کیږي، خو په فرانسه کې په هیڅ ډول سیاسي فعالیتونو کې برخه نه اخلي. د اتحادیې اصلي موخه د قانوني لارو څخه د استفادې له لارې د اسلامي کلتور وده او د فرانسوي مسلمانانو سره مرسته کول دي چې خپل مذهبي اعمال ترسره کړي. دې اتحادیې په فرانسه کې د مسلمانانو زده کوونکو د زده کړې لپاره لومړنی اسلامي ښوونځی تاسیس کړ. په اسلامي زده کړو کې د فرانسوي مسلمانانو رول مرکزي دی. په فرانسه کې، د اسلامي په توګه پېژندل شوي ښوونځیو شمېر محدود دی، په هرصورت، د شلمې پیړۍ په لومړیو کې د تصویب شوي قوانینو له مخې، مذهبي ډلو ته اجازه ورکړل شوه چې خصوصي ښوونځي جوړ کړي، البته د حکومت له تمویل پرته. مسلمانان اکثرا غوره کوي چې خپل ماشومان دولتي ښوونځیو ته واستوي چې مصرف نه لري او د زده کړې د کیفیت له لحاظه هم ډېر باوري دي. خو په فرانسه کې د مذهب د ازادۍ له شعار سره سره، په ځينې ښوونځيو کې پر ځينو ځانګړو جامو باندې بنديزونه لګول شوي دي. مسلمانان د ښوونې او روزنې په ډګر کې خورا فعال رول لوبوي او د دې ډګر اړوند ډیری مراسمو کې د پام وړ حضور لري. د دوی په مخ کې د خنډونو سره سره، دوی په ښه توګه خپله لاره پرمخ وړي. که څه هم په فرانسه کې د مسلمانانو لپاره د اسلامي زده کړو لاره محدوده ده، خو د دوی ترمنځ د پرله پسې فعالیتونو او همغږۍ له امله منسجم ښکاري. مشهورو شخصیتونو په دې برخه کې اغېزمن فعالیتونه کړي او خدمتونه یې د فرانسې له پولو هاخوا په نورو اسلامي هېوادونو کې هم اغېزمن دي. په فرانسه کې د مسلمانانو ننګونې که څه هم په فرانسه کې اکثره مذهبي آزادۍ ته وده ورکول کیږي، خو بيا هم مسلمانان د ځینو محدودیتونو سره مخ دي چې ځینې وختونه د هغو لپاره د مذهبي مراسمو ترسره کول ستونزمن کوي. په حقیقت کې، په دې هیواد کې د ډېرو افراطیانو په شتون سره، د عامه مسلمانانو د عبادتونو د ترسره کولو امنیت تر یوې اندازې پورې په خطر کې دی. مسلمانان د خپلو عامه مراسمو لکه د اختر لمانځلو لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر کاروي. په فرانسوي ټولنه کې دا افراطیت نه یوازې د مسلمانانو لپاره، بلکې ځینې وختونه د عیسویانو لپاره هم ستونزې پېښوي. دویمه ننګونه چې مسلمانان ورسره مخ دي هغه محدودیتونه دي چې د جامع جوماتونو په جوړولو لګول شوي دي. مسلمانان چې کله د جامع جومات جوړولو هڅه کوي دا کار په اسانۍ نشي کولای. دریمه ننګونه د مسلمانانو د همغږۍ نشتوالی دی. په دې هېواد کې د مسلمانانو د يووالي خوځښتونه شته، خو بس نه دي. فرانسوي مسلمانان باید دې نتیجې ته ورسیږی چې د دوی یووالی په هر ډګر کې د بریالیتوب کِلي ده. په فرانسه کې د مسلمانانو د پرمختګ لپاره تګلارې په لاندې ډول دي: 1. د انجمنونو په بڼه د ولسي حرکتونو جوړول: داسې انجمنونه باید جوړ شي چې په مختلفو برخو کې ځانګړي پروګرامونه لري، په ځانګړې توګه دیني مسایل او په داخلي خبرو اترو او مسايلو کې ښکیل وي. 2. د رسنیو څخه ګټه پورته کول یا د خصوصي رسنیو رامینځته کول: په اوسني عصر کې چې نړۍ په یو نړیوال کَلي بدل شوی دی، فرانسوي مسلمانان باید له دې فرصت څخه د خپلو دیني اهدافو لپاره ګټه پورته کړي. 3. د ملاتړ لپاره صندوق جوړول: د مالي مرستو په راټولولو سره، دوی کولای شي اقتصادي ملاتړ رامینځته کړي چې په تدریجي ډول د دوی د دیني او ملي اهدافو په درک کولو کې مرسته وکړي. دا باید د بې وزلو سره مرسته وکړي او د اړو کسانو لپاره پانګه ځانګړې کړي، که څه هم لږ وي، ځکه چې قوي اقتصاد په ټولو برخو کې پرمختګ تضمینوي. پای
د ورځنې تحلیل د رسنیو رول او د مسلمانانو په هویت د هغوی اغېزې (شپږ پنځوسمه برخه)شنبه _19 _اکتوبر _2024AH 19-10-2024AD نور یی ولوله
د ورځنې تحلیل د رسنیو رول او د مسلمانانو په هویت د هغوی اغېزې (پنځه پنځوسمه برخه)پنجشنبه _17 _اکتوبر _2024AH 17-10-2024AD نور یی ولوله