لیکوال: عبیدالله "نیمروزی"
د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله ژوندلیک (پنځمه برخه)
ایمان، یقین او له جهاد سره لېوالتیا
نورالدین د عیسویانو پر ضد له جهاد او جګړې سره زیاته لېوالتیا درلوده. په دې کار کې د هغه هوډ، توکل، باور او یقین له هر څه زیات و. په ۵۵۸ هجري کې نورالدین د حصن الاکراد په جګړه کې چې د بقیعه په جګړه مشهوره ده، د عیسویانو د ناڅاپي برید له امله ماتې وخوړه. نورالدین حمص ته نږدې، له دښمن څخه څو کیلومتره لرې ځای پر ځای شوی و؛ ځینو خواخوږو وړاندیز وکړ چې دښمن ته نږدې مورچل نیول سم نه دې؛ نورالدین ځواب ورکړ، غلي شئ او زیاته یې کړه، که زما سره زر تنه عسکر هم وي، له دښمن نه ویره نه لرم او په خدای قسم چې د یوې ودانۍ تر چت لاندې به قدم نه ږدم تر څو د مسلمانانو او اسلام غچ مې له دوی څخه نه وي اخیستی.
نورالدين په پوره سخاوت او خلاص لاس سره سوغاتونه، پيسې او د جګړې غنیمتونه وېشل او د لښکر سرتېرو ته به ډېر رسېدل. ځينو خلکو ورته وويل: د فقيرانو، فقهاوو، صوفيانو او قراء کرامو له وظيفو او حقوقو څخه چې له خزانې څخه ورکول کېږي، بايد يوه اندازه کمه شي او د لښکر لپاره ولګول شي. نورالدین خپه شو او په ځواب کې یې وویل: دا بریا چې د خدای له لوري ماته راورسیده د همدغو بې وزلو او کمزورو خلکو د دعا او رضایت په برکت وه . په حدیث کې راغلي دي چې د الله تعالی مرسته او روزي د کمزورو او ضعیفانو په برکت نورو ته رسیږي، نو زه څنګه کولای شم چې د داسې خلکو حقونه ودروم یا یې کم کړم، هغه کسان چې زما له طرفه هغه مهال جنګیږي کله چې زه په بستر کې پروت یم او د دوی غشې هېڅکله په خطا نه ځي او هغه کسان چې تاسو يې ستاينه کوئ، هغوی چې کله موږ ويني او حکم واوري نو جګړه کوي، او د دې تر څنګ د دوی غشي تر ډېره په خطا ځي او په هدف نه لګېږي او دا بې وزله خلک او داسې نور هم په بیت المال کې حق لري او زه نشم کولی د دوی حق نورو ته ورکړم.
نورالدین له عیسایانو څخه د غچ اخیستو لپاره پوره چمتووالی نیولی و او د انعامونو او ډالېو له لارې یې لښکر هڅول او د اسلامي ایالتونو سرحدي ساتونکو او واليانو ته یې لیکونه و لیکل او هغوی یې د خدای په لاره کې جګړې او له مجاهدینو سره همکارۍ ته و هڅول او د هغو سیمو زاهدانو، پرهېزګارانو، عابدانو او بېوزله خلکو ته يې هم ليکونه و ليکل او د عيسويانو د ظلمونو او تېريو يادونه يې ورته وکړه او له صالحانو څخه یې د دعا غوښتنه وکړه او هیله یې ترې وکړه چې مسلمانان جهاد ته وهڅوي او د حق لارې مبارزې ته یې چمتو کړي. څرنګه چې هغوی د خلکو په مخ کې په ژړا او احساساتو سره لیکونه لوستل او د پاچا لپاره یې دعاکانې کولې. د خلکو په مختلفو طبقو کې د جهاد لپاره د لیوالتیا ، شوق او شور څپې راڅرګندې شوې او په هر ایالت کې یې د سلطان د ملاتړ لپاره لوی لښکرونه چمتو کړل او له بلې خوا عیسویانو هم له هر کونج څخه خپلې لښکرې له پوره تجهیزاتو سره راغونډې کړې او د مسلمانانو مقابلې لپاره یې را ودانګل؛ خو الحمدلله، سلطان له خپل قسم څخه بري الذمه شو، ځکه چې د عیسویانو دغه ستر ځواک ته یې ماتې ورکړه او د «حارم » سیمه او ښار یې فتحه کړ.
د نورالدین ایمان او یقین له دې پېښې څخه معلومېدلی شي چې د «بنیاس» کلا د محاصرې پر مهال یې د مشر ورور نصرت الدین چې د ځواکونو لوی قوماندان و، یوه سترګه له منځه لاړه. نورالدین د خپل ورور د حالت له لیدو وروسته وویل: که ته هغه اجر وویني چې الله تعالی ستا لپاره ټاکلی دی، نو ته به په همدې ډول خپله دوهمه سترګه هم له لاسه ورکړې.
ادامه لري…