Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»ریاضي علم کې د مسلمانو پوهانو ونډه (دوهمه برخه)
متفرقه دوشنبه _14 _اکتوبر _2024AH 14-10-2024AD

ریاضي علم کې د مسلمانو پوهانو ونډه (دوهمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: "محمدالافغاني"

ریاضي علم کې د مسلمانو پوهانو ونډه (دوهمه برخه)

په ریاضیاتو کې تلپاتې څېرې
د ریاضیاتو له سترو پوهانو سره پېژندنه، د هغوی په علمي کارونو او ژوند باندې پوهېدل د معاصر ریاضي پوهانو، محصلینو او د دې ډګر د مینه‌والو لپاره حیاتي دي. رياضي د ننني تمدن د یو مهم شاخص په توګه، په نورو علومو باندې يې سیوری کړی او د هغو په وده او پرمختګ کې يې مهم رول لوبولی دی. دا علم د نورو بنسټیزو علومو په څېر وده او تکامل کړی او د معاصر ریاضیاتو د پرمختګ او همدارنګه د نورو علومو د پراختیا لپاره چې د ریاضیاتو په اصولو پورې اړه لري ډېري هڅې ترسره کیږي.
نو د ریاضیاتو په برخه کې هر اړخیز او ارزښتناکو معلوماتو لاسته‌راوړل اړین دي او دا کار هغه مهال شونی دی چې د هغه مشران وپېژندل شي. د دوی د ژوند او کارونو مطالعه کولی شي د دوی څخه د پاته‌شوي پوهو او علومو علاقه او هڅونه په موږ کې رامینځته کړي. په دې برخه کې به موږ په ریاضي کې ځینې نه‌هېرېدونکي او تلپاتې څېرې وڅېړو. د ریاضیاتو په برخه کې، ډیری مشهور شخصیتونه شتون لري چې د دې علم په پرمختګ کې یې ډېره ونډه اخیستې ده. که څه هم په دې لنډه لیکنه کې ټولو ته پاملرنه ممکنه نه ده، خو پکار ده چې د هغو مسلمانو علماوو ذکر وکړو چې په دې برخه کې یې ډېر کار او زيار ايستلی دی او د هغوی ژوند په تفصیل سره وڅېړو. البته، د شرایطو په شتون کې به فيثاغورث، اقليدس، ارشميدس، اراتوستین، ډیوفانتوس او نورو علماو په اړه هم بحث وکړو.
ابوبکر کرخي
1. د ابوبکر کرخي د شخصیت پېژندنه:
ابوبکر کرخي د ابوریحان البیروني، زکریا رازي او ابو علي سینا بلخي معاصر و، چې له البیروني څخه ۳۲ کاله وړاندې وفات شوی دی. په هرصورت، هغه د دریو ذکر شویو پوهانو په څېر مشهور نه دی. کرخي چې د زېږېدو کره کال يې معلوم نه دی، په اصل کې د بغداد اوسېدونکى و، او د يوه مشهور رياضي‌پوه، جيولوجيست او انجنير په توګه پېژندل کيږي.
د نړۍ د سترو ریاضي‌پوهانو له نظره کرخي د مسلمانانو په منځ د الجبري محاسباتي د تیوري استازیتوب کوي، چې له خوارزمي وروسته ګڼل کیږي.
د هغه اثارو په ایټالوي «لئوناردو فيبوناچي»، «لِوي بِن ګارسون» او نورو رياضي‌پوهانو باندې يې ډېره اغیزه درلودلې ده. او له هغه ځايه چې د دې ساینس‌پوه نوم دوه لسیزې د نیویارک علومو په دايرة‌المعارف کې ثبت شوی و، د دې ستر انسان نړیوال شهرت څرګندوي. خو تر اوسه د هغه د مدفن په اړه کره معلومات نشته. کرخي د ریاضياتو په برخه کې ښکلې نظریې لرلې او په دې علومو کې یې ځانګړي خدمتونه ترسره کړي دي چې د دې علومو په تاریخ کې یو ریکارډ دی.
۲- د کرخي کارونه
د کرخي ریاضي او هندسه لکه خوارزمي د منځني ختیځ له ریاضياتو سره خورا نږدې تړاو لري نه د يوناني د نسبتونو سره. د هغه کار یوازې د دويمې درجې الجبري معادلاتو پورې محدود نه و، او د لوړو درجو معادلات هم پکې شامل وه.
۳- د کرخي اثار او تأليفات
کرخي ډېر کتابونه ليکلي چې نړيوال شهرت ته رسېدلي دي. لاندې د ده د کتابونو لیست او د ذخیره کولو ځایونه دي:
1- الفخري في صناعة الجبر و المقابلة – پاریس، استانبول او قاهره.
2- الکافي في الحساب – استانبول او آلمان.
3- البدیع في الحساب.
4- علل حساب الجبر و المقابلة په ۵ بابونو کې – آنکارا او آکسفورد.
5- مختصري في الحساب و المساحة – اسکندریه، مصر.
6- الاجذار – د تهران د پوهنتون کتابتون کې.
7- حساب الهند.
8- المسائل و الجوابات في الحساب – پاریس.
9- العقود و الابنیة.
10- انباط میاه الخفیة.
کرخي نه یوازې د ریاضي او میخانیکي علومو په برخه کې د ساینس پوه په توګه پېژندل شوی، بلکې هغه د ځمکې لاندې اوبو د کشف او د استخراج د میتودونو په برخه کې هم مخکښ و. هغه نوښتګر نظریات، میتودونه او اختراعات درلودل. د “انباط میاه الخفیة” کتاب ( 10نمبر) نږدې 30٪ د ویکتور نقشو ته ځانګړې شوې، او کرخي شاید لومړی کس و چې د ځمکې د ویکتور نقشې یې معرفي کړې.
د کرخي د آثارو او تأليفاتو په اړه په بېلابېلو سرچينو کې اشارې ورته شوي دي، چې په يوه تفصيلي څېړنه کې سره راټولېدی شي.
ادامه لري…
Previous Articleد جنازې لمونځ؛ روزنيز او ټولنيز ټکي يې (شپږمه او وروستۍبرخه)
Next Article علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (دوه څلوېښتمه برخه)

اړوند منځپانګې

Blog

لوی اختر؛ د اطاعت او فرمان‌بردارۍ اُسوه

جمعه _6 _جون _2025AH 6-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د تشریق ورځې او تکبیرونه

پنجشنبه _5 _جون _2025AH 5-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (لسمه برخه)

دوشنبه _2 _جون _2025AH 2-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سیدجمال الدین افغان رحمه الله (اته ويشتمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD4 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سیدجمال الدین افغان رحمه الله اته ويشتمه برخه د…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (درېیمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD6 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه درېیمه برخه د سیک مذهب بنسټ‌ايښودونکي (گورو…

نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (درویشتمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD2 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابو حامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک درویشتمه برخه سریزه: د…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (دویمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD6 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه دویمه برخه تاریخي مخینه او د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د افغانستان فیلسوف؛ سیدجمال الدین افغان رحمه الله (اته ويشتمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (درېیمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.