لیکوال: م . فراهي "توجګي"
اسلام او ډیموکراسي (اته ویشتمه برخه)
سیاست او د هغه اهمیت او ارزښت د اسلام له نظره
د دين او ټولنې تر منځ اړيکه يوازې د عبادي مناسکو په ترسره کولو پورې محدوده نه ده، بلکې د ټولنې په ټولو برخو کې ثابت او دوامداره جريان لري او لارښود او سرلاری دی؛ ځکه چې د عباداتو او اجتماعي تړونونو تر منځ، د ټولنيزو تړونونو او حکومت تر منځ، د حکومت او شريعت تر منځ او په عموم کې د شريعت او بشري چارو تر منځ هېڅ ډول تضاد او ټکر نشته، او د هغې برخې د یوه ټوکر جلا شوې ټوټې دي.
د «باوما» (1992) د نظر له مخې؛ د دین فطرت او ماهیت د ټولنې د پرمختګ او د انسان ژوند د نیکمرغۍ او بریالیتوب لپاره کافي قوانین او منظم پروګرامونه لري.
دینونه په ټولنه کې د ژوند د تنظیم او جوړولو لپاره راغلي، نه د دې لپاره چې د ټولنې په یوه کونج او څنډه کې پاتې شي او یا له ورځني ژوند څخه ګوښه او رد شي.
د هغه په اند، دینونه د نېکمرغۍ په اړه له اخلاقي لیدلوري سره راغلي چې د سیاسي او نورو انګېزو د پرمختګ او ادغام لپاره قوانین، نظرونه او پلانونه پکې شامل دي. ښايي فکر وشي چې د مذهبونو تحرکات او انګېزې د ټولنې له اندونو او انګېزو سره توپير لري؛ بیا هم، د یو دین د وړاندیز شوي نمونو او په ټولنه کې د موجوده نمونو ترمنځ توپیر پدې معنی نه دې چې دینونه زاړه دي او باید په عصري دینونو بدل شي.
له دې سره سره، ټولنه د خلکو او ډلو جوړښتي اړیکې دي، او د دوی انګیزه د ټولنې څخه رامنځته کیږي. دین په خپل اخلاقي بصیرت او ابدي روشونو سره د ټولنې د انګیزو د سمولو او سمون لپاره راغلی دې. په دې بهیر کې انسانان د انسانانو په مقام کې پاتې شول او په بل موجود بدل نه شول؛ د بېلګې په توګه: دا ډېره د نفرت او کرکې وړ خبره ده چې ووايو انسان يو زوړ مخلوق دې او پر ځای دې يې بل پرمختللی او عصري مخلوق راوستل شي. په همدې ډول د دين په اړه دا ډول خبرې ډېرې نامناسبه او بدې دي.
د دين د مقصد په اړه غلط فهمي يوه خبره ده او د دين پريښودل بله خبره ده. اسلامي شریعت، لکه څنګه چې «یوزف شاخت» ټینګار کوي، دین له ورځني ژوند څخه نه تفکیک کوي. دین له سیاست او سیاست له اخلاقو او اخلاق له حکومت څخه نه جلا کوي. په اسلامي شريعت کې د افرادو فعاليتونه او له دولت سره د هغوى اړيکې میټافزیکي او ديني بنسټونه لري. اسلام په ټولو اړخونو کې د انسان د عملي ژوند لپاره یو نظام دې. اسلام د يو مثالي او قانع کوونکي مفهوم دعوه کوي چې د خالق او مخلوق او د ټول ژوند او انسانيت تر منځ اړيکې بيانوي. اسلام د نړۍ ماهیت تشریح کوي او په دې نړۍ کې د انسان ځای او د انسان وروستي اهداف ټاکي. په اسلام کې هغه عملي تعلیمات او جوړښتونه شامل دي چې د دې ارمان له زړه څخه سرچینه اخلي او په هغه پورې تړلي دي او هغه واقعیت جوړوي چې د خلکو په ورځني ژوند کې منعکس کیږي.
په دې نظر سره چې د اسلام هدف په ژوند کې د بدن او روح نظم او توازن دې، له هغه څخه یوازینۍ منطقي تمه دا ده چې د دین او سیاست او د جومات او نظامي کلا تر منځ خورا نږدې اړیکه ټینګه شي.
د« بواما» په وینا، په مذهبي فعالیت کې د یو شخص ټول بدن او د ټولنیزو ډلو جوړښت شامل دي؛ ځکه چې اسلام د انسان بشپړتیا ته پام کوي، څنګه چې دا په واقعیت کې دي، نه د مخالف فکري مفهوم په توګه چې د ایډیالیزم، مثبتیت او ورته مفکورو څخه رامنځته کیږي، ځکه چې اسلام هغو مسایلو ته پام نه کوي چې عملي واقعیت ونلري.
له بلې خوا اسلام انسان يوازې روح يا يوازې بدن نه ګڼي، ځکه انسان یوازې ذهن او روح نه دې، بلکې د بدن، ذهن او روح له مجموعې څخه جوړ دې او د بدن غړي يې يو واحد، موثر او مسوول کلیت جوړوي.