د بدعت او سنت د تشخیص معیارونه او څرنګوالۍ (نهمه برخه)
پهدینکېدبدعتحکم
بې له شکه په دين کې د هر ډول بدعت زياتول ګمراهي ده؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «ایاکم و محدثات الامور فان کل محدثة بدعة و کل بدعة ضلالة»؛ ژباړه: (له نویو کارونو څخه [په دین کې] ځان وساتئ، ځکه هر نوی کار بدعت دې او هر بدعت ګمراهي ده.)
په عبادت کې بدعت حرام دی، البته د حرمت درجه د بدعت د ډول سره توپیر لري.
– ځيني بدعتونه کفر دي لکه: د قبرونو طواف کول د هغو له څښتنانو سره د نږدې کېدو او تقرب په نیت.
– ځنې بدعتونه د کفر وسيله دي لکه: د قبرونو جوړول او د قبرونو مخې ته لمونځ کول.
– ځینې بدعتونه معصیت او ګناهونه دي لکه: نکاح پریښودل او مجرد پاتې کیدل یا د لمر تر وړانګو لاندې روژه نیول.
شاطبي رحمه الله وايي: د بدعتیانو ګناه يو شان نه ده، بلکي توپير لري:
1- بدعت کوونکی د اجتهاد یا تقلید ادعا وکړي؛
2- بدعت د دين په ضرورياتو کې وي، لکه دين، نفس، عزت، عقل، مال او داسې نور؛
3- بدعت کوونکی دا کار په ښکاره یا په پټه ترسره کړي ؛
4- بدعت کوونکی هغه کار ته بلنه وکړي او که نه؛
5- بدعت کوونکی له اهل سنتو بهر دی او که نه؛
6- حقیقي بدعت دې که اضافي؛
7- بینه بدعت وي که ستونزمن ؛
8- کفري بدعت وي او که نه؛
9- په بدعت ټینګار وشي او که نه ؛
په پای کې امام شاطبي رحمه الله فرمایي چې د دغو بدعتونو ګناه، د دوی د درجې مطابق دي او دا یې څرګنده کړې ده چې ځینې یې حرام دي او ځینې یې مکروه دي؛ خو په هر حالت کې د ګمراهۍ لپاره هر ډول بدعت کافي دې .