Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»فتنې»معتزله (یو پنځوسمه برخه)
فتنې دوشنبه _23 _سپتمبر _2024AH 23-9-2024AD

معتزله (یو پنځوسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: "ابوعائشه"

معتزله (یو پنځوسمه برخه)

د اهل سنت او جماعت نظر
د صراط په اړه د آیتونو او احادیثو له مخې، اهل سنت او جماعت په هغه ایمان لري او د هغه حقیقت یې خدای تعالی ته پریښی دی.
اهل سنت او جماعت په دې عقیده دي چې صراط حق دی. هغه پل چې په جهنم اېښودل شوی دی چې له ویښته څخه نری او له تورې څخه تیز دی. جنتیان له هغې څخه تیریږي پداسې حال کې چې دوزخیان ځینې سقوط کوي.
علامه ابن ابي العز حنفي چې د العقیده الطحاطیه شارح دى، د صراط په اړه وايي: موږ د صراط په پله ايمان لرو، او دا يو پل دى چې پر دوزخ اېښودل شوی دى. د صراط پله ته رسیدل هغه وخت دی چې خلک د اعمالو د محاسبې له ځای څخه جلا شي او د صراط د پله په پای کې تیارې ته رسیږي.
اهل سنت په دې اند دي چې د صراط پل حق دی. لکه څنګه چې په کتاب او سنت کې راغلی دی او په هغه باندې اجماع هم شوې ده.
د اهل سنت او جماعت دلایل
الله سبحانه وتعالی په قران کریم کې فرمایي: «وإن مِّنکُم إلَّا وَارِدُهَا کَانَ عَلَی رَبِّكَ حَتمَا مَّقضِيَّا – ثُمَّ نُنَجِّي الَّذِينَ اتَّقَوا وَّنَذَرُ الظَّالِمِينَ فِيهَا جِثِيًّا»؛ (او په تاسو کې هیڅوک نشته مګر دا چې هغه ته ننوځي، دا [وعده] یو حتمي حکم دی ستا په رب باندې، بیا به موږ متقیان وژغورو او ظالمان به هلته پریږدو په داسې حال کې چې پر ګونډو غورځېدلی وي.)
په صحیح مسلم کې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «قسم په هغه ذات چې زما ژوند یې په واک کې دی. هغه کسانو چې د ونې لاندې بیعت کړی دی دوزخ ته نه ځي.» حضرت حفصه رضي الله عنها وایي چې ما ورته وویل: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم مګر الله تعالی نه دې فرمایلي: «وإن مِّنکُم إلَّا وَارِدُهَا»، ویې فرمایل: ایا تا نه دي اوریدلي چې خدای تعالی فرمایلي دي: «ثُمَّ نُنَجِّي الَّذِينَ اتَّقَوا وَّنَذَرُ الظَّالِمِينَ فِيهَا جِثِيًّا».
د العقیده الطحاویه شارح رحمه الله ليکي: «مفسرينو د دې آيت په تفسير کې اختلاف کړی دی، چې له دې څخه مراد څه دی؟ قوي او ښکاره قول دا دی چې معنی یې د صراط پل څخه تېرېدل دي.»
د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث
روایت دی چې حضرت عائشې رضی الله عنها یو ځل د جهنم د اور یادونه وکړه او په ژړا شوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څه شی دې ژړوي؟ ويې ويل: د دوزخ اور مې را په ياد شو، ومې ژړل. ايا د قيامت په ورځ به ستاسو کورنۍ په ياد وي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «أما في ثلاثة مواطن فلا یذکر أحد أحدا: عند المیزان حتی یعلم أیخف میزانه أو یثقل وعند الکتاب حین یقال «هاؤم اقروا کتابیه» حتی یعلم أین یقع کتابه أفي یمینه أم في شماله أم من وراء ظهره وعند الصراط إذا وضع بین ظهری جهنم.» « په دريو ځايونو کې به هیڅوک بل څوک نه يادوي: کله چې خپل عمل تول کړي تر څو چې پوهیږي چې پَلَه يې سپکه ده که درنه، کله چې يې عملنامه لوستل کیږي تر څو پورې چې پوه شي چې عملنامه یې چیرې واقع کیږی، ایا ښې خوا ته؟ چپه خوا ته؟ یا شا خوا ته؟ او د صراط په پله کې کله چې هغه د دوزخ دواړو خواو ته واقع کیږي.»
عمرو بن سلیمان له ابو سعید رضي الله عنه څخه روایت کوي، چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي، چې فرمایل یې: «یوضع الصراط بین ظهراني جهنم، علی حسک کحسک السعدان، ثم یستجیز الناس، فناج مسلم، ومخدوج به، ثم ناج، ومحتبس به، ومنکوس فیها.» (د صراط پل د جهنم په منځ کې په اغزي لرونکو بوټو باندې ایښودل کیږي، او بیا خلک ترې تیریږي: یوه ډله ژغورل کیږي او روغ پاتې کیږي، یوه ډله ټپي کیږي او بیا ژغورل کیږي، او ځینې خلک په هغه کې بندیږي او دوزخ ته به لویږي.)
له حضرت مغیره بن شعبه رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «شعار المؤمن علی الصراط رب سلم سلم»؛ «پر صراط باندې د مؤمن شعار دا دی: ای ربه ما په امان کې وساته! ما په امان کې وساته!»
عن عائشة أنها قالت: یارسول الله «والأرض جمیعا قبضته یوم القیامة والسماوات مطویات بیمینه» فأین المومنون یومئذ؟ قال: علی الصراط یا عائشة.» «له حضرت عایشه رضي الله عنها څخه روایت دی چې هغې وویل: ای د خدای رسوله صلی الله علیه وسلم ټوله ځمکه د الله جل جلاله په واک کې ده او اسمانونه هم د هغه په لاس (واک) به سره برهم شي. نو په هغه ورځ به مؤمنان چیرته وي؟” رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ای عایشې رضي الله عنها دوی به د صراط په پله وي.»
ادامه لري…
Previous Articleد بدعت او سنت د تشخیص معیارونه او څرنګوالۍ (نهمه برخه)
Next Article د رسنیو رول او د مسلمانانو په هویت د هغې اغېزې (پنځوسمه برخه)

اړوند منځپانګې

فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (اتمه برخه)

چهارشنبه _20 _اگست _2025AH 20-8-2025AD
نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (اوومه برخه)

پنجشنبه _14 _اگست _2025AH 14-8-2025AD
نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (شپږمه برخه)

دوشنبه _14 _جولای _2025AH 14-7-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۷)

شنبه _24 _جنوري _2026AH 24-1-2026AD4 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۷) معاد د احادیثو…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۶)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD7 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۶) د انسان تنفسي سيستم (د…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې دالهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۳)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD7 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې دالهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۳) په دې…

نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۳)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD10 Views

لیکوال: م. فراهی توجګي د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره یې…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۷)

شنبه _24 _جنوري _2026AH 24-1-2026AD

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۶)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.