لیکوال: م . فراهي "توجګي"
اسلام او ډیموکراسي (درې ویشتمه برخه)
د غربي مفکرینو له نظره ډیموکراټيکه واکمني
دوه برېتانوي لیکوالان او مفکران، «ایچ جي ویلز» (1866 – 1946) او «برنارډ شا» په دې باور وو چې خلک نشي کولی په خپل ځان حکومت وکړي او داسې حکومت غوره کوي چې له یو ځواکمن اقلیت څخه جوړ شوی وي.
د منتقدینو تر څنګ، په لوېدیځ کې د ډیموکراسۍ ډیری مدافعین پوهیږي چې یو ځواکمن اقلیت څه کارونه ترسره کولی شي. «مک آیور» وايي: “د ډیموکراسۍ لپاره ازلي مسئله دا ده چې ډیموکراسي خپلې ځواکمنې ډلې په وړ او مناسبو ځایونو کې ځای په ځای کړي او د دیموکراتیکو اصولو د درناوي او ساتنې لپاره کار وکړي”.
د ځواک تمرکز او انحصار په ټولو کچو کې لیدل کیږي. یوه پیړۍ دمخه (De Tocqueville) وړاندوینه کړې وه چې زاړه او نوي نظامونه به د ځواک د تمرکز او ګډوډۍ لوري ته ولاړ شي.
ترټولو لوړه کچه، نړیواله کچه ده. نړۍ پخوا دوه قطبي وه؛ بیا وروسته له دغو قطبونو څخه یو قطب (کمونیستي قطب) له ماتې سره مخ شو او نن نړۍ یو قطب لري چې هغه امریکا ده.
په ملګرو ملتونو کې هم د واک تمرکز او د لږکیو واکمني شتون لري. د امنیت شورا چې د ۱۵ دولتونو له استازو جوړه ده، د ملګرو ملتونو د نورو برخو په پرتله ډېر واک او ځواک لري. د امنیت شورا له پنځلسو غړو څخه پنځه یې دایمي دي او د ویټو حق لري؛ په دغو پنځو غړو کې امریکا تر ټولو ځواکمنه ده او اکثره وخت یې غوښتنې منل کېږي او یا په یو ډول نه یو ډول په نورو باندې تپل کیږي.
د دولتي اتحادیو په کچه هم د واک د تمرکز یو ډول لیدل کیږي چې یوه بیلګه یې د فدرالي حکومتونو موضوع ده چې د یو متحد حکومت په لور حرکت کوي. فدرالي دولت له څو ایالتونو څخه جوړ دې چې هر یو یې خپل مشخص پارلمان او حکومت لري؛ پداسې حال کې چې د متحد دولت مرکزیت لوی او ځواک یې متمرکز دې.