باید پوه شو چې معتزله په دې اړه دوې ډلې دي: د یوې ډلې نظر د اهل سنت او جماعت په شان دی او د دویمې ډلې نظر د اهل سنت له نظر سره مخالف دی.
د معتزله او خوارج يوه ډله وايي: «روا ده چې امام غير قريشي وي.»
د معتزله استدلال دا دی چې: دا ضروري نه ده چې امام او خليفه له قريشو څخه وي. بلکې روا ده چې بل څوک هم وي.
معتزله وايي: څوک چې د کتاب او سنتو احکام اجراء کړي هغه ته اجازه ورکول کیږي چې امام شي او که چيري يو قریشي او يو نبطي (یعنې غیر عرب چې عربي وايي) امامت ته کانديد وي، نو امامت به د قریشي وي. او امامت نه صحیح کیږي، پرته د امت په اجماع، ټاکنو او رای ورکولو سره.
ضرار بن عمرو [معتزلي] وايي: «که يو قريشي او نبطي امامت ته کانديد شي، نو موږ به نبطي امام کړو او قريشي به پرېږدو. ځکه د نبطي قبيله کمه ده او ملګري يې هم کم دي، او که د الله تعالی نافرماني وکړي نو موږ کولی شو هغه له منځه يوسو، او د هغه ځواک هم کم دی. (او وې ويل) دغه چې مې وويل د کانديدانو د مسلمانۍ په اړه وه.»
ابراهیم نظام (معتزلي) او د هغه ملګرو وايي: «څوک چې د قرآن او سنت احکام پلي کړي هغه د امامت وړ دی. ځکه الله سبحانه و تعالی فرمایي: «إن أکرمکم عندالله أتقاکم» ژباړه: «الله تعالی ته ستاسو تر ټولو عزتمند هغه څوک دی چې پرهیزګار وي.»
د معتزله دلایل
معتزله او د هغه کسان چې د امامت لپاره قريشي والی شرط نه ګڼي، په دغه حديث استدلال کوي: «تاسو د خپل امير خبرې واورئ او اطاعت يې وکړئ، که څه هم هغه يو حبشي غلام وي.» دوی وايي: دا حدیث په دې دلالت کوي چې امام کله کله له قریشو څخه نه وي.
بل دلیل چې دوی يې ذکر کوي دا دی چې د امام په توګه د ټاکل شوي کس د بې کفایتۍ په صورت کې یو غیر قریشي په ډیره اسانۍ سره له دندې لرې کیدی شي. ځکه چې هغه قوم او قبيله نه لري چې له هغه څخه دفاع وکړي او د امامت د ټينګښت لپاره ورسره جګړه وکړي. له همدې امله د هغه په ګوښه کولو کې کومه ستونزه نه را منځته کيږي.
د معتزله د دلايلو ځواب
د هغه حديث په اړه چې د حبشي غلام د امامت په اره دی او دوی استدلال ځينې کوي، بايد ووايو چې: له دې امام څخه مراد هغه امام دی چې په زوره يې امامت نيولی وي، او يا يې مقصود صغری امامت دی چې په ځینو ولایتونو باندې امامت لري، او یا یې په اطاعت کې د مبالغې له امله حبشي غلام ته اشاره کړې ده.
د دې دلیل په ځواب کې امام رازي وايي: «هر امام سلطان دی، خو هر سلطان امام نه دی. له همدې امله که دا حدیث د حبشي غلام په سلطان والي دلالت لري، نو دلالت د هغه په امامت نه کوي.»
خطابي وايي: «هدف دا دی چې د هر هغه چا اطاعت وکړئ چې امام يې ستاسو امیر ټاکي. دلته مطلب دا نه دی چې د امام په ځای حبشي غلام ځای پر ځای شي.»